ټرمپ: د مصنوعي ځیرکتیا ځواک جوړوم

ترامپ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د "مصنوعي ځیرکتیا پوځ " د جوړولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان د دغې ټېکنالوژۍ د ناوړه احتمالي پایلو په اړه د خبرداری ورکوي.

ښاغلي ټرمپ پر ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل " خپاره کړي بیان کې مصنوعي ځیرکتیا "صنعتي انقلاب " بللی او اغېزه یې د انټرنېټ د عامېدو له دورې سره پرتله کړی دی.

هغه لیکلي: "زه د مصنوعي ځیرکتیا ځواک (AI Force) جوړوم؛ بالکل هماغسې لکه څنګه چې مې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال فضايي ځواک (Space Force) جوړ کړ، چې پام وړ لاسته راوړنې یې لرلې."

ښاغلي ټرمپ اټکل کړی، د مصنوعي ځیرکتیا صنعت دومره ظرفیت لري، چې د امریکا د ناخالص کورني تولید تر ۲۵ سلنې پورې برخه جوړولی شي.‌

نوموړي زیاته کړې ډېر ژر به د دغه ځواک جګپوړی مسؤل معرفي کړي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې هېواد یې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې له "چین او د نړۍ له نورو برخو" مخکې دی او هڅه کوي، چې دا برلاسی وساتي.

ښاغلي ټرمپ په تېرو څو ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د فعالو شرکتونو هغو اندېښنو ته په غبرګون کې، چې د دې ټېکنالوژۍ د چټکې ودې په اړه یې څرګندې کړې، ویلي چې په هېڅ ډول به د دغه "فوق‌العاده صنعت " د ودې مخه ونه نیسي، بلکې مرسته به ورسره وکړي.

چین او امریکا چې د نړۍ دوه ستر اقتصادونه دي، پرمختللو ټېکنالوژیو کې د برلاسۍ هڅې کوي.

تمه کېږي، چې دا موضوع به د ډونلډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ د راتلونکې اوونۍ په لیدنه کې هم مطرح شي.

په همدې حال کې ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې حکومت به یې له موجودو جزايي او مدني قضایي سیستمونو څخه د هغو هر ډول ناوړه عناصرو پر وړاندې د اقدام لپاره کار واخلي، چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

هغه خپلې پخوانۍ څرګندونې هم تکرار کړې او د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه نیوکې او اندېښنې یې تېر ایستونکې وبللې.

اوسنیو او پخوانیو څېړونکو اشاره کړې، چې ښايي دا ټېکنالوژي بشریت له خطر سره مخامخ کړي.

په "انتروپیک " شرکت کې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب یوه جګپوړي څېړونکي په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې که د دې ټېکنالوژۍ وده په اوسني سرعت دوام ومومي، نو دی له ۱۰ سلنې د زیات احتمال اټکل کوي، چې ښايي مصنوعي ځیرکتیا په راتلونکې یوه لسیزه کې د ټولو انسانانو د له منځه تللو لامل شي.

دا خبرداری د خطر زنګ دی.

موبایل

د عکس سرچینه، Getty Images

د مصنوعي ځیرکتیا لوی شرکتونه د لا غوره سیستمونو د جوړولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي.

په دې کې د هغه څه رامنځته کول هم شامل دي، چې دوی یې "سوپر انټېلېجنس" یا فوق‌العاده ځیرکتیا بولي. دا یوه نظري ټېکنالوژي ده، چې له انسانانو څخه به لا هوښیار وي.

د اوپن‌اې‌آی، انترپیک او ګوګل په څېر د مصنوعي ځیرکتیا سترو ټېکنالوژیکي شرکتونو چې د چټ‌جي‌پي‌ټي، کلاډ او جېمینای جوړونکي دي، د امنیتي سرغړونو یا د پېښو داسې موارد افشا کړي، چې په هغو کې د دوی له چټ‌باټونو څخه د "ناوړه فعالیتونو" لپاره کار اخیستل شوی دی.

د انترپیک مشر داریو آمودي، په دې وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا د سرعت د کمولو او د دې ټېکنالوژۍ د خطرونو د مهارولو لپاره د یوه درې‌ پړاویزه پلان د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

د اوپن‌اې‌آی مشر سم آلتمن او ایلان ماسک دواړو ویلي، چې دوی د هغه له سپارښتنو سره موافق دي.

دغو خبرداریو امریکايي قانون جوړوونکي دې ته هڅولي، چې د دې ټېکنالوژۍ لپاره د قوانینو وړاندیز وکړي. خو سم آلتمن روانه اوونۍ وویل، چې واشنګټن د دې نوې ټېکنالوژۍ د پرمختګ له بهیر سره د همغږۍ او د هغې د تنظیمولو لپاره د مقرراتو د څرنګوالي په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

هغه وویل، خلک باید د مصنوعي ځیرکتیا پر شرکتونو لا ډېر باور وکړي، چې دا ټېکنالوژي خوندي وساتل شي.

بریتانیا کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د پارلمان غړو د مصنوعي ځیرکتیا له امله د بشري حقونو پر وړاندې رامنځته کېدونکي خطرونه په ګوته کړي او استدلال یې کړی، چې د دې ټېکنالوژۍ د چټکې ودې د مدیریت لپاره موجود قوانین لازم اغېزمنتیا نه لري.

د بشري حقونو ګډې کمېټې یو راپور خپور کړی، چې په کې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د یوه نوي قانون د تصویب غوښتنه شوې، څو د دغو ګواښونو "کچه او جديت " وڅېړل شي.