تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسپانیا د هغه کلي کیسه چې یوه شپه کې دوه ځله تیاره پرې راځي
- Author, ريشيكا شرما
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
د اسپانیا د ابیانوسا دي مونیو کلی د یوې ځانګړې شپې لپاره چمتووالی نیسي، سره له دې چې په دغه کلي کې نژدې هېڅ اوسېدونکي نشته، رستورانتونه پکې نه شته او لیدونکي هم ډېر کم ورغلي وي.
ځینې کلي د خپل ارام او سکون احساس له امله مشهور وي. له هغو یو هم د اسپانیا د شمال په بورګوس ولایت کې پروت کوچنی کلی ابیانوسا دي مونیو دی. په دې کلي کې نه رستورانت شته او نه دوکانونه. یوازې یوه مېخانه لري چې هېڅکله خپل دروازې نه پرانیزي او د خوراکي توکو یو پلورنځی لري چې فعالیت یې درېدلی دی.
که یو څوک په غور غوږ ونیسي، یو پټ او نری غږ به واوري؛ د 'ترکاڼۍ مچۍ' د لاوندر پر بوټو راڅرخي او ټیټ اوازونه باسي. دا بوټي د دوبي د تود لمر له امله سوځېدلي ښکاري. له هغوی پورته، د سپینو او تورو مرغیو سندریز غږونه اورېدل کېږي چې د ډبرو کورونو د چتونو ترمنځ په هغو کوڅو کې الوځي چې نژدې له خلکو تشې دي.
د کورونو تر شا بیا یوازې د یو کرنیز ټراکټور غږ اورېدل کېږي، چې په دې ځای کې د انسانانو د شتون نژدې یوازېنۍ نښه بلل کېږي.
د دې چوپتیا په منځ کې، د نژدې یوې نانوايۍ سپین رنګه کوچنی موټر هره اونۍ یو ځل کلي ته راځي او هغو لږو اوسېدونکو ته ډوډۍ رسوي چې هلته ژوند کوي. د موټر راتګ د لنډ وخت لپاره د کلي سکون ماتوي.
د دغو اوسېدونکو لپاره همدا د ژوند ورځنی ریتم دی؛ په داسې ځای کې چې په ډېرو ورځو کې هېڅ د پام وړ پېښه نه رامنځته کېږي. خو له دې ټولو سره سره، دا کلی چې تل د لږو لیدونکو له امله پېژندل کېده، روان اوړی به د نړۍ له تر ټولو جالبو او پام وړ ځایونو یو شي.
د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۲مه به د لمر بشپړ کسوف د اطلس سمندر له پاسه تېر شي. دا به له ۱۹۹۹ کال راهیسې لومړی ځل وي چې دغه پدیده د اروپا له اصلي وچې لیدل کېږي. د مادرید مېشته فزیک پوهې ماریا تریسا لوپېز سانچېز په وینا، دا هم لومړی بشپړ لمر کسوف دی چې له ۱۹۱۲ کال راهیسې به د اسپانیا له اصلي خاورې ولیدل شي.
خو د بشپړ کسوف پړاو به یوازې د یوې تنګې لارې په اوږدو کې د لیدو وړ وي چې د اروپا له وچې تېرېږي. د ابیانوسا دي مونیو کلی هم د همدې لارې په زړه کې موقعیت لري. د کلي چاپېریال د کسوف د نندارې لپاره ځانګړی جذابیت لري، ځکه د غنمو زرینې کروندې او ټیټې غونډۍ تر پراخ لوېدیځ افق پورې غځېدلې دي. سربېره پر دې، هلته ودانۍ کمې دي، مصنوعي رڼا ډېره کمه ده او هغه ګڼې ګوڼې هم نه تر سترګو کېږي چې عموماً د ستورپوهنې د مشهورو څار ځایونو ځانګړتیا وي.
د کسوف وخت هم د دې پدیدې ښکلا نوره هم زیاتوي. ځکه چې دا به د لمر لوېدو تر مخه رامنځته شي، نو د 'دوه ګوني ماښام' نادره منظره به جوړه کړي. لوپېز وايي: 'داسې به وي لکه په څو دقیقو کې چې دوه ځله د لمر لوېدو تجربه کوئ.' هماغه شپه وروسته به د برشاوۍ شهابو باران هم د لیدو وړ وي، چې د اسماني پدیدو یوه نادره یوځای کېدنه به رامنځته کړي.
سارا الوارېز رودریګېز، چې په دې کلي کې ژوند کوي، هېڅ شک نه لري چې خلک باید کوم ځای ته ولاړ شي. هغې وویل: ''د غار پر لور وخېژئ، ځکه له هغه ځایه هر څه په ښه ډول لیدلی شئ.''
الوارېز په ۱۹۳۷ کال کې د ابیانوسا دي مونیو په کلي کې زېږېدلې او له هغه وخت راهیسې یې بل ځای کې ژوند نه دی کړی. هغې د نږدې نهو لسیزو په اوږدو کې د کلي ټول بدلونونه له نږدې لیدلي دي. د هغې په وینا، په ۱۹۵۰مو کلونو کې د کلي نفوس شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته رسېده، څو کوچني دوکانونه یې درلودل، او د کلي د کبانو پلورونکي به په بایسکلونو ګاونډیو کلیو ته تلل او خپل نیول شوي کبان به یې پلورل.
پر خره سپور پوستهرسان
راول ګراندي ریفیا، چې ۷۳ کاله وړاندې په همدې کلي کې زېږېدلی او د ماشومتوب پر مهال مادرید ته کډه شوی و، د هغه پوست رسوونکي یادونه کوي چې پر خره سپور به کلي ته راتله او لیکونه او ورځپاڼې به یې راوړلې. هغه پوست رسوونکی، چې کله کله به په د خره پر شا نژدې ویده ښکارېده، پر خپل خره تکیه کوله چې د تم کېدو ځایونه ورته وپېژني، چې له هغو یو هم د پوستې کوچنی دفتر و چې د کلي په لرې څنډه کې موقعیت درلود.
د نسلونو په اوږدو کې د کلي د بقا بنسټ پر کرنه، د سبزیجاتو پر باغچو، د انګورو پر تاکونو او د څارویو پر روزنه ولاړ و. وروسته کرنې د ماشینونو پړاو ته داخل شوه او د شاوخوا سیمو د محدودو کاري فرصتونو له امله خلک مادرید، بلباو، بارسلونا او نورو ښارونو ته کډه شول.
نن ورځ د هغو وزو شمېر چې د شاوخوا غونډیو په لمنو کې څرېږي، د کلي د دایمي اوسېدونکو له شمېره ډېر دی. همدارنګه د لمرګلو (لمرمخي) پراخې کروندې په هغو ځمکو غځېدلې دي چې پخوا به د کلي سلګونه اوسېدونکو پکې کار کاوه.
خو د روان اوړي لمر کسوف یو شمېر دغه کورنۍ بېرته کلي ته راکاږي.
ګراندي هوډ لري چې د دې اسماني پېښې د لیدلو لپاره د ژوند له خپلې ملګرې، زوی، لمسیانو او د ملګرو له یوې لویې ډلې سره کلي ته ولاړ شي. د هغه ورور به هم له خپلو درېیو اولادونو، لمسي او خور سره یوځای شي. په دې توګه به شاوخوا شل کسیزه ډله جوړه شي او د هماغې شپې لپاره به د کلي د اوسېدونکو شمېر زیات کړي.
یوازې همدومره نه، الوارېز وايي چې نور ګاونډیان هم د خپلو دوستانو او خپلوانو کوربهتوب ته چمتو کېږي. سربېره پر دې، خلک به د اسپانیا له بېلابېلو سیمو او ان له بریتانیا، فرانسې او وینزویلا هم د دې نادرې اسماني پدیدې د نندارې لپاره راورسېږي.
لوکریتسیا لوپېز، د سانتیاګو دي کومپوستیلا پوهنتون د جغرافیې استاده وايي چې داسې استثنايي پېښې چې یوازې یو ځل رامنځته کېږي، لکه د لمر کسوف، خلک دې ته هڅوي چې ''هغه ځایونه له سره ومومي چې له پخوا ورسره تړاو لري''. د ابیانوسا دي مونیو په کلي کې هم دغه بیا موندنه اوس د پخوانیو اوسېدونکو او د هغوی د کورنیو له چوکاټه اوښتې ده.
د دې پېښې لپاره چمتووالی له کلونو راهیسې روان دی. د لېرما نژدې ''پارادور دي لېرما'' هوټل، چې د لېرما د دوک په پخوانۍ ماڼۍ کې موقعیت لري، د ۲۰۲۲ کال راهیسې بشپړ ریزرف شوی دی. د کاستیلیا او لېون د ګرځندوی ادارې استازی البرتو بوسکي کویو وايي چې همدا وضعیت د سیمې په نورو برخو کې هم لیدل کېږي.
هغه زیاتوي: ''زموږ د استوګنې ډېری ځایونه له ډېر وخت راهیسې بشپړ بُک یا نیول شوي دي. '' د هغه په وینا، د کسوف د څار متخصصین د ''تر ټولو مشهور ځای'' په لټه کې نه وو، بلکې د ''غوره ځای'' موندل یې موخه وه، ځکه هغوی غوښتل په ممکنه تر ټولو غوره شرایطو کې دا پدیده وګوري.
ګراندي د کالیفورنیا ایالت د یوې کورنۍ کیسه هم بیانوي چې هسپانیا ته د کسوف د لیدلو لپاره د سفر پلان لري. هغه د دوی لپاره د مناسب ځای په لټه کې دی، ځکه کورنۍ نه غواړي چې د بشپړ کسوف یوه شېبه هم له لاسه ورکړي. له همدې امله نوموړی له یوه کوره بل ته ګرځي او پوښتنه کوي چې ایا په ابیانوسا دي مونیو کې څوک کولای شي د دغې کورنۍ کوربه شي، څو هغوی کسوف له هغه ځایه وګوري چې دی یې په اسپانیا کې تر ټولو غوره بولي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې څنګه احساس کوي، حال دا چې یو کلی چې د اوسېدونکو شمېر یې لسو کسانو ته هم نه رسېږي، ناڅاپه د ټولو پام ځان ته رااړوي، ګراندي وخندل او سر یې وخوځاوه. بیا یې په اسپانوي ژبه وویل: ''همدا بالکل همداسې ده. '' هغه د دې خبرې په څرګندولو حیرانتیا وښوده چې د ده ډېر کوچنی کلی، که څه هم د لنډ وخت لپاره، د نړۍ د پام وړ ځای ګرځېدلی دی.
د بورګوس په بېلابېلو سیمو کې ځایي ټولنې د کسوف د نندارې لپاره د څار ځانګړي ځایونه جوړوي او د خلکو د راټولېدو پروګرامونه تنظیموي. خو په ابیانوسا دي مونیو کې به اوسېدونکي او مېلمانه د کلي له پاسه پرتو غارونو ته وخېژي.
څرنګه چې د بشپړ کسوف پر مهال به لمر یوازې اته درجې له افقه لوړ وي، نو د لوېدیځ لوري پرانیستې او له خنډونو پاکه منظره به ډېر اهمیت ولري. همدا لامل دی چې دغه لوړ غارونه د دې نادرې اسماني نندارې لپاره د لومړي کتار د څوکۍ حیثیت لري؛ هغه ننداره چې ښايي په هر نسل کې یوازې یو ځل تکرار شي.
خو دا غارونه یوازې د لیدلو مناسب ځای نه دي. د نسلونو په اوږدو کې د دې کوچنۍ ټولنې خلکو دلته د لمر لوېدو د ګډې نندارې دود درلود. ان د کلي یوه پخواني اوسېدونکي وصیت کړی و چې د ده اېرې دې همدلته وشیندل شي. له همدې امله دغه ځای د کلي د خلکو لپاره ژوره عاطفي او معنوي ارزښت لري.
د ابیانوسا کلي هغه ځای دی چې سارا الوارېز هېڅکله ترې نه ده وتلې او هېڅکله به یې هم پرېنږدي. خو ګراندي نژدې هر کال دغه کلی ګوري. همدارنګه، د هر اوړي په موسم کې د الوارېز لوڼې خپل پلرني ټاټوبي ته راځي، او ژمنه لري چې د خپلې مور له مړینې وروسته به هم دې دود ته دوام ورکړي.
ګراندي اوس خپل اولادونه، لمسیان او د هغوی ملګري هم له ځان سره راولي. هغه هیله لري چې هماغه عاطفي تړاو او مینه چې دی یې د ماشوم په توګه له دې کلي سره پیدا کړې وه، د ده په لمسیانو کې هم رامنځته شي، څو یوه ورځ هغوی هم بېرته د کلي لیدو ته راستانه شي.
هغه وايي: ''تر هر څه مهمه راته دا ده چې زما اولادونه او لمسیان د دې کلي لپاره هماغه مینه احساس کړي چې زه یې احساسوم.''
د کسوف په ورځ به ابیانوسا دي مونیو یو ځل بیا له غږونو او خبرو اترو ډک شي. د وري د کباب شویو غوښو لوګي به هغه تشې فضاګانې ډکې کړي چېرې چې هېڅ رستورانت نشته او د ماشومانو خندا به په هغه ځای کې واورېدل شي چې پخوا ښوونځی پکې و.
وروسته به په څو استثنايي دقیقو کې تیاره دوه ځله راشي.
د یوې ځانګړې جغرافیایي تصادف له امله، د اسپانیا یو له هغو کلیو چې عموماً د شهرت او پاملرنې څخه لرې پاتې شوی، د لنډ وخت لپاره به د نړۍ د پام مرکز شي.
د کسوف د لیدلو مهمې لارښوونې
څنګه ورسېږو: ابیانوسا دي مونیو د بورګوس ښار څخه شاوخوا ۳۰ دقیقې د موټر واټن لري او له مادرید څخه څه باندې دوه ساعته لرې موقعیت لري.
د اوسېدو ځایونه: په ابیانوسا دي مونیو کې د سیلانیانو لپاره د استوګنې هېڅ ځای نشته. نژدې د لېرما هوټل هم له ډېر وخت راهیسې بشپړ رزرف شوی دی. خو لا هم په بورګوس او مادرید کې د استوګنې ځینې ځایونه موندل کېږي. سره له دې، تمه کېږي چې د کسوف له پای ته رسېدو وروسته به سړکونه له ګڼې ګوڼې سره مخ شي.
د نندارې وخت: کسوف به په ابیانوسا کې د ماښام شاوخوا ۷:۳۳ بجې (ځايي وخت) پیل شي.
بشپړ کسوف به نژدې ۸:۲۹ بجې پیل شي. د بشپړ کسوف پړاو به له دوو دقیقو لږه موده دوام وکړي.
له لمر لوېدو وروسته مه ځئ: په هماغه شپه به د برشاوۍ شهابو باران هم ښکاره شي. د سپوږمۍ د کمې رڼا له امله، د ابیانوسا تیاره کلیوالي اسمان ښايي د شهابونو د لیدلو لپاره یو له غوره ځایونو وي، په دې شرط چې هوا صافه وي او خلک د مصنوعي رڼا له سرچینو لرې پاتې شي.