'پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي'؛ ذبیح الله مجاهد: 'مناسب ځواب' به ورکړل شي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د پاکستان هوايي ځواکونو د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو بمبارۍ کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي. دغه چارواکي وايي، دغه بمبارۍ نن دوشنبه (سپتمبر ۲۱مه) له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي، درې نیمې بجې د کونړ نورګل ولسوالۍ او د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر مېشت ځایونو شوې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې د دې برید غندنې ترڅنګ لیکلي، چې د دې بمبارۍ له کبله په کونړ کې د یوې مېرمن په ګډون درې کسان وژل شوي، چې د نوموړي په وینا ټول ملکي خلک دي.
مجاهد دغه راز وايي، د برید له کبله دوه مېرمنې او دوه نارینه ټپیان شوي دي، چې په خبره یې ټول ''عام ځايي اوسېدونکي'' دي.
مجاهد زیاتوي، په پکتیکا کې پر یوه کور او دوکان بمباري شوې، چې د ده په وینا ځاني تلفات نه لري. د طالبانو حکومت د ویاند په اېکس پیغام کې ویل شوي:
''موږ دا تجاوز او ظلم غندو او د جنایتونو تکرار یې بولو. پاکستانۍ نظامي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په منظور یوځل بیا په داسې جنایت لاس پورې کړ، چې افغانان به یې مناسب ځواب ورکړي ان شاءالله تعالی.''
په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، دغه بمبارۍ له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي په پټن کلي کې د ملکي وګړي نور احمد پر کور شوې ده، چې له کبله یې مرګژوبله اوښتې ده.
په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې د سیمې ځینو اوسېدونکو بي بي سي ته استولي، ځايي خلک لیدل کېږي، چې په ظاهره د بمبار شوي کور په کنډوالو کې ګرځي.
پاکستان له لوري تر اوسه په رسمي توګه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
دغه پېښې د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ له پیل وروسته له نژدې درې میاشتو نسبي ارامي وروسته رامنځته شوې دي.
پاکستان تر دې مخکې هم د کابل، پکتیکا، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت هم وخت ناوخت د کوچنیو چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سوله ییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.


















