یونان کې افغان سوکوهونکی د یوې سکاټلنډۍ ښځې د وژنې د قضیې په تړاو ونیول شو

- Author, مېګن بونر
- دنده, بيبيسي سکاټلنډ
- Author, بېن فیلیپ
- رپوټ له:, یونان کې
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
بي بي سي ته معلومه شوې چې په یونان کې د سکاټلنډۍ مرستندویې کارکوونکې الیزابت جېن راس د وژنې په قضیه کې مشکوک کس ۲۶ کلن شریف احمدزی دی.
هغه وروسته له هغې ونیول شو چې د ۳۸ کلنې راس جسد د جولای په ۱۸مه د آتن ښار د کیپسلي ولسوالۍ په یوه متروکه ودانۍ کې دننه په یوه سوټکېس کې وموندل شو. د هغې جسد څو ورځې وروسته له هغې وموندل شو چې د ورکېدو راپور یې ورکړل شوی و.
احمدزی، چې په افغانستان کې زېږېدلی او د سوک وهنې اتل بلل کېږي، په ځوانۍ کې یونان ته له سفر وروسته هلته مېشت شوی و.
راس او احمدزي دواړو له کډوالو سره کار کړی و او یوناني پولیس څېړي چې ایا دوی د خیریه او بشري مرستو د فعالیتونو له لارې یو بل پېژندل که نه.
احمدزی د عمدي وژنې، غلا او د وسلو اړوندو جرمونو په شک نیول شوی او ټاکل شوې ده د چهارشنبې په ورځ د آتن محکمې ته حاضر شي.
پولیسو ویلي چې د عدلي طب لومړني راپور د مړینې لامل نه و مشخص کړی، خو لا مفصلو څېړنو دې پایلې ته رسېدلي چې دا "یو څرګند جرمي عمل" و او ښایي د زندۍ کېدو له امله مړینه رامنځته شوې وي.
بي بي سي ته معلومه شوې چې شریف احمدزی، چې په ۱۵ کلنۍ کې له یتیم کېدو وروسته افغانستان پرېښی و، په یونان کې له خپلې امریکایۍ مېرمنې الینا هال او د هغوی له ماشوم سره ژوند کوي.
د هغه پلار، چې د افغانستان د پوځ یو قوماندان و، په ډزو ووژل شو او مور او خویندې وروڼه یې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون (IFRC) له خوا په خپره شوې یوه ویډیو کې، چې د هغه د ژوند کیسه بیانوي، ویل شوي چې احمدزي د ایران او ترکیې له لارې یونان ته سفر وکړ او وروسته د لېسبوس ټاپو په یوه کډوال کمپ کې مېشت شو.
د معلوماتو له مخې، همدلته یې له خپلې مېرمنې سره اشنا شو او عیسوي دین یې ومانه. وروسته دغې جوړې د Love Every Nation Athens په نوم یوه خیریه موسسه جوړه کړه، چې له نورو کډوالو سره مرسته وکړي.
پولیسو ویلي چې الیزابت جېن راس، چې د سکاټلنډ د اېډینبرا ښار اوسېدونکې وه او کورنۍ او ملګرو به ورته "لیزا" ویل، د جون په ۲۶مه یونان ته رسېدلې وه او د جولای تر ۱۰مې پورې یې د پیرائوس ښار د کراتسیني په سیمه کې استوګنه درلوده.
نوموړې په آتن کې مېشتې یوې ادارې سره د کډوالو د ملاتړ په برخه کې د رضاکارې په توګه کار کاوه.

د عکس سرچینه، Facebook
پولیسو ویلي چې راس، چې کورنۍ یې ورته "لیزا" ویل، د جون په ۲۶مه یونان ته رسېدلې وه او د جولای تر ۱۰مې پورې یې د پیرائوس په سیمه کې استوګنه درلوده. وروسته نوموړې د اتیکا سیمې یوې نامعلومې سیمې ته تللې وه.
پولیسو د پلټنو او د امنیتي کامرو د ویډیویي انځورونو له ارزونې وروسته اعلان کړی چې یو ۲۶ کلن سړی یې د دې قضیې له احتمالي ښکېلو کسانو په توګه پېژندلی دی.
د پولیسو د ادعا له مخې، دغه سړي د لیزا جسد په یوه سوټکېس (بکس) کې نااستوګنې ودانۍ ته لېږدولی او وروسته یې د هغې د بانکي کارتونو په کارولو سره پیسې ایستلې دي.
پولیسو دا هم ویلي چې د نوموړي د استوګنې د ځای د تلاښۍ پر مهال یو تقلبي (غیرحقیقي) ټوپک او یوه چاړه هم موندل شوي او ضبط شوي دي.
لیزا په پیل کې د آتن د ښار له مرکزه لوېدیځ ته شاوخوا ۹.۵ کیلومتره لرې د کراتسیني په سیمه کې د خپلو یوناني ملګرو سره اوسېده.
هغې خپلو ملګرو ته ویلي وو چې د جولای په ۱۵مه به د کیپسلي سیمې ته ولاړه شي؛ هغه ځای چې د هغې په وینا، امریکایي "ملګري" یا اشنايان یې هلته اوسېدل.

د عکس سرچینه، Facebook
د یونان پولیسو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د مړینې د علت د معلومولو لپاره یې د زهري موادو د ازموینو (ټاکسیکولوژۍ) د راپورونو د چمتو کولو او ارزونې بهیر چټک کړی دی او احتمال شته چې پایلې یې "په راتلونکو ورځو کې" ترلاسه شي.
د دغسې ازموینو پایلې، د قضیې د پېچلتیا او د عدلي لابراتوارونو د کاري بار له مخې، کېدای شي له څو اونیو تر څو میاشتو پورې وخت ونیسي.
پولیس همدارنګه هڅه کوي هغه امریکایي ملګري وپېژني او ومومي چې د لیزا د معلوماتو له مخې په کیپسلي سیمه کې مېشت وو.
د سکاټلنډ لومړي وزیر جان سویني دا پېښه "یوه بشپړه وېروونکې قضیه" بللې ده.
د سکاټلنډ د حکومت ویاند وویل: "دا د الیزابت جېن راس د کورنۍ لپاره ډېر سخت او دردونکی وخت دی، او مهمه ده چې د پلټنو د دوام پر مهال د هغوی شخصي حریم ته درناوی وشي."
هغه زیاته کړه: "د سکاټلنډ د حکومت چارواکي له کورنۍ او همدارنګه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي، چې ډاډه شي اړین ملاتړ ورسره کېږي. له دې امله چې دا موضوع لا هم د سکاټلنډ د پولیسو تر څېړنې لاندې یوه فعاله قضیه ده، نو په دې اړه نورې څرګندونې مناسبې نه دي."



















