افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي

ناچاوده توکي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ببرک احساس
    • دنده, بي بي سي -کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دغو تړونونو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سلګونه زره متره مربع ځمکه له ماینونو او چاودېدونکو توکو پاکه شي او زرګونو کسانو ته هم د دغو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

دا هوکړې داسې مهال لاسلیکېږي چې ملګري ملتونه وايي، افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له پلوه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو دی او ماشومان د دغو توکو د قربانیانو لویه برخه جوړوي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، دغه دوه تړونونه د ډنمارک کډوالو شورا یا(DRC) د ماین پاکولو له پروګرام سره د ټولټال څلور میلیونه، ۱۳۱ زره او ۷۴۱ ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.

دغه تړونونه په کابل کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د مشر ملا نورالدین ترابي او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماین پاکولو پروګرام مشر لاسلیک کړي دي.

د لومړي تړون له مخې، څه باندې دوه میلیونه او ۲۷۱ زره ډالر به په پلازمېنه کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ماین پاکولو چارو ته ځانګړي شي.

په دې پروژه کې به ۲۰ سیمې، چې ټولټال شاوخوا ۶۴۹ زره متره مربع ځمکه کېږي، چې په لاسي جوړو ماینونو او د جګړې په پاتې شویو چاودېدونکو توکو ککړه ده، وپلټل او پاکې شي.

همداراز به څه باندې ۳۱۶ زره کسانو ته په مستقیم ډول او شاوخوا ۹۰ زره نورو ته په نا‌مستقیم ډول د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

د دویم تړون له مخې، شاوخوا یو میلیون او ۸۶۰ زره ډالر به په کابل، کندهار، نیمروز او ننګرهار کې د ماین پاکولو او د چاودېدونکو توکو د خطرونو د کمولو چارو ته ځانګړي شي.

سړی پروت دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې پروژې په ترڅ کې به شاوخوا ۸۸۵ زره متره مربع ځمکه وپلټل او پاکه شي.

همداراز ټاکل شوې چې له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲۳۳ زره راستنو شویو کډوالو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د ماینونو ځینو قربانیانو ته به نغدي مرستې، رواني ملاتړ او د ټولنیزې همغږۍ په برخه کې هم مرسته وشي.

افغانستان له ناچاودو توکو ډک، د نړۍ درېیم هېواد

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو د قربانیانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، هغه ځمکني ماینونه او نور چاودېدونکي توکي چې د څو لسیزو جګړو پر مهال په افغانستان کې پاتې شوي، تېر کال یې لږ تر لږه ۹۲ کسان وژلي او ۳۷۹ نور یې ټپیان کړي دي. له دې پېښو څه باندې دوه پر درېیمه قربانیان ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم وايي، په افغانستان کې میلیونونه کسان هره ورځ د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.

د دغه سازمان په وینا، د افغانستان شاوخوا دوه پر درېیمه برخه خاوره په یوه ډول له چاودېدونکو توکو سره ککړه ده او هره میاشت له ۵۰ ډېر ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، د دغو توکو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي.

د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو ادارې د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې له ۴۵ زرو ډېر افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، د افغانستان پراخه ځمکه له ځمکنیو ماینونو او د جګړې له پاتې شویو چاودېدونکو توکو سره ککړه ده، چې د بیارغونې او په هېواد کې د ثبات د ټینګولو هڅې له جدي ستونزو سره مخ کوي.

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته شل کلنې جګړې هم په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو کړاو پراخ کړ. د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د جګړې په لومړیو کلونو کې له کلسټر بمونو کار واخیست چې یو شمېر یې ناچاودي پاتې شول، او هغه مهال طالبانو او نورو وسله والو ډلو هم د جګړې پر مهال له لاسي جوړو ماینونو او چاودېدونکو توکو کار اخیسته چې د ولسي خلکو پر وړاندې یې د ناچاوده توکو توکو د زیاتېدو خطر نور هم ډېر کړ.