فریبا هاشمي د اسیايي لوبو بایسکل‌چلولو کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال وګاټه

له کېڼې خوا ښي لوري ته: فریبا هاشمي، افغانه بایسکل‌چلوونکې؛ لي ګوو، چینايي بایسکل‌چلوونکې؛ او وینګ يي لیونګ، د هانګ‌کانګ بایسکل‌چلوونکې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له کېڼې خوا ښي لوري ته: فریبا هاشمي، افغانه بایسکل‌چلوونکې؛ لي ګوو، چینايي بایسکل‌چلوونکې؛ او وینګ يي لیونګ، د هانګ‌کانګ بایسکل‌چلوونکې.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغان بایسکل‌چلوونکې فریبا هاشمي چې له افغانستانه بهر یې د جاپان په ناګویا کې د اسیايي لوبو په سیالیو کې ګډون کړی، وتوانېده چې د دویم مقام په خپلولو د ښځو د سړک بایسکل‌چلولو په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال وګټي.

هغې وکولای شول چې په دوو ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې د پای کرښې ته ورسېږي او د افغانستان لپاره یې د سیالیو د دویم مقام ویاړ ترلاسه کړ.

د چین بایسکل‌چلوونکې لي ګوو لومړی مقام او د سرو زرو مډال وګاټه او د هانګ‌کانګ وینګ يي لیونګ د برونزو مډال خپل کړ.

فریبا او یولدوز هاشمي دوې بایسکل‌چلوونکې خویندې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایټالیا ته تللې دي.

فریبا هاشمي د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپیک کې هم ګډون کړی و.

د فریبا هاشمي د سپینو زرو مډال د افغانستان د ورزشکارانو لپاره په اسیايي لوبو کې لومړنی مډال هم بلل کېږي.

۲۳ کلنې فریبا وویل: "زه اوس خپل احساسات نه شم بیانولای. هیله لرم چې راتلونکی نسل به دلته راشي او پرته له کومې وېرې به د خپل هېواد استازیتوب وکړي."

هاشمي، چې د افغانستان د شمالي فاریاب ولایت ده زیاته کړه: "دا د سپینو زرو مډال کولای شي د افغان ښځو ډېره پیاوړتیا او مقاومت وښيي او زه ډېره خوشحاله یم."

"زه یوازې نه یم. زه پوهېږم چې تر شا مې د ډېرو هېوادونو میلیونونه ښځې ولاړې دي؛ هغوی همدا هیله لري او له ما سره ولاړې دي."

فریبا هاشمي

د عکس سرچینه، Reuters

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو ورزش منع کړی او یوازې یو شمېر نارینه ورزشکاران یې له افغانستانه اسیايي لوبو ته استولي دي. خو یو شمېر نور ورزشکاران، چې ښځینه ورزشکارانې هم پکې دي، د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې له‌خوا چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي او مشري یې حفیظ‌الله ولي رحیمي کوي، دغو لوبو ته استول شوي دي. رحیمي هغه مهال، چې جمهوریت ړنګ شو، په افغانستان کې د دې کمېټې رئیس و.

ښاغلی رحیمي خپله هم په دغو سیالیو کې حضور لري.

خو د طالبانو حکومت ښاغلی رحیمي د افغانستان د اولمپیک کمېټې د رئیس په توګه په رسمیت نه پېژني او په دې وروستیو کې یې اعلان کړی چې نوي کسان یې، چې په افغانستان کې دننه دي، د دې کمېټې د مسؤلینو په توګه ټاکلي دي.

د اسیايي لوبو سیالۍ د جاپان په ناګویا ښار کې د سپټمبر له ۱۹مې پیل شوې او د اکتوبر تر ۴مې به دوام وکړي.

په دغو لوبو کې د ۴۵ هېوادونو له ۱۱ زرو ډېر ورزشکاران په لسګونو بېلابېلو ورزشي څانګو کې له یو بل سره سیالي کوي.

د دغو لوبو د رسمي وېب‌پاڼې د اعلان له مخې، تر اوسه چین د ۴۰ مډالونو په ګټلو سره په لومړي مقام، جاپان د ۳۳ مډالونو په لرلو سره په دویم مقام او سویلي کوریا د ۲۴ مډالونو په ګټلو سره په درېیم مقام کې دي.