تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, سنټکام د ایران پر سویلي ساحلي ښارونو د امریکا بریدونه تائید کړل

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې نوي بریدونه پیل کړي دي، چې موخه یې د دوی په وینا ''هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې د ازادۍ پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا کمزوري کول'' دي.

لنډیز

  • له هغه وروسته چې ډونلډ ټرمپ ګواښ وکړ، ''نن شپه به پرې سخت ګوزارونه وکړي''، امریکا پر ایران نوي بریدونه کړي.
  • ټرمپ وايي، دغه بریدونه ''د ایران لخوا تېره ورځ پر بېړیو د بمبارۍ د غچ اخیستنې په توګه'' ترسره کېږي، او خبرداری یې ورکړی چې ''که دا چاره بیا تکرار شي، پایلې به یې تر دې هم ډېرې سختې وي''.
  • ایراني رسنیو په خپلو رپوټونو کې ویلي، د دې هېواد سویلي ساحل په اوږدو کې او دغه راز د خلیج په هغو ټاپوګانو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، چې ایران یې کنټرولوي.

ژوندی پوښښ

  1. سنټکام پر ایران د امریکا د نن شپې بریدونه تائید کړل

    د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې نوي بریدونه پیل کړي دي، چې موخه یې د دوی په وینا ''هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې د ازادۍ پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا کمزوري کول'' دي.

    د سنټکام په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې متحده ایالات ایران د هغو ''بې‌دلیله بریدونو'' مسؤل ګڼي چې د سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو پر ضد ترسره شوي دي. د امریکا په وینا، دغه بېړۍ په یوه مهم نړیوال سمندري مسیر کې په ازاد ډول تګ راتګ کوي.

  2. وروستی, د ایران بریدونو ته د فارس خلیج د هېوادونو غبرګون

    وروسته له هغه چې امریکا پر ایران نوي هوايي بریدونه وکړل، چې د هرمز تنګي ته نږدې سیمې هم پکې شاملې وې، د فارس خلیج ځینو هېوادونو د امنیتي وضعیت په اړه غبرګونونه ښودلي دي.

    د بحرین پلازمېنه منامه کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي او چارواکو د هوايي خطر د خبرداري سائرنونه فعال کړي دي.

    په کویت کې پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونو هغه توغندي او ډرونونه تعقیب کړي، چې د هېواد هوايي حریم ته یې ګواښ متوجه کړی و.

    قطر هم خپلو اتباعو او اوسېدونکو ته امنیتي خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې د چارواکو لارښوونې تعقیب کړي او احتیاطي تدابیر مراعات کړي.

  3. په اسیايي بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

    د پنجشنبې په سهار د اسیايي بازارونو په راکړه ورکړه کې د نفتو بیې شاوخوا ۱ سلنه لوړې شوې. دې زیاتوالي وروسته له هغې دوام وموند چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې له ایران سره د سولې تفاهم «پای ته رسېدلی» دی.

    د بیو د لوړېدو یو مهم دلیل دا هم بلل کېږي چې د راپورونو له مخې ایران د هرمز تنګي په اوږدو کې پر بېړیو بریدونه کړي، چې له امله یې له منځني ختیځه نړیوالو انرژۍ اکمالاتو ته د احتمالي خنډونو په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

    د نړیوال معیار برینټ خام نفت بیه نږدې ۱سلنه لوړه شوه او شاوخوا ۷۸.۸۰ډالره یوه بېرل ته ورسېده. دغه راز، په امریکا کې سودا کېدونکي خام نفت هم په ورته کچه لوړ شول او ۷۴.۳۰ ډالره یوه بېرل ته ورسېدل.

    د نفتو اوسنۍ بیې هغو کچو ته نږدې شوې دي چې د جون میاشتې په منځنیو ورځو کې لیدل شوې وې، یعنی له هغه مخکې چې امریکا او ایران د شخړې د پای ته رسولو په اړه د خبرو لپاره د یوې موقت تفاهم اعلان کړی و.

    سره له دې، د نفتو بیې لا هم د جګړې د لومړیو پړاوونو له لوړو کچو څخه ښکته دي، هغه مهال بیې نږدې ۱۲۰ ډالره یوه بېرل ته رسېدلې وې.

  4. بحرین کې د هوايي دفاع خبرداري سائرنونه وغږول شول

    د بحرین د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې د هوايي خطر خبرتیا سائرنونه فعال شوي دي.

    یاد وزارت د اېکس له لارې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو اتباعو او اوسېدونکو وغوښتل چې ارام پاتې شي او ژر تر ژره خپل نږدې خوندي ځای ته لاړ شي.

  5. د ایران سویلي بندري ښار چابهار د شخړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره په نښه شو

    د ایران په سوېل ختیځ کې موقعیت لرونکی بندري ښار چابهار د روانې شخړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره تر برید لاندې راغلی دی.

    د یوه زیانمن شوي سمندري ترافیکي کنټرول برج تصویرونه او ویډیوګانې چې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې، د بي بي سي وئرفای او بي بي سي فارسي څانګې لخوا ارزول او تائید شوي دي.

    د ایران نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم راپور ورکړی چې په چابهار او نږدې کنارک ښار کې د شاوخوا لسو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د راپور له مخې، د چابهار ښار په ځینو برخو کې برېښنا هم پرې شوې ده.

    د تسنیم په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې امریکایي جنګي الوتکو په چابهار کې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک امام علي اډې بمباري کړې ده.

  6. ټرمپ: ایران 'په ډېره بېړه' د یوې هوکړې غوښتونکی دی

    کله چې له ټرمپ نه وپوښتل شول چې ایا متحده ایالات د ایران پر وړاندې بېرته د پراخې پوځي جګړې پر لور روان دي، هغه وویل:

    ''نه پوهېږم، خو که داسې وشي، موږ به ډېر ژر بریالي شو.''

    ټرمپ یو ځل بیا خپله ادعا تکرار کړه چې امریکا لا له وړاندې ''په پوځي لحاظ بریا ترلاسه کړې'' او ویې ویل چې ایران ته ''ډېر لږ څه پاتې دي.''

    د نوموړي په خبره، ایران د یوې هوکړې د کولو لپاره ''په ډېره بېړه'' هڅه کوي.

    هغه خبریالانو ته وویل:

    ''هغوی لږ مهال مخکې زنګ وواهه، هغوی په ډېر شدت غواړي چې یوه هوکړه وکړي، خو زه نه پوهېږم چې ایا هغوی د داسې هوکړې مستحق دي که نه.''

    ټرمپ زیاته کړه:

    ''ستونزه دا ده چې زه نه پوهېږم هغوی به پر دې هوکړې عمل وکړي که نه.''

  7. ټرمپ: هر ځل چې دوی پر موږ برید وکړي، موږ به پرې ۲۰ برابره ځوابي ګوزار وکړو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ الوتکه کې له خبریالانو سره د مرکې پر مهال د نننیو بریدونو په تړاو څرګندونې وکړې.

    هغه وویل: ''موږ پرې ډېر سخت ګوزارونه وکړل، او زه به ووایم چې تناسب یې ۲۰ په ۱ و.''

    ټرمپ زیاته کړه چې هر ځل ''هغوی پر موږ ګوزار وکړي، موږ به ۲۰ برابره ځواب ورکړو.''

  8. ټرمپ: ښايي امریکا نن شپه یو ځل بیا پر ایران سخت برید وکړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې وویل، متحده ایالات به ښايي نن شپه یو ځل بیا ایران په نښه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا برید به ''سخت'' وي. هغه دغه راز وویل چې امریکا ښايي د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړي.

    ټرمپ دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې مخکې کړې.

    هغه وویل:

    ''تېره شپه، وروسته له هغه چې دوی برید وکړ، موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ او ښايي نن شپه هم یو ځل بیا په سختۍ سره هغوی په نښه کړو. زه هغوی ته یو څه خبرداری ورکوم، نن شپه به سخت برید وکړو، خو باید وګورو چې وضعیت څنګه پر مخ ځي.''

    ښاغلی ټرمپ وايي، چې ایران څو ډرونونه او یو توغندی توغولی او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې د هرمز په تنګي په اوبو کې وې. د هغه په وینا، دغو بېړیو ''بشپړ حق درلود'' چې په دغه سیمه کې وي.

    د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د ایراني چارواکو له چلنده ناخوښ دی او د روانې جګړې اصلي هدف یې ''د ایران د اټومي وسلو پروګرام بې‌وسلې کول'' وباله.

    ټرمپ زیاته کړه چې موخه یې په ایران کې د حکومت بدلون نه دی، خو په وینا یې د واکمن جوړښت د څو پوړونو له منځه تګ ښايي په پای کې ''د حکومت د بدلون یوه بڼه'' رامنځته کړي.

    ټرمپ وویل:

    ''موضوع ډېره څرګنده ده، هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري. زما هدف همدا دی.''

    هغه د ایران چارواکي هم تورن کړل چې د مذاکراتو په غونډو کې داسې چلند کوي لکه د ځینو موضوعاتو په اړه چې هوکړه شوې وي، خو وروسته په خبري غونډو کې وایي چې داسې خبرې هېڅ نه دي شوې.

    د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ:

    ''هغوی د ۴۷ کلونو لپاره د منځني ختیځ ځورونکي وو، خو نور د سیمې ځورونکي نه دي.''

  9. وروستی, امریکا د 'سخت ګوزار ورکولو' له ګواښ وروسته پر ایران د بریدونو لړۍ بیا پیل کړه

    له هغه وروسته چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اشارتاً وویل، چې د سې‌ شنبې د شپې له متقابلو بریدونه وروسته به ''نن شپه بیا هم پر ایران سخت ګوزار وکړي''، امریکا پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړه.

    د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د هېواد په سویلي سیمو کې، په ځانګړي ډول سیریک او بندر عباس کې، د چاودنو غږونه اورېدل شوې دي. دا دواړه بندري ښارونه د هرمز تنګي پر غاړه موقعیت لري، چې د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه یوه ګڼل کېږي.

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په وینا، دا بریدونه د دې لپاره ترسره شوي چې ''د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر وړاندې د تهران د ګواښ وړتیا نوره هم کمزورې کړي'' او په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو امنیت خوندي وساتي.

    ایران تر اوسه د دغو وروستیو بریدونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو لوړپوړو ایراني چارواکو مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا هر ډول برید ته به ''سملاسي ځواب'' ورکړل شي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیاته کړه:

    "متحده ایالات ایران د هغو وروستیو غیرموجه بریدونو مسوول ګڼي چې د یوې مهمې نړیوالې سمندري لارې له په اوږدو کې په ازاد ډول د تګ راتګ کوونکو سوداګریزو بېړیو او ملکي عملو پر ضد یې ترسره شوي دي."

    د امریکا پوځ د سې ‌شنبې په ورځ ویلي وو چې په تنګي کې پر درېیو نفت ‌وړونکو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې یې ''ځواکمن'' بریدونه ترسره کړي دي.

    د سې ‌شنبې او چهارشنبې ترمنځ د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو تبادله له هغه وخت راهیسې تر ټولو سخته بلل کېږي چې د جون په ۱۷مه د دواړو لورو ترمنځ هوکړه، چې د تفاهم یادداشت (ایم او یو) په نوم یادېږي، لاسلیک شوی و.