تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره لا هم کوم بهیر نه لیدل کېږي
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي د غړو هېوادونو له لوري هیڅ داسې هڅه نه لیدل کېږي چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.
نیویارک کې د یوې خبرې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو دغه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "رسمیت پېژندنه د حکومتونو له لوري کېږي، نه د ملګرو ملتونو لخوا" د هغه په خبره د غړو هېوادونو ترمنځ داسې کومه نوې هڅه نه تر سترګو کېږي چې طالبان د افغانستان د واقعي واکمنو په توګه په رسمیت وپېژني."
په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د باورلیک کمېټې د افغانستان د دايمي استازولۍ په اړه دوه بېلابېل مکتوبونه تر لاسه کړي وو، چې يو يې په اګسټ کې په دغه سازمان کې د افغانستان د پخواني دايمي استازي نصيراحمد فايق له خوا ور استول شوی و او بل يې په سپټمبر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لور ترلاسه کړی و.
هغه مهال د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پرېکړه لیک کې راغلي وو "د مجلس مشر وړاندیز کړی چې د باورلیکونو یا اعتبار کمېټه دې د میانمار او افغانستان د اسنادو ارزونه یو کال لپاره وځنډوي."
دې سره د افغانستان څوکۍ د تېر په څېر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازی نصیر احمد فایق له لوري سمبالېده.
که څه هم د ملګرو ملتونو د مرستیال ویاند دې تازه څرګندونو ته د طالبانو حکومت کوم غبرګون نه دی څرګند کړی خو په هغه مهال چې د دوی د استازي باور لیک ونه منل شو دا یې له افغانستان سره "جفا" بللې وه.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي وو "ملګري ملتونه داسې سازمان نه دی چې بې طرفه پرېکړې دې وکړي...له بده مرغه دوی د نورو هېوادونو د فشار تر فرمان لاندې دي، نو ځکه لویه توقع نه ترې لرو."
د طالبانو حکومت په قطر کې خپل سفیر سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ ته نومولی و. ښاغلی شاهین له امریکا سره د خبرو پر مهال د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی او له لوېدیځو ډیپلوماټانو او استازو سره یې تر ډېره د ناستو ولاړو دنده درلوده.
د اګسټ ۱۵مه به افغانستان کې د طالبانو حکومت پنځم کال بشپړ کړي خو تر اوسه یوازې روسیې د دوی واکمني د دولت په توګه په رسمیت پېژندلې ده.
هغوی چې په دې اړه د تعامل او اړیکو ښه کېدا خبره کړې، د بشري حقونو ملاتړ په ځانګړې ډول ښځو ته د کار او زده کړو د حق ورکړه یې د شرط په توګه یاد کړي دي.