تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: له افغان پوهنتونونو فارغان به د طب 'ملي ازموینه' کې د ګډون حق ونه لري
- Author, فرهاد محمدي
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د پاکستان طبي شورا او د غاښونو طب ادارې ویلي، هغه کسان چې افغانستان کې د طب پوهنځي او یا د غاښونو روغتیا په څانګو کې زده کړې کوي په "ملي ازموینه" کې د ګډون جوګه نه دي.
دا خبرتیا چې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۳۱مه خپره شوې په کې ټینګار شوی چې د افغانستان د طبي زده کړو بنسټونه د دغه هېواد د بهرنیو فارغو زده کوونکو د ارزونې کمېسون له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي. د دغه څه پر بنسټ هغو کسانو ته به د روغتیا په څانګو کې د کار جواز هم نه ورکول کېږي چې افغانستان کې یې زده کړې کړې وي.
خبرتیا کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې هېڅ ډول استثنا او ځانګړې لار دې برخه کې نشته او دا چې د معافیت کوم شرایط نه لري.
دا پرېکړه د هغو ټولو محصلانو لپاره ده چې دا مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې زده کړې کوې او یا خو یې د راتلونکي لپاره هلته د زده کړو تکل کړی وي.
دغه شورا د خپلې خبرتیا خپرولو موخه د زده کوونکو عامه پوهاوی بللی او دا چې "راتلونکي کې هغوی د کار او زده کړو په برخه کې له کومو ننګونو سره مخ نه شي."
د هغوی په اړه روښانه یادونه نه ده شوې چې په تېر کې یې افغانستان کې زده کړې کړي او اوسمهال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پر کار بوخت دي.
د پاکستان د قانون له مخې له طبي څانګو ټول فارغان باید د کار لپاره رسمي جواز لیک واخلي او د یوه ځانګړي کمېسون له منښتې وروسته کار پیل کړي.
دا یوه سیاسي پرېکړه ده؟
وروسته له څو میاشتو چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړلې دي، ۲۵ کلن شاه فیصل لا هم د افغانستان په یوه پوهنتون کې طبي زده کړې کوي.
هغه هیله من و چې ژمنیو رخصتیو کې به د کورنۍ لیدو لپاره پاکستان ته لاړ شي" په خپل پلار او مور پسې خپه یم."
که څه هم له کړکېچ سره هم مهاله یو شمېر زده کوونکو ته پر کرښه د اوښتو اجازه ورکړل شوه خو بیا هم سیاسي او امنیتي ترینګلتیا د دوی پر ژوند مخامخ اغېز پراېښی دی.
تېرو څو میاشتو یو شمېر دغو محصلانو پر خواله رسنیو داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې په کې یې ښوله، ژوند یې لکه د تېر او د خلکو او چارواکو چلند ورسره عادي دی خو د لارو د تړل کېدو او له خپلو کورنیو سره د نه لېدو له امله زړه خوړیني دي.
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر د ۱۱مې له ماښام وروسته چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د خرپ او ترپ نښتې وشوې پر کرښه یې یو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې وکړې. له هماغې ورځې د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ پراخ شوی دی.
د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې په ټپه ولاړه ده، پاکستان په څو وارې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل او د طالبانو حکومت د غچ بریدونو کې پر کرښه او د پاکستان دننه سیمې د بې پیلوټه الوتکو له لارې په نښه کړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ رسنیزې ناندرۍ هم ښې په زور کې دي، ورسره دا دی د طبي زده کړو په برخه کې د پاکستان دا نوې پرېکړه د ترینګلتیا یو نوی ګوزار برېښي.
پر خواله رسنیو ډېرو د خپل نظر څرګندولو پر مهال د کړکېچ دا بڼه زیان اړونکې بللې او له دواړو غاړو یې غوښتي چې د خپل سیاسي پرېکړو په ټس کې دې د زده کړو بهیر نه زیانمنوي او دا چې د ځوانانو راتلونکي ته پام وشي.
ګڼ شمېر افغان زده کوونکي هم په پاکستان کې زده کړې کوي اندېښنه دا ده که د طالبانو حکومت ورته پرېکړه وکړي د لوی شمېر محصلانو لپاره به زیان اړوونکې وی.