د عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان بل واده وکړ

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/khanjemima
برېتانوۍ فلم جوړوونکې او د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان تېره اوونۍ له یوه ایرلنډي الاصله اسټرالیاوي میلیونر کامرون اوریلي سره واده وکړ.
هغې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۲ پر ټولنیزو رسنیو د خپل واده عکسونه خپاره کړي او له خپلې کورنۍ او دوستانو یې مننه کړې ده.
جمایما خان اوسمهال ۵۲ کلنه او کامرون اوریلي ۶۲ کلن دی او دواړه اولادونه هم لري.
په برېتانوي رسنیو کې د جمایما خان او د ښاغلي اوریلي د واده خبرونه روانه اوونۍ هغه مهال خپاره شول چې د جمایما ورېندارې د دغو مراسمو یو عکس پر خپل انسټاګرام خپور کړ.
د سپتمبر پر ۱۶ بیا جمایما خان پرخپل انسټاګرام د خپل واده ګڼ عکسونه خپاره کړل او خپلو مینهوالو ته یې د ښادۍ د دغه محفل یو لنډکۍ انځور وړاندې کړ.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/khanjemima
جمایما خان لیکلي، "هغو کسانو نه مننه چې دا ورځ یې زموږ دواړو لپاره ځانګړې او له خوښیو ډکه کړه".
دې ویلي چې د واده په مراسمو کې د هغې او د کامرون د اولادونو په ګډون د دوی د کورنیو غړو بېلابېل مسؤلیتونه پر غاړه لرل.
سلیمان خان او قاسم خان چې له جمایما د عمران خان زامن دي، خپله مور د واده تر محفله بدرګه کړه.
جمایما خان ویلي چې د کامرون اوریلي دوه لوڼې ساشا او تارا هم د ناوې د بدرګې په ډله کې وې، بنزۍ لور یې ټېرين وايټ د مراسمو مشري کوله او زامن یې ایلیټ او اسکر زوم یعني خپل پلار بدرګه کاوه.

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/khanjemima
هغې د مراسمو له تنظیموونکو، له سینګار ډلې او له ډوډۍ برابروونکو هم مننه کړې. همداراز یې دې ته د واده کالي برابروونکي د فېشن مشهور شرکت (اسکر ډي لارېنتا) هم ستایلی او کور وادني یې ورته ویلې ده.
د یادولو ده چې د جمایما خان او د کامرون اوریلي د کوژدې خبرونه د روان کال په سر کې خپاره شوي وو.
کامرون اوریلي څوک دی؟

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/khanjemima
۶۲ کلن کامرون اوریلي ایرلنډی الاصله اسټرالیایی پانګهوال او د (بایرډ کېپيټل) په نوم شرکت بنسټګر او مشر دی.
د دغه شرکت د وېبپاڼې له مخې، هغه د برېتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې کړې دي او د فلسفې، سیاست او اقتصاد په څانګو کې یې هم درس ویلی دی.
د (فاینېنشل ریویو) د یوه رپوټ له مخې، د کامرون پلار ټوني اوریلي د ایرلنډ له مخکښو سوداګرو او د رسنیزو مرکزونو له وتلو څښتنانو و. هغه د ایرلنډ د تر ټولو لویې رسنيزې ادارې (انډیپېنډېنټ نیوز اینډ ميډيا) څښتن هم و. وروسته یې په اسټرالیا کې د ورځپاڼو څلورمه لویه شبکه هم واخیسته چې له پلاره وروسته یې مشري همدغه مشر زوی کامرون ته ورپاتې شوه.
د فاینېنشل ریویو په دغه رپوټ کې همدراز راغلي چې په ۱۹۸۹ کې د کامرون اوریلي شتمني شاوخوا ۹۵ میلیون امریکايي ډالره اټکل شوې وه.



















