سپاه پاسداران: که پر ایران برید وشي په داسې 'نویو وسلو' به ځواب ورکړو چې نړۍ به حیرانه کړي

ایران کې لګېدلی بنر

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی چې که امریکا پر ایران نوی برید وکړي، ایران به "نوې وسلې" وکاروي او د "جګړې جغرافیه به بدله کړي".

نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې که امریکا برید وکړي، دوی به په داسې نویو وسلو ځواب ورکړي چې نړۍ به "حیرانه" کړي.

د سپاه پاسداران ویاند زیاته کړې، چې ایران به دا ځل هغو سیمو ته هم بریدونه وغځوي چې تر اوسه هدف نه دي ګرځېدلې.

د هغه په وینا، ایران داسې وسلې تولید او د هغو وړتیاوې پیاوړې کړې، چې د جګړې په اوسني پړاو کې تر اوسه نه دي کارول شوې.

د سپاه ویاند دا د ایران "ستراتېژیکې وسلې" وبللې او په وینا یې "د اړتیا په وخت" کې به وکارول شي او "نړۍ به وویني چې څه پېښېږي."

هغه د جګړې د جغرافیايي بدلون په اړه وویل: "اوس جګړه سیمه‌ییزه شوې، خو د سیمې پراخوالي ته په کتو لا هم د دې جګړې د جغرافیایي پراختیا ځای شته دی."

حسین محبي دغه راز وویل، چې سپاه پاسداران ځان "اوږدمهالې جګړې" لپاره چمتو کړی دی.

د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند دا خبرداری تر هغه وروسته ورکړی، چې د ایران پوځ د 'خاتم الانبیا' مرکزي قرارګاه تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې امریکا د سیمې له ځینو هېوادونو د "شنه څراغ" په ترلاسه کولو سره غواړي، د ایران خلاف اقدامات له سره پیل کړي.

خاتم الانبیا قرارګاه په ایران کې تر ټولو لوړ پوځي بنسټ ګڼل کېږي او د جګړې پر مهال د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتو د پلان، همغږۍ او څارنې مسوولیت لري.

په اعلامیه کې راغلي، تهران داسې معلومات ترلاسه کړي چې امریکا او اسرائیل له څو سیمه‌ییزو هېوادونو سره په یوه اروپایي هېواد کې په ګډه غونډه کې ګډون کړی و.

خاتم الانبیا قرارګاه زیاته کړې: "د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، امریکا په یوه اروپایي هېواد کې د سیمې له ځینو هېوادونو سره په ګډه ناسته کې د شنه څراغ له ترلاسه کولو سره یو ځل بیا پرېکړه کړې چې د ایران پر ضد اقدامات له سره پیل کړي."

د ایران د مرکزي قرارګاه ویاند

د عکس سرچینه، IRIB

د عکس تشریح، خاتم الانبیا قرارګاه په ایران کې تر ټولو لوړ پوځي بنسټ ګڼل کېږي

د خاتم الانبیا قرارګاه په اعلامیه د دې غونډې نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د ایران تسنیم خبري اژانس، چې پوځي او امنیتي ادارو ته نږدې ګڼل کېږي، د دې اعلامیې له خپرېدو وروسته ولیکل چې په غالب احتمال موخه د امریکا، اسرائیلو او څو عربي هېوادونو د پوځي قوماندانانو په ګډون جرمني کې جوړه شوې "پټه غونډه" وي.

د دې غونډې خبر د سپټمبر ۱۵مه لومړی ځل اکسيوس وېبپاڼې خپور کړی و او ویلي یې وو چې دا غونډه یوه اوونۍ ورمخکې ترسره شوې وه.

اکسیوس د دوو اسرائیلي چارواکو له قوله، چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي لیکلي وو، د امریکا، اسرائیلو او څو عربي هېوادونو جګپوړي پوځي قوماندانان په جرمني کې راټول شوي وو، چې د ایران د جګړې او د منځني ختیځ د کړکېچونو په اړه خبرې وکړي.

د رپوټ له مخې دې ناسته کې د امریکا ترڅنګ د اسرائیل، سعودي عرب، متحدو عرب اماراتو، بحرین، کویت، قطر، اردن او مصر پوځي چارواکو برخه اخیستې وه او دا چې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) قوماندان براډ کوپر او د اسرائیلو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز ایال زمیر هم پکې شامل وو.

دا په داسې حال کې ده، چې راپورونه وایي قطر هڅه کوي د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو لپاره یوه لاره برابره کړي.

هممهاله د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم نن دوشنبه تهران ته رسېدلی او له خپل ایراني همپوړي سکندر مومني سره یې کتلي‌ دي.

تمه ده چې نوموړی به وروسته له نورو ایراني مشرانو سره هم وګوري.

خو تسنیم خبري اژانس لیکلي، چې د ښاغلي نقوي دغه سفر د ایران او امریکا ترمنځ له روانو مسایلو سره څه تړاو نه لري، بلکې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د ډېرېدو په تړاو پر خبرو متمرکز دی.

د یادونې ده چې نقوي تېرو میاشتو کې هم څو ځله تهران ته تللی، خو هغه سفرونه تر ډېره د پاکستان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د درېدو د مذاکراتو په اډانه کې وو.

د یادونې ده چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې پاتې دي.

هرمز تنګی

د عکس سرچینه، Gallo Images/Orbital Horizon/Copernicus Sentinel Data 2026

د عکس تشریح، هرمز تنګی

د شمالي سمندرګي برېنټ تېل، چې تېره اوونۍ یې بیه تر ۱۰۸ ډالرو رسېدلې وه، د دوشنبې سهار پر شاوخوا ۱۰۴ ډالره پلورل کېدل.

بلخوا د هرمز تنګي د څارونکو سرچینو په وینا، له دې مهمې سمندري لارې د تجارتي بېړیو تګ راتګ لا هم ټکنی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) او د امریکا حکومت په څو وروستیو ورځو کې پر دې لاره د تګ راتګ د زیاتوالي ادعا کړې.

د 'سټریټز' په نوم څارونکې ادارې د یکشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې یوازې ۸ سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي.

الجزیره شبکې هم د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې په حواله ویلي د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ کچه تر هغې "ډېره ټیټه" ده، چې امریکا اعلان کړې.