لوی ستوري او زاړه رقابتونه: د نړیوال جام نیمهپایلوبو کې د څه تمه کېدای شي؟

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام لا هم له ډراماتیکو او نه هېرېدونکو شېبو ډک دی او ټول پام اوس نیمهپایلوبو ته پر څلورو وتلو لوبډلو ورټول دی.
فرانسه، اسپانیا، انګلنډ او ارجنټاین اوس نړیوالې اتلولۍ ته له رسېدو یوازې دوه ګامه واټن لري.
خو له دوی سره پایلوبې ته رسېدو لپاره د تېروتنو فرصت هم نږدې لمنځه تللی.
نو په نیمه پایلوبو کې له کومو مهمو سناریوګانو سره مخامخېدای شو؟
فرانسه د اسپانیې او اېمباپې د یامال پر وړاندې

د عکس سرچینه، Reuters
ځای: دالاس لوبغالی
نېټه او وخت: سېشنبه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې
د اروپا د دوو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دغه مهمه سیالي د نړیوال جام یوه تاریخي لوبه ګرځېدای شي.
د فرانسې د کېلیان اېمباپي نوم تر هغې وروسته بیا په سرلیکونو کې وو چې مراکش ته دوه-صفر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.
اېمباپي په روان نړیوال جام کې تر دې دمه اته ګولونه وهلي او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو د ډېرو ګولونو د وهونکي د ځای نیولو لپاره د ارجنټاین له لیونل مېسي یوازې یو ګول شاته دی.
خو د فرانسې تر ټولو لویه ځانګړنه د میدان په ټولو برخو کې د لوبغاړو غوره کیفیت دی.
عثمان دېمبېلې په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې ګول وکړ او د خپلو ګولونه شمېر یې پنځو ته ورساوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
مایکل اولیسه بیا تر اوسه د ګولونو پنځه پاسونه ورکړي، چې په دغو سیالیو کې تر ټولو ډېر دي.
دغه اغېزناک او متوازن جوړښت ښايي د دوو نړیوالو اتلولیو ګټونکې فرانسې لپاره د اسپانیې پر وړاندې د ښې لوبې لویه وسیله شي.
خو د یادونې ده چې همدې اسپانیا د ۲۰۲۴ کال د اروپا د اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې فرانسې ته ۲-۱ ماته ورکړې او د اتلولۍ جام یې پورته کړی و.
د دوی مشهور ستوري، لامین یامال یا لا تر اوسه په نړیوال جام کې خپله بشپړه وړتیا نه ده ښودلې.
د بارسلونا دغه ځوان بریدګر په سږني نړیوال جام کې یوازې یو ګول کړی، هغه هم د ګروپي پړاو پر مهال د سعودي عرب پر وړاندې.
میکل اویارزابال، چې څلور ګولونه لري، په وروستیو دوو سیالیو کې د ګول په وهلو بریالی نه شو.
دغه هېواد د بدیل لوبغاړي میکل مرینو د ناوخته ګولونو په مټ د پرتګال او بلجیم پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړي.
اسپانیا به له شک پرته غواړي لامین یامال، چې تر نیمهپایلوبې یوه شپه مخکې ۱۹ کلن کېږي، ښه وځلېږي او په دې توګه دوی خپلې د ۲۰۱۰ کال نړیوالې اتلولۍ ته یوه بله هم ورزیاته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا اتم ځل دی چې فرانسه د نړیوال جام په نیمهپایلوبو کې برخه اخلي او دغه ریکارډ یې له برازیل سره مساوي شوی.
تر دوی یوازې جرمني ډېرې (۱۲) نیمه پایلوبې لوبولې دي.
اسپانیا دمګړۍ د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې نه ماتېدونکې لړۍ سره مخ ته روانه ده.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له مارچ راهیسې چې له کولمبیا یې یو - صفر ماته خوړلې وه، په تېرو ۳۶ سیالیو کې نه دی مات شوی.
دوی په دې موده کې ۲۷ لوبې ګټلې او ۹ مساوي کړې دي.
انګلنډ - ارجنټاین؛ ایا زاړه رقابتونه بیا تازه کېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ځای: اتلانتا لوبغالی
نېټه او وخت: چارشنبه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې
دا به له ۲۰۱۸ کال راوروسته د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه وي چې انګلنډ پکې ګډون کوي.
انګلنډ هڅه کوي چې ۶۰ کلونو وروسته په لومړي ځل ځان پایلوبې ته ورسوي، خو دا ځل په نیمهپایلوبو د نړیوالې اتلولۍ له مدافع ارجنټاین سره مخامخ دی.
سږ د ۱۹۸۶ کال د هغې مشهورې سیالۍ ۴۰ کاله پوره کېږي چې ډیاګو مارادونا پکې نږدې په یوازې ځان انګلنډ د منځلوبو یا کوارټرفاینلز له پړاوه وایست.
د ارجنټاین لوبډله دا ځل په خپل جوړښت کې یو بل لسم نمبر مشهور ستوری لري.
لیونل مېسي کله د انګلنډ خلاف نه دی لوبېدلی او دغه تقابل لپاره ښايي د نړیوال جام له نیمه پایلوبې بل غوره ډګر هم نه وي.
مېسي، چې سږکال د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو غوره ګولوهونکی شو، د فرانسې له کېلیان امباپي سره د زرین بوټ (Golden Boot) جایزې ته مخکښ نوماند دی. دواړو تر اوسه په روان نړیوال جام کې اته-اته ګولونه کړي دي.
خو انګلنډ هم خپل مشهور لسم نمبر لوبغاړی لري. جود بلېنګم.

د عکس سرچینه، Getty Images
بېلینګم د جذفي پړاو په تېرو دواړو سیالیو کې دوه-دوه ګولونه کړي او په دې توګه ۱۹۸۶ کال کې له مارادونا راوروسته لومړنی لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم ثبتوي.
د هغه ترڅنګ د نګلنډ کپتان هري کېن هم سږکال شپږ ګولونه کړي دي.
انګلنډ له ۲۰۱۸ کال راهیسې په څلورو سترو ټورنمنټونو کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی، چې دا له ۲۰۱۸ کال ورمخکې د دوی د ټول تاریخ د نیمه پایلوبو له شمېر سره برابرېږي.
ارجنټاین بیا په تېرو څلورو نړیوالو جامونو کې درېیم ځل لپاره (۲۰۱۴، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶) نیمهپایلوبو ته وتلی.
دغه هېواد د ۲۰۲۲ په ګډون د درېیو نړیوالو جامونو د ګټلو کارنامه هم لري.

















