روسیه وايي، د اوکراین په 'ستر' ډرون برید کې د مسکو په سیمه کې دوه کسان وژل شوي دي
د روسیې پلازمېنې مسکو پر شاوخوا سیمه د اوکرایین د تېرې شپې پراخو ډرون بریدونو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د مسکو سیمې والي اندرې ووروبیوف وايي، د شپې په اوږدو کې د اوکرایین په یوه "ستر او بې ساري" ډرون برید کې ۲۴۹ ډرونونه توغول شوي دي. د هغه په وینا، په یو شمېر استوګنیزو کورونو کې اور لګېدلی او یو سیمه ییز زېرمتون هم سوځېدلی دی. په مسکو ښار کې د تېلو یوه چاڼخونه زیانمنه شوې او په دوو هوايي ډګرونو کې لنډمهالي محدودیتونه لګېدلي وو.
بل لور، یوه اوکراییني چارواکي ویلي، د شنبې په ورځ د روسیې په بریدونو کې د پلازمېنې کیېف او سومي په سیمو کې اته کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
روسیې او اوکرایین په دې وروستیو کې پر یو بل بریدونه زیات کړي او د انرژۍ د تولید مرکزونه، ترانسپورټي تاسیسات او مهم لوژستیکي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
ووروبیوف پر ټیلیګرام پاڼه لیکلي چې په سوفیینو سیمه کې یوه ۴۴ کلنه ښځه هغه مهال ووژل شوه چې ډرون پر یوه درې پوړیز استوګنیز ودانۍ ولګېد. د هغه په وینا، پنځه نور کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د اورېخوو-زویوو سیمه کې هم یو سپین ږیری سړی هغه مهال مړ شو چې ډرون یې پر شخصي کور ولګېد.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ګواکې د مسکو سیمې په اسمان کې چاودنې او د یوه سوځېدونکي زېرمتون صحنې ښيي، خو بي بي سي دا ویډیوګانې نه دي تائید کړې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، یو ډرون د ښار د یوه لوی بولوارډ ترڅنګ پر ودانۍ لګېدلی او د تېلو د چاڼ یو کارځای یې زیانمن کړی دی.
هغه وايي، د مسکو پر لور روان ۴۵۰ ډرونونه په دې "بې ساري برید" کې نسکور شوي دي.
د مسکو ستر هوايي ډګر، شیرمیتییفو، مسافرو ته د لنډمهالو محدودیتونو خبر ورکړی و، او په ونوکوفو هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوې وې. دا محدودیتونه د یکشنبې تر سهاره لېرې شول، خو دواړو هوايي ډګرونو خبرداری ورکړی چې ځینې الوتنې لا هم له ځنډ سره مخ کېدای شي.
په اوکرایین کې د کیېف سیمې مشر تیمور تکاچینکو وايي، د فاستیف ښار پر ضد د روسیې په برید کې یوه مور او د هغې دوه واړه ماشومان، یو هلک او یوه نجلۍ، وژل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې ګڼ شخصي کورونه هم زیانمن شوي دي.
هغه وروسته وویل چې د کیېف شمال ته په ویشهورود سیمه کې د بل برید یو ټپي ماشوم هم په روغتون کې مړ شوی دی.
د اوکرایین په شمال ختیځ سومي سیمه کې، د سیمه ییز چارواکي اولېه هریهوروف په وینا، څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې روسي ډرون پر هغه موټر ولګېد چې دوی پکې سفر کاوه.
د یادونې وړ ده چې دواړو هېوادونو په تېره اوونۍ کې هم د انرژۍ پر بنسټونو بریدونو ته دوام ورکړی، سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ادعا کړې وه چې دواړو خواوو د دغو تاسیساتو پر نه په نښه کولو موافقه کړې ده.
روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې پر اوکرایین بشپړ یرغل پیل کړی و.

















