بلوچستان کې ۶۰ کلن سړي درې کلنې نجلۍ سره نکاح کړې

د درې کلنې نجلۍ پلار او د پولیسو چارواکي ادعا کوي چې د همدې قضیې له امله د دغې نجلۍ ۱۵ کلنه واده شوې مشره خور مخکې وژل شوې ده. (تمثیلي انځور)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د درې کلنې نجلۍ پلار او د پولیسو چارواکي ادعا کوي چې د همدې قضیې له امله د دغې نجلۍ ۱۵ کلنه واده شوې مشره خور مخکې وژل شوې ده. (تمثیلي انځور)
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي، اردو، کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

خبرداری: په دې لیکنه کې داسې معلومات شامل دي چې ښايي د ځینو لوستونکو لپاره خواشینوونکي وي.

د بلوچستان چمن ښار کې هغه کس نیول شوی چې ویل کېږی، خپله درې کلنه لور یې له یوه ۶۰ کلن سړي ته په نکاح ورکړې ده.

د چمن پولیس ادعا کوي چې نیول شوي کس عبدالباقي خپله درې کلنه لور د ۲۵ لکو روپیو 'ولور' په بدل کې د صلاح الدین په نوم له یوه ۶۰ کلن سړي سره نکاح کړې وه.

ولور چې په بلوڅي ژبه کې ورته ''لب'' هم ویل کېږي، په ځینو سیمو کې یو پخوانی دود دی، چې له مخې یې د نجلۍ کورنۍ د واده په بدل کې د هلک له کورنۍ څخه پیسې اخلي.

وروسته له هغه چې له ۶۰ کلن سړي سره د درې کلنې نجلۍ د نکاح خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور او ډېر لاس په لاس شو، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي چارواکو ته د اقدام کولو لارښوونه وکړه.

د چارواکو په وینا، کله چې د دې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې، معلومه شوه چې د دغې درې کلنې نجلۍ مشره خور شکریه بي بي، چې د تورن ۶۰ کلن صلاح الدین نږور وه، د سپتمبر په اوومه نېټه د همدې قضیې له امله په ظاهري ډول وژل شوې ده. د شکریه بي بي د وژنې په تور د هغې مېړه نیول شوی دی.

د چمن مرستیال کمشنر حبیب بنګلزی وايي، د نکاح د دې قضیې لومړنی رپوټ (ایف ای ار) به د درې کلنې نجلۍ د خور د وژنې د دوسیې د ضمني برخې په توګه ثبت شي، ځکه چې دواړه قضیې یو له بل سره تړاو لري.

د چمن پولیسو یوه افسر (اېس ډي پي او) عبدالجبار خان بي بي سي ته وویل د نجلۍ پلار په چمن ښار کې نیول شوی، خو د ۶۰ کلن صلاح الدین د نیولو لپاره هڅې لا هم روانې دي.

عبدالجبار خان وايي، دوه کاله مخکې د درې کلنې نجلۍ پلار عبدالباقي خپله ۱۵ کلنه لور شکریه بي بي د ۱۵ لکو روپیو ولور په بدل کې د صلاح الدین په نوم د تورن کس له زوی کامران سره واده کړې وه.

د هغه په وینا، څو میاشتې مخکې عبدالباقي د ولور په بدل کې خپله درې کلنه لور هم د صلاح الدین له کورنۍ سره په نکاح کړې وه، خو وروسته د صلاح الدین له لوري غوښتنه وشوه چې د درې کلنې نجلۍ پر ځای دې خپله اته کلنه لور ور رخصت کړي.

هغه ادعا وکړه چې د همدې موضوع پر سر د دواړو کورنیو ترمنځ شخړه رامنځته شوه، چې له امله یې شکریه بي بي (د صلاح الدین ناوې او د عبدالباقي مشره لور) ووژل شوه.

د چمن د مرستیال کمیشنر حبیب بنګلزۍ د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د درې کلنې نجلۍ د نکاح دا قضیه په کچلاک سیمه کې د ۱۵ کلنې نجلۍ (شکریه بي بي) د قتل له پېښې سره تړاو لري.

د شکریه بي بي د وژنې قضیه د نیو کچلاک پولیس مرکز افسر (ایس ایچ او) جمیل الرحمان په شکایت ثبت شوې ده.

د پولیسو رپوټ له مخې دا وژنه د سپتمبر په اوومه نېټه شوې.

ایس ایچ او جمیل الرحمان په رپوټ کې لیکلي چې کله دی د یوې ښځې د مړینې راپور ترلاسه کولو وروسته د سپني سړک پر غاړه روغتیايي مرکز ته ورسېد، د شکریه بي بي مړی هلته و او یو کس چې هلته ولاړ و، ځان یې د شکریه بي بي مېړه کامران په نامه معرفي کړ.

په رپوټ کې راغلي چې د لومړنۍ طبي معاینې پر مهال د دغې مېرمنې پر بدن د سخت تاوتریخوالي ګڼې نښې لیدل شوې او د بدن په بېلابېلو برخو کې وینه ټینګه شوې وه.

د شکریه بي بي د وژنې په تور سملاسي د هغې مېړه کامران ونیول شو.

د حکومت لخوا د ثبت شوې ایف ای ار رپوټ له مخې، د نیول شوي کس له لومړنیو پوښتنو وروسته ادعا شوې چې نوموړي ویلي: ''هغې به له دروازې بهر کتل او پر سړک تېرېدونکيو خلکو ته به یې کتل. ما هغه څو ځله منع کړې وه، خو هغې دا کار نه پرېښود.''

د ایف ای ار له مخې، تورن زیاته کړې چې: ''د پېښې په ورځ زه په کور کې وم او شکریه بي بي بیا بیا له دروازې بهر کتل. زه غوسه شوم او د ماښام شاوخوا پنځه نیمې بجې مې د اوسپنیزو سیخونو په وسیله ووهله، چې له امله یې ووژل شوه. وروسته مې د هغې کالي بدل کړل او مړی مې روغتون ته ولېږداوه.''

سمبولیک تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سمبولیک تصویر

د شکریه بي بي تر وژل کېدو وروسته نه یوازې دا خبره رابرسېره شوه چې د هغې د درې کلنې خور واده هم له خپل ۶۰ کلن خسر سره ټاکل شوی و، بلکې په دې اړه د هغې د پلار عبدالباقي یوه ویډیويي مرکه هم په ټولنیزو رسنیو کې پراخه خپره شوه.

د بلوچستان د عامه اړیکو ریاست له لوري هم د دغو نجونو د پلار، عبدالباقي، یوه ویډیويي وینا په رسمي ډول خپره شوې ده.

عبدالباقي په دې ویډیو کې ادعا کوي چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې د شکریه بي بي نکاح د صلاح الدین له زوی سره د ۱۵ لکو روپیو ولور په بدل کې کړې وه.

هغه وايي چې دا کار یې د بېوزلۍ او مجبورۍ له امله کړی و، ځکه غوښتل یې د ځان لپاره یو کور واخلي.

عبدالباقي ادعا کوي چې د شکریه بي بي له واده څلور یا پنځه میاشتې وروسته، چې د لور کور ته ورغی، نو پوه شو چې هغې سره تاوتریخوالی کېږي او بد چلند ورسره روان دی.

د هغه په وینا، وژل شوې لور یې شکریه بي بي ورته ویلي وو چې د هغې د خسر کورنۍ د بلې خور د واده غوښتنه هم کوي، او ګواښ یې کړی و چې که دویمه لور ورنه کړل شي، نو شکریه به ووژل شي.

عبدالباقي زیاتوي چې د شکریه بي بي د ژغورلو په موخه یې د هغې خسر ته د خپلې درې کلنې لور د واده ژمنه ورکړه، او د نکاح لپاره یې له کچلاک څخه یو ملا هم رابلل شوی و.

د هغه د ادعا له مخې، وروسته ورته وویل شول چې درې کلنه نجلۍ ډېره کوچنۍ ده، نو پر ځای یې باید د هغه بله اته کلنه لور په نکاح ورکړل شي.

عبدالباقي تور لګوي چې کله دا لانجه اوږده شوه او اختلافات زیات شول، نو تورنو کسانو د هغه لور شکریه بي بي ووژله.

د بلوچستان د اعلی وزیر د رسنیو سلاکار شاهد رند په دې هکله وايي، له سپین ږیري سړي سره د کم عمره نجلۍ د نکاح قضیه د میر سرفراز بګټي له خوا جدي نیول شوې او د اصلي تورن د نیولو لپاره ټول اړین اقدامات روان دي.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې ښکېل هیڅ یو کس به له قانونه پورته ونه ګڼل شي او د قضیې په ټولو اړخونو هر اړخیزې پلټنې دوام لري.

ایا ولور (لب) په بلوچستان کې لویه ستونزه ده؟

د 'عورت فاونډېشن' بنسټ بلوچستان دایمي مشر علاءالدین خلجي بي بي سي اردو څانګې ته وویل، د شکریه بي بي او د هغې د کورنۍ قضیه په ښکاره ډول له ولور (لب) له دود سره تړاو لري، او دا دود لا هم په بلوڅه ټولنه کې یوه جدي ټولنیزه ستونزه ګڼل کېږي.

د هغه په وینا، اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د خلکو ژوند لا پسې سخت کړی او همدغه وضعیت ځینې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د لوڼو د ودونو په بدل کې د ولور پیسې ترلاسه کړي.

علاءالدین خلجی وایي چې داسې پېښې هم لیدل شوي دي چې د واده له هوکړې وروسته د نجلۍ کورنۍ د ولور لوړه اندازه غوښتې وي، او کله چې د دغو پیسو ورکړه ځنډېدلې وي، د نجونو ودونه هم د اوږدې مودې لپاره ځنډېدلي دي.

د نوموړي په خبره، که څه هم دا زوړ او ناسم دود د پخوا پرتله لږ شوی، خو لا هم په ټولنه کې شته.

هغه زیاتوي چې په ښاري سیمو کې د ولور کچه راکمه شوې ده، خو له ښارونو بهر په هغو سیمو کې چې قبایلي دودونه او رواجونه لا هم پیاوړي دي، دا دود اوس هم په پراخه کچه عملي کېږي.

د علاءالدین خلجي په وینا، هغه پیسې چې د ولور په نوم اخیستل کېږي، ډېر وخت نجلۍ ته نه ورکول کېږي، بلکې د هغې د کورنۍ لخوا د خپلو اړتیاوو او لګښتونو لپاره کارول کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې ولور ګڼ شمېر ټولنیزې ستونزې زېږوي، چې پکې کورنی تاوتریخوالی، شخړې، د ښځو حقونو ته زیان، او ان کله ناکله وژنې هم شاملې دي. د هغه په وینا، ځینې وختونه دغه شخړې دومره جدي شي چې د قتل او جنايي پېښو بڼه غوره کوي.