BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
پاکستان وايي، په افغانستان کې دننه یې هوايي بریدونه کړي؛ طالبان: 'مناسب ځواب' به ورکړل شي
د پاکستان حکومت اطلاعاتو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې، چې څو شېبې مخکې پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې ادعا کړې، چې د دې هېواد هوايي ځواکونو د ''استخباراتي معلوماتو پر بنسټ'' په افغانستان کې دننه د هغو وسله والو درې هدفونه په نښه کړي، چې دوی یې د ''فتنه الخوارج'' په نامه یادوي او معمولاً پاکستاني چارواکي دا نوم د پاکستاني طالبانو لپاره کاروي.
روسیه وايي، د اوکرایین په 'ستر' ډرون برید کې د مسکو په سیمه کې دوه کسان وژل شوي دي
د روسیې پلازمېنې مسکو پر شاوخوا سیمه د اوکرایین د تېرې شپې پراخو ډرون بریدونو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایتونه
افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د تېلو د بیو لوړوالي یو ځل بیا د موټر چلوونکو او عامو خلکو اندېښنې او شکایتونه زیات کړي دي. شمېرې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې د پېټرول او ډېزل بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي. خلک شکایت کوي چې د تېلو د بیو لوړوالی د نورو توکو پر بیو او د ژوند پر لګښتونو هم اغېزه کوي.
د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت سرچینې: دعوت پوهنتون به خپلې چارې د پخوا په څېر مخ ته وړي
د طالبانو حکومت په لوړو زدکړو وزارت کې سرچېنو بي بي سي ته ویلي، چې دعوت پوهنتون به خپلې "چارې د پخوا په څېر مخ ته وړي." دا سرچینې وايي دغه وزارت دعوت پوهنتون لپاره "لنډ مهالې رهبري" معرفي کړې چې چارې مخ ته یوسي او په دې موده کې به د طالبانو حکومت عدلیې وزارت او دعوت پوهنتون خپله دعوه مخ ته وړي. د یادونې ده چې دعوت پوهنتون تېره ورځ په یوه علامیه کې ویلي وو، چې د طالبانو حکومت لخوا ورته د نوي رهبري پلاوي د ټاکل کېدو له کبله یې خپلې علمي، تدریسي او اداري چارې یې ځنډولې دي.
اسيايي لوبې؛ د افغان ابدالیانو کرېکټ لوبډله جاپان ته ولاړه
د افغانستان کرېکټ ابداليانو یا الف لوبډله د اسيايي سياليو په شلم پړاو کې د ګډون لپاره جاپان ته روانه شوې ده. اسيايي سيالۍ د جاپان په ناګویا ښار کې پیل شوې چې د راتلوونکې اوکټوبر مياشتې تر څلورمې نېټې به دوام وکړي.
ټرمپ: د مصنوعي ځیرکتیا ځواک جوړوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "مصنوعي ځیرکتیا پوځ " جوړولو خبر ورکړی دی. ښاغلي ټرمپ په ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل " کې مصنوعي ځیرکتیا "صنعتي انقلاب " بللی او اغېز یې د انټرنېټ د عامېدو له دورې سره پرتله کړی دی.
سعودي عربستان پر ریاض د حوثیانو توغندیز برید تائید کړ
سعودي عربستان تائید کړې چې د یمن حوثي وسله والو ځواکونو هڅه کړې د یوه بالستیک توغندي په وسیله د دغه هېواد پلازمېنه ریاض په نښه کړي. دا پر ریاض لومړنی برید بلل کېږي چې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او جګړو له زیاتېدو وروسته کېږي.
بلوچستان کې ۶۰ کلن سړي درې کلنې نجلۍ سره نکاح کړې
د بلوچستان چمن ښار کې هغه کس نیول شوی چې ویل کېږی، خپله درې کلنه لور یې له یوه ۶۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې ده.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي
افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان بل واده وکړ
برېتانوۍ فلم جوړوونکې او د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان تېره اوونۍ له یوه ایرلنډي الاصله اسټرالیاوي میلیونر کامرون اوریلي سره واده وکړ. هغې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۲ پر ټولنیزو رسنیو د خپل واده عکسونه خپاره کړي او له خپلې کورنۍ او دوستانو یې مننه کړې ده.
د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟
القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر امریکا د شویو بریدونو ۲۵ کلنۍ په مناسبت یوه ۵۲ دقیقې او ۳۶ ثانیې اوږده مستند ډوله ویډیو خپره کړې
افغانستان ته د ترکي او قطري پلاوو سفر؛ د کابل او اسلام اباد د خبرو لړۍ بېرته پیلېږي؟
د ترکیې او قطر لوړ پوړي پلاوي په ناڅاپي سفر د سې شنبې په ورځ کابل او "کندهار" ته ولاړل او د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































