د طالبانو حکومت کابل کې د چهل‌ستون غره د ښویېدنې له امله د سلګونو کورونو د احتمالي تخلیې خبر ورکړ

د ویډیو تشریح، د چهلستون د غره ښویېدو خطر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د کابل ښار د اومې ناحیې په چهل‌ستون غره کې د غره د یوې برخې له ښویېدنې وروسته، یو شمېر استوګنیز کورونه له خطر سره مخ شوي دي. ټاکل شوې چې په زیان‌منو سیمو کې مېشتې کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد بي‌بي‌سي ته ویلي د هغو کورونو د تخلیې بهیر به ډېر ژر پیل شي چې له خطر سره مخ دي او کورنۍ به تر هغه وخته چې خطر له منځه تللی نه وي، خوندي سیمو ته انتقالېږي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند پرون د سیمې له لیدنې وروسته په یوه ویډیو کې ویلي چې د چهل‌ستون منار ته نژدې درزونه رامنځته شوي دي او احتمالي بارانونه ښايي د غره د لا ډېرې ښویېدنې خطر زیات کړي. نوموړي د چهل‌ستون منار د وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د دې غره په لمنو او شاوخوا کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، وروسته له هغې چې د سیمې د اوسېدونکو اندېښنې زیاتې شوې، د دې ادارې تخنیکي ټیمونه سیمې ته ورغلي دي. په کابل کې د دغې ادارې د وقایې او خطرونو د کمولو مشر اختر محمد ویلي چې د غره په لمنو کې غیرتخنیکي کیندنو او استخراج د غره ثبات کمزوری کړی او د ښویېدنې زمینه یې برابره کړې ده.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د کورونو د جوړولو او نورو شخصي اړتیاوو لپاره د اړتیا وړ ډبرو د برابرولو په موخه له غره د ډبرو رایستل پیل کړی و، چې د دوی په وینا، په پای کې یې اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی.

چهلستون

د عکس سرچینه، AfghanistanNDMA

د اومې ناحیې چهل‌ستون سیمه د کابل ښار له پخوانیو سیمو ده او د غرونو د یوې لړۍ په لمنه کې موقعیت لري. په ځینو برخو کې یې استوګنیز کورونه پاس په پاس او کله کله له تخنیکي معیارونو پرته جوړ شوي دي.

له دې مخکې هم په تېرو کلونو کې د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې د غیرپلاني ودانیو د جوړولو او د طبیعي سرچینو د ناقانونه استخراج له خطرونو په وار وار اندېښنې څرګندې شوې دي.

افغانستان د خپل غرني موقعیت، د ښاري نفوس د چټکې ودې او د خوندیتوب د زیربناوو د کمښت له امله د طبیعي پېښو پر وړاندې له زیان‌منو هېوادونو ګڼل کېږي.

د ځمکې ښویېدنې، موسمي سېلابونه او د غرونو د لمنو نړېدل هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو لامل کېږي. په کابل کې هم په تېرو کلونو کې په خطرناکو او غرنیو سیمو کې د ودانیو د پراختیا په اړه څو ځله اندېښنې مطرح شوې دي.

خو د طالبانو چارواکي وايي چې د چهل‌ستون په سیمه کې د غره د ښویېدنې تخنیکي ارزونې لا هم دوام لري او که خطر زیات شي، د سیمې د اوسېدونکو د ساتنې لپاره به نور اقدامات هم ترسره شي.