"ډله‌ییز قبر کې ښخ شول": غزې د جګړې له پیله د ۱۱۲ کسانو تر ټولو ستره جنازه وکړه

    • Author, یولنډه نیل
    • دنده, د منځني ختیځ خبریاله
    • رپوټ له:, بیت‌المقدس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د غزې ښار د سې شنبې په سهار د ابو شریعه او الحساینه کورنیو د ۱۱۲ کسانو جنازې و کړې. دغه کسان د غزې په سوېل لوېدیځ کې د الصبره سیمې پر یوه استوګنیزه ودانۍ د اسرائیلي برید له امله د جګړې په دویمه میاشت کې وژل شوي وو.

جګړه د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې پیل شوې او نژدې دوه کاله یې دوام کړی دی.

د جنازې مراسم د دغو دوو بدوي کورنیو له لوري تنظیم شوي وو. په رایستل شوو جسدونو کې ۴۴ ماشومان چې عمرونه یې تر ۱۶ کلونو کم وو، ۳۷ ښځې او له ۱۰ ډېر زمعلول کسان وو. دغه جسدونه له هغې سیمې رایستل شوي چې فلسطینیان یې د "الصبره سیمې ټولوژنه" بولي او وایي چې په کې ۳۰۸ کسان وژل شوي وو.

خو دغه جسدونه د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۲مې راهیسې- یعنې د لومړۍ اوربند له پیله یوه ورځ مخکې له برید وروسته، تر خاورو او کنډوالو لاندې پاتې وو. د جسدونو د رایستلو بهیر د تېرې جولای میاشتې له ۱۴مې د روانې اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړ.

فلسطینیان د اسرائیل پوځ تورنوي چې له برید وروسته یې د ژغورنې ډلې سیمې ته نه پرېښودې چې مړي راوباسي.

د جسدونو د رایستلو عملیات، چې د سیمه ییزو امکاناتو د کموالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو، یوازې د ۱۱۲ جسدونو په موندلو بریالي شول.

نورو قربانیانو ته لاسرسی ممکن نه شو او اټکل کېږي چې د ځینو پاتې شوني د سختو بمباریو له امله له منځه تللي یا تجزیه شوي وي. فلسطینیان وایي چې دغو بریدونو، چې د "اوریزو کمربندونو" په نوم یادېدل، د ابو شریعه او الحساینه کورنیو ټوله استوګنیزه سیمه ویجاړه کړې وه.

"زه د خپلې کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې شوی یم"

د قربانیانو یوه خپلوان بي بي سي ته ویلي چې د جنازې مراسمو د کورنۍ هغه درد او غم بیا را تازه کړ چې شاوخوا شل میاشتې مخکې د برید پر مهال یې تجربه کړی و.

هغه وویل: "دا ډېر دردونکی منظر و، داسې احساس کېده لکه زوړ ټپ چې بیا تازه شوی وي. کله چې مو جسدونه را وایستل او خاورو ته مو وسپارل، لږه ارامي مو احساس کړه، خو د را ایستلو لپاره مو لاسي وسایل کارول، ځکه له ډېرو ادارو مو مرسته غوښتې وه او وروسته مو مرسته ترلاسه کړه."

هغه زیاته کړه: "موږ به د کنډوالو ترڅنګ ګرځېدو او ځان به مو بې وسه احساساوه، ځکه د خپلو عزیزانو د جسدونو د رایستلو توان مو نه درلود."

د کورنۍ یو غړي جدوع ابو شریعه بي بي سي ته وویل چې د جسدونو د را ایستلو بهیر پخوانی درد بیا راژوندی کړ.

هغه وویل: "موږ ۱۱۲ جسدونه را وایستل چې په کې ۴۴ ماشومان، ۳۷ ښځې، ۹ سپین ږیري او ۷ معلول کسان شامل وو، خو د ځینو نورو قربانیانو پاتې شوني مو پیدا نه کړل."