د ګرینلنډ پر سر د ټرمپ له ګواښونو وروسته امریکا او ډنمارک موافقې ته ورسېدل

ګرینلنډ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

امریکا او ډنمارک د ګرینلنډ د امنیت په هکله یوه موافقه اعلان کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له څرګندونو وروسته رامنځته شوی ډیپلوماتیک کړکېچ پای ته رسوي. نوموړي ګواښ کړی و، چې که اړتیا وي، دغه سیمه به په زور تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ټرمپ وايي، دا موافقه به امریکا ته په نیمه خپلواکه سیمه ګرینلنډ کې د ''امنیت او نورو ټولو اړینو چارو دایمي کنټرول'' په لاس ورکړي.

خو د ډنمارک او ګرینلنډ مشرانو چې په سیمه کې یې د ''امنیت د ټینګښت'' هرکلی کړی، د تړون دقیق جزئیات نه دي خپاره کړي او په وینا یې تمه کېږي، چې دغه موافقه به راتلونکې اوونۍ لاسلیک شي.

دغه اعلان د سیمې ستراتیژیک موقعیت او دفاعي هدفونو له کبله تر میاشتو پورې د ټرمپ له هغو ګواښونو وروسته مخې ته راځي، چې ویل یې ګرینلنډ به ''ونیسي.''

د موافقې متن لا تر اوسه نه دی خپور شوی، خو ټرمپ په خپله ټروت سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه هوکړه به د ''امریکا لپاره هېڅ مالي لګښت ونه لري'' او واشنګټن ته به ''دا توان ورکړي چې د ګرینلنډ د امنیت د خوندي کولو او دفاع لپاره هر اړین اقدام وکړي.''

هغه زیاته کړې چې د تړون له مخې به د امریکا هېڅ سیال هېواد ونه شي کولای په ګرینلنډ کې پوځي شتون ولري ی''یا د امریکا له لیکلې اجازې پرته هلته له حساسو پانګونو سره مخته لاړ شي.''

د ډنمارک لومړۍ وزیره مېټې فریډریکسن وايي، دا ''خوشحاله ده چې د درې واړو لوریو لپاره د یوې ښې موافقې د رامنځته کېدو هیله شته'' او تمه کېږي چې دغه تړون به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې لاسلیک شي.

فریډریکسن او د ګرینلنډ لومړي وزیر ینېس فریډریک نیلسن په ګډه اعلامیه کې وايي، چې دا موافقه به ''په ارکټیک او شمالي اتلانټیک سیمه کې زموږ ګډ امنیت پیاوړی کړي او په ورته مهال به د ډنمارک د شاهي قلمرو حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ګرینلنډ د خلکو د برخلیک ټاکلو حق هم په رسمیت وپېژني.''

په اعلامیه کې ویل شوي چې له لاسلیک وروسته به د تړون د عملي کېدو لپاره اړین پارلماني بهیر هم بشپړ شي.

د ګرینلنډ لومړی وزیر وايي، ''موږ خوښ یو چې د داسې یوه تړون لاسلیک ته نږدې شوي یو چې د ګرینلنډ، ډنمارک، امریکا او د لوېدیځو متحدینو امنیت خوندي او لا پیاوړی کوي."

هغه زیاته کړه: ''دغه تړون د ګرینلنډ ګټې او په نړیواله همکارۍ کې زموږ ځای په رسمیت پېژني، او دا د ټولو لپاره ګټور دی.''

ټرمپ له څو میاشتو راهیسې هڅه کوله چې د معدني زېرمو لرونکی او نیمه خپلواک ګرینلنډ وپېري یا یې له امریکا سره یوځای کړي. هغه استدلال کاوه چې دغه سیمه د روسیې او چین په ګډون د امریکا د سیالانو له لوري زیانمېدای شي. ټرمپ ان د پوځي اقدام ګواښ هم کړی و، چې د ډنمارک او د ناټو د نورو غړو هېوادونو له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دغه تړون ''تاریخي'' وباله او په خبره یې دا د امریکا او امریکايي ولس لپاره یوه ستره بریا ده.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل: ''دغه موافقه په ګرینلنډ کې زموږ د ملي امنیت اندېښنې په دایمي او بشپړ ډول حل کوي.''

د موافقې بشپړ متن لا تر اوسه نه دی خپور شوی. بي بي سي د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په امریکا کې د ډنمارک له سفارت او سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، که څه هم دقیق جزئیات نه دي وړاندې کړي، خو د تړون ځینې مهم ټکي یې بیان کړي دي.

د دغې موافقې له مادو یوه دا ده چې که ګرینلنډ په راتلونکي کې یو خپلواک هېواد هم شي، دغه تړون به هغه مهال هم نافذ پاتې شي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، د تړون له مخې به امریکا واک ولري چې په یواړخیز ډول نور پوځي تاسیسات جوړ کړي او د دې لپاره به د ګرینلنډ یا ډنمارک اجازې ته اړتیا نه وي. د هغه په وینا، تړون امریکا ته د ''دایمي لاسرسي، پوځي اډو جوړولو او الوتنو'' حقونه ورکوي.

دغه راز به د موافقې له مخې د ناټو له غړیتوبه بهر هېوادونه ونه شي کولای په ګرینلنډ کې پوځي اډې جوړې کړي، او د امریکا سیال هېوادونه به له هغو پانګونو منع شي چې د امریکا امنیت ته ګواښ پېښولی شي.

چارواکي زیاته کړې چې د اوسني وضعیت له مخې ځینو سیالو هېوادونو دا فرصت درلود چې د پانګونې له ځانګړې څېړنې او ارزونې پرته د ګرینلنډ په حساسو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

هغه په ځانګړي ډول روسیه او چین یاد کړل او په خبره یې نوی تړون به د دوی د پوځیانو د ځای پر ځای کولو او یا هم په حساسو سکټورونو کې د پانګونې مخه ونیسي.

د تړون د رسمي متن له خپرېدو پرته لا دا روښانه نه ده چې دا نوی توافق به د ۱۹۵۱ کال له هغه تړون سره څومره توپیر ولري چې د ډنمارک او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و او له مخې یې واشنګټن کولای شي هر څومره پوځیان چې وغواړي ګرینلنډ ته واستوي.

اوسمهال امریکا د ګرینلنډ په شمال لوېدیځې برخې ''پیټوفیک'' پوځي اډه کې له سلو ډېر پوځي پرسونل په دایمي توګه ځای پر ځای کړي دي.

ډونلډ ټرمپ وايي ګرینلنډ د هغه د زرین ګونبد یا 'ګولډن ډوم' دفاعي سیسټم د جوړولو لپاره خورا مهم دی. دا یو داسې دفاعي پروګرام بلل کېږي چې موخه یې د روسیې او چین د احتمالي توغندیزو بریدونو پر وړاندې د امریکا خوندي کول دي. ټرمپ دغه راز وايي، اروپايي متحدین کولای شي په دې پروژه کې له امریکا سره همکاري وکړي.

ګرینلنډ د کمیابه ځمکنیو منرالونو سترې او تر ډېره نه کارېدلې زېرمې لري. دغه منرالونه د عصري ټکنالوژۍ لپاره مهم دي او د موبایل ټیلیفونونو، برېښنايي موټرو او ګڼو نورو پرمختللو صنعتي وسایلو په تولید کې کارول کېږي.