د صوبو شمېر زیاتولو په تړاو د کورنیو چارو وزیر مشوره او د پوځي ویاند څرګندونې؛ پاکستان کې څه تېرېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images/PTV
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له هغو څرګندونو وروسته چې وايي، ''هغه نظام نړېدلی، چې موږ په کې ژوند کوو''، او د مسائلو د حل لپاره یې پاکستان کې د نویو صوبو (ولایتونو) جوړولو مشوره ورکړه، پراخ بحثونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي نقوي د اقتصاد په تړاو یوې غونډې ته وینا کې پر همدې موضوع د خبرو په ترڅ کې وویل:
"اداري واحدونه یا صوبې، هر نوم چې ورته ورکول کېږي، باید د خلکو تر کچې ورسول شي."
هغه زیاته کړه چې فدرالي حکومت هر کال خپله بودیجه له کسر سره جوړوي، او بحث دا وي چې په روان کال کې به څومره پور اخیستل کېږي. نوموړي وویل:
"ایا دا زموږ مسوولیت نه دی چې دا وضعیت سم کړو؟"
محسن نقوي وايي، د هېواد پور هر کال زیاتېږي او تر هغه وخته چې "دا نظام له سره تنظیم نه شي"، ستونزې به حل نه شي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان ټول سیاسي ګوندونه باید له نویو ایالتي یا اداري واحدونو نیولې د هېواد تر هرې ستونزې پورې په ګډه کښېني او د حل لارې ورته ولټوي.
د ښاغلي نقوي له دې څرګندونو یوه ورځ وروسته د پاکستاني پوځ ویاند احمد شریف چودري که څه هم د ښاغلي نقوي څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله، او په وینا یې دی پرې نوره تبصره نه کوي، خو په دې هکله یې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې پاکستان باید د غوره اداري نظام پر لور پرمختګ وکړي او په دې لړ کې باید پر لازمو اصلاحاتو غور وشي. ډګر جنرال احمد شریف چودري زیاته کړه:
"خو دا چې ښه حکومتولي څنګه رامنځته شي، کوم اصلاحات باید ترسره شي او هېواد باید کوم لوري ته لاړ شي، دا پرېکړه د سیاسي ګوندونو او سیاستوالو کار دی."
د پاکستان کورنیو چارو وزیر پر تازه وړاندیز د کابینې یوه بل غړي او د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نیوکه وکړه.
خواجه اصف په یوه اېکس پیغام کې چې د واکمن پاکستان مسلم لیګ ن ګوند له لوري هم شریک شوی، د طنز په ژبه ویل شوي، چې محسن نقوي باید د پارلمان او کابینې له لارې دا چاره ترسره کړي او ''د نظام بدلون پیل له خپل وزارته وکړي.''
خو د واکمن پاکستان مسلم لیګ ن ګوند یوه مشر او د لومړي وزیر شهباز شریف سلاکار رانا ثناالله بیا په یوه تازه بیان کې ویلي، د ګوند مشر نواز شریف لارښوونه کړې، چې باید د محسن نقوي څرګندونې له پامه وغورځول شي.
رانا ثناالله د پاکستان خصوصي ټلویزیون جیو په یوه خپرونه کې په دې هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل: ''محسن نقوي چې څه ویلي، موږ ورسره بالکل یوه خوله نه یو او پر هغه انداز هم سخت اعتراض کوو، چې ده د خبرو لپاره غوره کړی و.''
نوموړی زیاتوي، د دې بحث د اوږدولو پر ځای د ګوند مشرتابه لارښوونه دا ده، چې دا باید له پامه وغورځول شي، ځکه بې معنی خبرې دي، هیڅ مخینه نه لري.''
د نویو صوبو جوړولو په بحث کې د پوځ یادونه ولې کېږي؟
ځینې شنونکي وايي، په ظاهره داسې ښکاري، چې د پاکستاني پوځ د مشرتابه غواړي، چې په اوسني اداري نظام کې بدلون راشي، خو د پاکستان د سیاسیونو نظر په دې هکله وېشلی دی.
د ازاد خبریال طاهر خان په وینا د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له لوري، چې د پاکستان پوځ ته خورا ډېر نژدې کس بلل کېږي، د دې بحث پیل ته پاکستان کې په داسې نظر کتل کېږي، چې دا د پوځ غوښتنه ده، خو د پاکستان سیاسي کړیو کې بیا په دې هکله نظرونه وېشلي دي.
''د دې موضوع په هکله نظرونه وېشلي دي. د جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي په ګډون مذهبي ګوندونه په دې هکله پټه خوله دي، خو هغه ګوندونه بیا په دې موضوع کې خپل مخالفت ښيي، چې فکر کوي، د صوبو وېش یا نویو انتظامي واحدونو له رامنځته کېدو سره به یې، د نفوذ ساحې او هغه حوزې له ګواښ سره مخامخ شي، چې دوی پکې معمولا رایې ترلاسه کوي.''
پاکستان کې د صوبو شمېر زیاتول یا د اداري واحدونو رامنځته کولو بحث نوی نه دی. په تېر کې دغسې ځینې وړاندیزونو ته د شک په نظر کتل شوي او اختلاف ورسره شوی. د پاکستان ځینې سیاسي کړۍ دغسې وړاندیزونو ته په توکمیز او ژبني بنسټ د صوبو وېشلو په نظر ګوري، خو ځینې یې ملاتړ هم کوي.
له دې مخکې تر لسیزو پورې د ژبني توپیر پر بنسټ د پنجاب ایالت په سویلي سیمو کې د ''سرائیکي صوبې'' جوړولو غوښته هم کېده، چې ځینې مهال ان د پاکستان په فدرالي پارلمان کې هم د دې غوښتنې ازانګه اورېدل کېده او پلویانو یې ویل، چې دوی د ژبني توپیر پر ځای له اداري پلوه د پنجاب ایالت وېشلو پلویان دي.
له صوبه سرحد نه خیبر پښتونخوا ته د صوبې له نامه بدلولو وروسته د (هزاره) په نامه د هندکو ژبي ویونکو سیمو یوې ځانګړې صوبې رامنځته کېدو غوښتنه هم کېده، چې ځینو سیاسي ګوندونو یې ملاتړ کاوه او دغه راز له سند صوبې د جلا صوبې په توګه د کراچۍ ښار جلا کولو غوښتنې هم ملاتړي درلودل او د پاکستان پیپلز او پاکستان مسلم لیګ ن ځینو مشرانو په ګډون ځینو سیاستوالو د خپل ګوند په پالیسۍ کې هم دې موضوع ته د ځای ورکولو یادونه کړې وه.
خو ازاد خبریال طاهر خان وايي، د پاکستان دوه ګوندونه پاکستان مسلم لیګ ن او پاکستان پیپلز ګوند، چې کله یو او کله بل په واک کې وي، اوس دغه دواړه ګوندونه په اوسني نظام کې مهم رول لري او په واکمن ائتلاف کې هم شامل دي، نو که صوبې وېشل کېږي، له دوی سره به دا وېره وي، چې سیاسي نفوذ او رایې به له لاسه ورکړي.
ښاغلی خان وايي، ''له لویو ګوندونو سره دا وېره ده، چې سند او پنجاب لویې صوبې دي، دوی پکې نفوذ لري، د بېلګې په توګه هر ګوند چې په پنجاب کې رایې ترلاسه کړي، (د رایو ډېروالي له کبله) هغه ګوند په مرکز کې حکومت تشکیلوي. نو که پنجاب ووېشل شي، یا سویلي پنجاب ترې جلا شي، نو هلته بل ګوند مخې ته راځي او د دوی نفوذ له منځه ځي.''
طاهر خان دغه راز د سند صوبې یادونه کوي، چې له اوږدې مودې راهیسې په ټاکنو کې پاکستان پیپلز ګوند تر ټولو ډېرې رایې پکې ترلاسه کوي، خو د طاهر خان په وینا که له سند ایالته کراچۍ ښار جلا شي، ''نو کراچۍ کې خو ایم کیو ایم (متحده قومي موومنټ ګوند) دی، اردو ژبي خلک دي، نو که په کراچۍ کې جلا ټاکنې وي او په نور سند کې جلا وي، نو دوی (پیپلز ګوند) ته خو هغه قوت نه ورپاتې کېږي، چې اوس یې لري.''

د عکس سرچینه، APP
مخکینی سناتور او د پي ډي ایم ګوند یو لوړپوړی مشر افراسیاب خټک بیا دا د پوځ یوه داسې پلمه بولي، چې په وینا یې غواړي له همدې لارې اوسنی حکومت ړنګ کړي.
په پېښور پوهنتون کې د سیاسي علومو څانګې استاده نورین نصیر وايي، نظام کې داسې ''خرابي'' نه شته، چې له لویه سره پکې بدلون راوستل شي، او د صوبو شمېر زیاتولو پر ځای باید د حکومتولۍ هغه ادارې پیاوړې او زیاتې فعالې شي، چې په ځايي توګه خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
نورین نصیر وايي، ''زه فکر کوم داسې نه ده، چې د نورو صوبو له جوړولو سره به مسائل حل شي، بلکې زموږ ځايي حکومتولي باید لا پیاوړې کړل شي، په دې ادارو کې باید بنسټیزه بیا رغاونه وشي، د دې ادارو اډانه باید بیا ورغول شي.''
نوموړې وايي، د قانون ۳۲ مادې له مخې د پاکستان څلور سره صوبو کې د ځايي حکومتولۍ ادارې رامنځته شوې، خو ''له بده مرغه هغوی نه مالي قوت لري، نه داسې اختیارات لري، چې په ولسي کچه خدمتونه وړاندې کړي، ستونزه دا ده، چې د صوبايي یا فدرالي پارلمان ځايي غړي نه غواړي دا ادارې پیاوړې شي.''
نوې صوبې یا اداري واحدونه څنګه رامنځته کېدای شي؟
پاکستان کې د نويو صوبو جوړولو لپاره د تګلارې لارښوونه د پاکستان اساسي قانون ۲۳۹مې مادې له څلورمې فرعي فقرې ترلاسه کېږي.
د دې مادې له مخې، که یوه صوبه وېشل کېږي او نوې صوبې ترې جوړېږي، نو د اړوند صوبې د اسمبلۍ لږ تر لږه دوه پر درېیمه اکثریت غړي باید د صوبې د نویو واحدونو په حق کې رایې ورکړي. له دې وروسته بیا پارلمان کولای شي د اساسي قانون د تعدیل لایحه تصویب او د هېواد ولسمشر ته یې د توشیح لپاره واستوي.
هغسې چې د صوبو د حدونو د بدلولو لپاره د اساسي قانوني تعدیل ته اړتیا وي، او د اساسي قانون د تعدیل لپاره دوه پر درېیمه اکثریت لازمي ده، نو دا معنی هم لري چې یوازې د صوبايي اسمبلۍ ملاتړ بسنه نه کوي، بلکې په ملي اسمبلۍ کې هم باید د غړو دوه پر درېیمه اکثریت د دې پرېکړې ملاتړ وکړي. یوازې په هغه صورت کې یوه صوبه وېشل کېدای شي او نوې صوبه یا اداري واحدونه ترې جوړېدای شي.
په ۲۰۱۸ کال کې چې د اساسي قانون د ۲۵م تعدیل له لارې مخکینۍ قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا له صوبې سره یوځای شوې، نو هغه اقدام هم د اساسي قانون د همدې مادې له مخې ترسره شوی و.


















