فوټبال نړیوال جام: اسپانیا بلجیم ته ماتې ورکړه او راتلونکي پړاو ته ووتله

د اسپانیا بریا

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

مایکل مرینو یو ځل بیا له احتیاط لوبغاړو څخه میدان ته له تګ وروسته د اسپانیا د بریا مخکښ شو. نوموړي د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې ګول وواهه او اسپانیا ته یې د نړیوال جام د ربع پایلوبې په پړاو کې د بلجیم پر وړاندې د ۲-۱ بریا ډالۍ کړه.

اسپانیا لوبډله به د جولای په ۱۹مه د امریکا د ټکساس ایالت په رلینګټن ښار کې له فرانسې سره مخامخ شي. فرانسه هڅه کوي چې د پرلپسې درېیم ځل لپاره د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېږي. دغه لوبډله په ۲۰۱۸ کال کې اتله شوې وه او په ۲۰۲۲ کال کې یې د ارجنټاین پر وړاندې د پنالټیو په ضربو کې ماتې خوړلې وه.

مرینو، چې د پرتګال پر وړاندې لوبه کې یې هم میدان ته تر راتګ یوازې څو دقیقې وروسته د اضافي وخت بریا ګول وهلی و، دا ځل په ۸۶مه دقیقه کې لوبې ته داخل شو او یوازې دوې دقیقې وروسته یې د بېرته راګرځېدلي توپ څخه ګټه پورته کړه او ګول یې وکړ.

د بلجیم ګول‌ساتونکي سینه لامنس د پاؤ کوبارسي نسبتاً کمزوری شاټ په بشپړه توګه کنټرول نه کړ او مرینو له همدې فرصته په استفادې توپ جال ته ورساوه.

لامنس د لوبې په ۷۱مه دقیقه کې د تیبو کورټوا پر ځای میدان ته راغی، ځکه کورټوا د پښې د ظاهراً احتمالي ټپ له امله ونه توانېد چې لوبې ته دوام ورکړي.

د اسپانیا بری

د عکس سرچینه، IMAGN IMAGES/Reuters

له دې مخکې فابیان رویس په ۳۰مه دقیقه کې اسپانیا لوبډله مخکښه کړه. نوموړي د داني اولمو د شاټ راګرځېدلی توپ ګول ته داخل کړ. خو شارل ده کتلاره په ۴۱مه دقیقه کې د سر په ضربه د بلجیم لپاره د مساوي ګول په وهلو لوبه ۱-۱ مساوي کړه.

د بلجیم دغه ګول د اسپانیا د ګول ‌ساتونکي اونای سیمون هغه ۶۵۰ دقیقو ریکارډ پای ته ورساوه چې له ۲۰۲۲ نړیوال جام راهیسې یې په نړیوال جام سیالیو کې هېڅ ګول نه و منلی.

د لوبې په وروستیو شېبو کې بلجیم د مساوي کولو لپاره سخت فشار راوړ، او د اضافي وخت په ترڅ کې ایمریک لاپورټ د بلجیم د احتمالي ګول مخه ونیوله.

بل لور د بلجیم لوبډلمشر او د منځني ډګر لوبغاړی یوري تیلمانس هم د لوبې له پیل وړاندې د وارم اپ پر مهال ټپي شو او له اصلي ترکیبه ووت. هانس واناکن د هغه پر ځای په پیلني ترکیب کې ولوبېد.