تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ختیځه اروپا کې مالدووا ته د طالبانو د حکومت د پلاوي جنجالي سفر
مالدووا ته د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت د یوه لوړپوړي پلاوي تر رسېدو سملاسي وروسته، د دغه هېواد لومړي وزیر واسیله توفان ویلي چې "د طالبانو د حکومت استازو ته د ویزو د ورکړې پرېکړه د ارزونې او قضاوت د یوې تېروتنې پایله وه."
هغه د دې پلاوي د ننوتلو موضوع "شرموونکې او د نهمنلو وړ" وبلله او ټینګار یې وکړ چې د مالدووا جمهوریت د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
د طالبانو حکومت ته نژدې رسنۍ "حریت راډیو"، د کرنې وزارت له قوله د دوشنبې په ورځ (اګست درېیمه) راپور ورکړ چې د صدر اعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یو "لوړپوړی پلاوی" مالدووا ته تللی، چې "د افغانستان او مالدووا ترمنځ د کرنیزو څېړنو، د نباتاتو ساتنې، د آفتونو د مدغم مدیریت، عصري کرنیزو ټکنالوژیو او علمي او تخنیکي همکاریو" ته وده ورکړي.
هماغه ورځ د مالدووا رسنیو راپور ورکړ چې د طالبانو د حکومت دغه پلاوی د هېواد پلازمېنې کيشينيف ته رسېدلی دی؛ هغه سفر چې ټاکل شوې د اګست تر اومې دوام وکړي.
څرنګه چې د مالدووا حکومت په دې اړه چوپتیا غوره کړې وه، د دغه هېواد ګڼو رسنیو دا خبر د افغانستان د رسنیو له راپورونو په نقل خپور کړ.
وروسته د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې دغه پلاوي ته یې مالدووا ته د سفر او د "مالدووا د کرنې او خوراکي صنعت وزارت سره افغانستان ته د احتمالي بشري صادراتو په اړه د خبرو اترو" لپاره ویزې ورکړې دي. افغانستان هغه هېواد دی چې له جدي خوراکي ناامنۍ سره مخامخ دی.
دغه وزارت زیاته کړه: "غواړو یادونه وکړو چې مالدووا ته راغلی پلاوی د نړیوالو بندیزونو تر اغېز لاندې نه دی. په عین وخت کې ټینګار کوو چې مالدووا په بشپړه توګه د نړیوالو بندیزونو رژیمونو ته ژمنه ده او د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني. په همدې چوکاټ کې خبر ورکوو چې د دغه پلاوي له غړو سره به هېڅ ډول دوه اړخیزه لیدنه یا رسمي اړیکه ونه نیول شي."
د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سفر بندیزونو په نوملړ کې شامل دي. هغوی باید له افغانستانه بهر د هر سفر لپاره مخکې له مخکې د امنیت شورا اجازه ترلاسه کړي.
مالدووا، سره له دې چې یو کوچنی هېواد دی، د ښېرازه ځمکو، د باغدارۍ او کرنیزو محصولاتو د پراخ تولید او په عصري کرنه کې د تجربې له امله د کرنیزو همکاریو لپاره مناسب شریک بلل کېږي.
دا هېواد د ټکنالوژۍ د لېږد، د باغدارۍ د پراختیا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس صنعتونو او د دغو محصولاتو د سوداګرۍ په برخو کې له نورو هېوادونو سره همکاري لري.