د بلوچستان په چمن سیمه کې پر مزدورانو د لاسي بم برید شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د بلوچستان په چمن سیمه کې د لاسي بم برید کې یو مزدور وژل شوی او بل ټپي شوی دی. دا د پښتنو مېشتې سیمې لپاره د خپل ډول لومړۍ پېښه بلل کېږي چې پکې وژل شوی مزدور د پاکستان د سند ایالت اوسېدونکی و.

په یوه بله پېښه کې، د بلوچستان له لسبیلې سیمې د پنجاب د یوه اوسېدونکي مړی موندل شوی دی. د پولیسو چارواکو په وینا، یاد کس په دغه سیمه کې قلفي پلورله.

پولیسو د دواړو پېښو قضیې ثبت کړې او پلټنې یې پیل شوې دي.

پر مزدورانو برید له چمن ښاره څو کیلومتره لېرې د زاړه چمن په سیمه کې ترسره شوی دی.

د چمن پولیسو افسر (ډي اېس پي) اشفاق مغل وايي، مزدوران ویده وو چې نامعلومو وسلوالو لاسي بم وروغورځاوه. د برید له امله یو مزدور ووژل شو او یوی بل ټپي شوی دی.

د پولیسو د دغه چارواکي په وینا، وژل شوی او ټپي شوی دواړه مزدوران د سند ایالت اوسېدونکي دي او په سیمه کې د لویې لارې د جوړولو په یوه پروژه کې یې کار کاوه.

ډېورنډ کرښې ته څېرمه دغه سیمه د بېلابېلو پښتني قبایلو د خلکو استوګنځای دی.

د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې پر هغو ځايي او غیرځايي مزدورانو بریدونه کېږي چې په رغنیزو پروژو کې کار کوي.

که څه هم په چمن کې وخت په وخت پر امنیتي ځواکونو بریدونه او د ناامنۍ نورې جدي پېښې رامنځته شوې دي، خو پر مزدورانو دا برید د خپل ډول لومړنۍ پېښه ګڼل کېږي.

تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په لسبیله کې د پنجاب اوسېدونکي سړي مړی وموندل شو

بل لور د پنجاب د لودھران ښار اوسېدونکي احمد شاه مړی له لسبیلې سیمې موندل شوی دی.

د سیمې یوه لوړپوړي پولیس چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې احمد شاه درې یا څلور میاشتې وړاندې دې سیمې ته راغلی و او د قلفۍ پلورلو کاروبار یې پیل کړی و.

نوموړی د جولای په ۳۱مه نېټه په موټرسایکل له لسبیلې ښاره شاوخوا سیمو ته د قلفۍ خرڅولو لپاره وتلی و، خو د شپې تر پایه بېرته راستون نه شو. له همدې امله پولیسو د هغه د تښتونې قضیه ثبت کړه.

خو پرون پولیسو یو مړی وموند چې وروسته یې د تښتول شوي احمد شاه په نوم پېژندنه وشوه.

د پولیسو په وینا، نوموړی د نامعلومو کسانو له خوا تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی او مړی یې غورځول شوی و. چارواکي وایي چې د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) په دې اړه نورې پلټنې روانې کړې دي.