سعودي کې د اعدام په تمه بندیان؛ له بي‌بي‌سي یې د اعدام مخنیوي کې د غږ اورېدو مرسته وغوښته

ځینو ایتیوپیايي بندیانو د بي بي سي د ټیګرینیا ژبې د خدمت شمېره ترلاسه کړه او د زندان له ټیلیفون څخه یې اړیکه ونیوله، څو خپلې کیسې او ستونزې شریکې کړي.
د عکس تشریح، ځینو ایتیوپیايي بندیانو د بي بي سي د ټیګرینیا ژبې د خدمت شمېره ترلاسه کړه او د زندان له ټیلیفون څخه یې اړیکه ونیوله، څو خپلې کیسې او ستونزې شریکې کړي.
    • Author, اکیلو چیګای
    • دنده, بي بي سي ټیګریني
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

کله چې د سعودي په یوه زندان کې پر اعدام د محکومو له ځانګړې څانګې بي بي سي سره یو اېتیوپیايی ځوان پر ټیلیفون اړیکه نیولو وتوانېد، ناهیلي یې په غږ کې له ورایه ښکارېده.

هابتوم- چې د هویت د خوندي ساتلو لپاره مستعار نوم کارول شوی، لکه د دې راپور بل زنداني، له درېیو کلونو ډېر وخت کېږي چې د سعودي عربستان د خمیس مشیط ښار په یوه زندان کې بندي دی.

د هغه تر شا د نورو بندیانو د چیغو او شور ترمنځ، نوموړي د مرستې غوښتنه وکړه او په غوسه ښکارېده، ځکه باور یې درلود د هغه حکومت د ده د برخلیک د بدلولو لپاره ډېر لږ څه کوي.

هابتوم وویل: "یو زنداني بل زنداني ته تسلي نه شي ورکولای. زموږ په لاس کې له ژړا پرته بل څه نشته. موږ د خپل وار په تمه یو، خو نه پوهېږو چې کله به راشي."

هابتوم او یو شمېر ملګري یې د خپل هېواد له جګړې او بېوزلۍ تښتېدلي وو، په دې هیله چې ښه ژوند ومومي.

خو دا سفر، چې د جیبوتي او یمن له لارې شوی و، په پای کې د هغه پښې تر زندانه ورسولې. هغه اوس د هغو اېتیوپیایي بندیانو له مخ پر زیاتېدونکي شمېر سره یوځای شوی چې د نشه یي توکو د قاچاق په تور د سعودي عربستان په زندانونو کې بندیان او د اعدام له خطر سره مخامخ دي.

د خپلې کیسې د رسولو لپاره، ځینو بندیانو د بي بي سي د ټیګرینیا ژبې د خدمت د موبایل شمېره ترلاسه کړې وه. بي بي سي د هغو لسګونو اېتیوپیايي بندیانو له اوو کسانو سره خبرې کړې دي چې د اعدام د حکم عملي کېدو ته انتظار باسي. د اټکل له مخې د دغو بندیانو شمېر ښايي ۲۰۰ کسانو ته ورسېږي.

پر اېتیوپیایانو سربېره، نور بهرني وګړي لکه پاکستانیان، سودانیان او اردنیان هم له ورته برخلیک سره مخ دي. خو د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۱۷ اېتیوپیایان اعدام شوي چې دا د غیر سعودي وګړو ترمنځ تر ټولو لوړه شمېره ده. له دغو اعدامونو پنځه یې یوازې د دوشنبې په ورځ ترسره شوي وو.

هغو اوو اېتیوپیایي بندیانو چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وې، ویلي چې د زندان دننه شرایط ډېر سخت او له ستونزو ډک وو.
د عکس تشریح، هغو اوو اېتیوپیایي بندیانو چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وې، ویلي چې د زندان دننه شرایط ډېر سخت او له ستونزو ډک وو.

د بښنې نړیوال سازمان د یوې څېړنې له مخې، دوه کاله وړاندې یوازې دوه اېتیوپیایان اعدام شوي وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۳۵ اېتیوپیایان اعدام شوي دي.

د دې زیاتوالي دقیق لامل لا څرګند نه دی، خو ښايي د اېتیوپیا له شمالي تیګرای سیمې د کډوالو د زیاتې وتنې له امله وي. په دې سیمه کې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یوه خونړۍ - دوه کلنه کورنۍ جګړه - پای ته ورسېده چې پراخ ویجاړی یې پرېښود.

د بښنې نړیوال سازمان څېړونکې دانا احمد بي بي سي ته ویلي:

"دا زیاتوالی ښايي له دې سره هم تړاو ولري چې سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې د نشه يي توکو اړوندو قضیو کې د اعدام سزا کارول پراخ کړي دي".

هابتوم، چې د هغو ډېری بندیانو په څېر د تیګرای اوسېدونکی دی چې بي بي سي ورسره خبرې کړې دي، د حشیشو (چرسو) د قاچاق په جرم محکوم شوی. حشیش د بنګو یا چرسو یو ډول دی او په سعودي عربستان کې د قاضي د ارزونې له مخې دا ډول محکومیت ځینې وخت د اعدام سزا ته هم رسېدای شي.

خو د بشري حقونو بنسټونو لکه ریپریو (Reprieve)، د بشر حقونو د څار سازمان او بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په دغو قضیو کې د قانوني بهیر لازم اصول ډېر کم عملي کېږي.

دانا احمد وايي، تورنو کسانو ته د مدافع وکیل حق نه ورکول کېږي، د دوسیې اسناد ورسره نه شریکېږي او که ژباړه هم موجوده وي، ډېر وخت کافي نه وي.

هغې زیاته کړه: "که څه هم په نظري ډول د استیناف حق شته، خو تورن کسان له وکیل پرته استیناف نه شي کولی او په داسې حالت کې حکم په اتومات ډول تاییدېږي".

د هغې په وینا، د عدلي بهیر په ټولو پړاوونو کې نژدې بشپړ د شفافیت نشتوالی موجود دی؛ له لومړنۍ پرېکړې نیولې، د سترې محکمې تر بیاکتنې او د شاهي توشیح تر مرحلې پورې. د اعدام محکومین او د هغوی کورنۍ د خپل برخلیک په اړه له بشپړ نامعلوم وضعیت سره مخ وي.

هابتوم هم ادعا کړې چې ده ته د وکیل د لرلو یا د ځان د دفاع کولو فرصت نه دی ورکړل شوی. هغه وايي اړ ایستل شوی و یو عربي ژبی سند لاسلیک کړي چې پکې د حکم منل ښودل شوي وو، خو نوموړي د هغه سند په محتوا نه پوهېده او نه یې درک کوله چې د څه شي په اړه لاسلیک کوي.

یو بندي وویل چې د دوی د زندان د خونې دروازه په ورځ کې یوازې یو ځل پرانېستل کېده، هغه هم هغه مهال چې ساتونکي به ورته خواړه راوړل.
د عکس تشریح، یو بندي وویل چې د دوی د زندان د خونې دروازه په ورځ کې یوازې یو ځل پرانېستل کېده، هغه هم هغه مهال چې ساتونکي به ورته خواړه راوړل.

همدارنګه د بشر حقونو د څار سازمان له هغو کسانو سره اړیکه نیولې چې دغو قضیو ته نژدې وو او د دې سازمان د کډوالو او مهاجرینو د چارو مشرې سلاکارې نادیه هارډمن په وینا، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې د "ډله‌ییزو سزاوو، ډله‌ییزو محاکمو چې د قانوني بهیر له لومړنیو تضمینونو هم بې‌برخې وې او هغو کسانو" په اړه دي چې بندیان شوي او بیا له دې پرته چې پوه شي اعدام به یې کله عملي کېږي، د اوږدې مودې لپاره په تمه ساتل شوي دي.

سعودي چارواکو د بي بي سي هغې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی چې د عادلانه قانوني بهیر د نشتوالي د تورونو په اړه یې تبصره غوښتې وه. خو د هر اعدام پر مهال د سعودي د دولتي خبري اژانس له لارې یو رسمي بیان خپرېږي چې پکې ویل کېږي قضیه بېلابېل پړاوونه تېروي، لکه څېړنه، محکمه، استیناف، د سترې محکمې پرېکړه او بیا شاهي فرمان.

په دغو بیانونو کې ویل کېږي چې د اعدامونو پلي کول د دې لپاره دي چې خلک "د مخدره موادو له ناورین" او د هغو له زیانونو خوندي وساتل شي.

هابتوم ویلي، که څه هم کله کله له خپلې کورنۍ سره د زندان په کوټه کې د نصب شوي ټیلیفون له لارې خبرې کوي، خو هېڅکله یې هغوی ته نه دي ویلي چې د اعدام سزا پرې ختلې ده.

هغه وایي: "غوره ګڼم چې زما له مرګ وروسته پرې خبر شي، نه دا چې اوس یې واوري".

هابتوم وویل، ده هیله لرله چې لېسه بشپړه کړي، پوهنتون ته ولاړ شي او داسې دنده ومومي چې له لارې یې له خپلې مور او پلار سره مرسته وکړای شي، خو د تیګرای جګړې دا ټولې هیلې له منځه یووړې.

هغه زیاته کړه: "زما هدف له منځه ولاړ، نو ځکه مې د کډوالۍ پرېکړه وکړه."

هابتوم په ۲۰۲۱ کال کې سعودي عربستان ته له خطرناک سفره تر ژوندي رسېدو وروسته، د وزو د پوونده (شپانه) په توګه یوه ټیټ معاش لرونکې دنده وموندله. خو وروسته د هغه کارګمارونکو ده او نورو کسانو ته د لا ډېرو پیسو د ګټلو وړاندیز وکړ.

هغوی ته ویل شوي وو چې یوه بسته یوه ځای ته ورسوي، خو پولیسو یې په لاره کې مخه ونیوله او له دوی سره د قات په نوم د نشه‌يي بوټي پاڼې وموندل شوې. قات یو طبیعي محرک بوټی دی چې په ځینو افریقايي هېوادونو کې په پراخه کچه کارول کېږي.

د سعودي عربستان په رسمي معلوماتو کې ټولې قضیې د چرسو د قاچاق په توګه ثبت شوې دي، خو هغو کسانو چې له بي بي سي سره یې خبرې کړې، ویلي چې موضوع د قاتو وه.

هابتوم وویل: "زه نه پوهېدم چې څه شی مو لېږداوه، خو وروسته پوه شوم چې قات و. زه آن نه پوهېږم چې قات څه شی دی".

هغه دا هم ومنله چې د وړاندیز شویو پیسو له امله دې کار ته هڅول شوی و.

هابتوم اعتراف وکړ چې: "ما په ناخبرۍ کې تېروتنه کړې وه."

هغه هیله درلوده چې د اعدام سزا به یې د بند پر سزا بدله شي.

په تېره اپرېل میاشت کې د هغه درې اېتیوپیايي ملګري، چې ورسره بندیان وو، اعدام شول او تېر جون میاشت کې نهه نور هم اعدام شول.

د اپرېل د اعدامونو له ترسره کېدو وروسته د بشري حقونو سازمانونو او ځینو مشهورو ایېتیوپیايي شخصیتونو غبرګونونه راوپارېدل. د اعتراض کوونکو له ډلې د ایتیوپیا د ارتودوکسې کلیسا اغېزناک مشر هم شامل و.

سعودي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، کړي؛ داسې سند چې پکې هغه تورونه شامل وو چې د اعدام سزا پرې کېدای شي. دیستا ادعا کوي چې وروسته، کله چې محکمې ته حاضر شو، د تورونو پر وړاندې د اعتراض او دفاع فرصت ورنه کړل شو او کوم مدافع وکیل هم ورسره نه و

دیستا، چې د زندان په بله برخه کې ساتل کېږي، ویلي چې د دوی په کوټه کې ۲۰۰ کسان اوسي، حال دا چې دا ځای یوازې د ۹۰ کسانو د ځایولو لپاره جوړ شوی و. د کوټې د دېوالونو په اوږدو کې یوازې ۴۵ دوه‌پوړیزه بسترونه اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې بندیان د ورځې پر مهال په ځمکه کې ناست وي او په ډېرو سختو او تنګو شرایطو کې له یو بل سره نښتي ځای پر ځای کېږي. د شپې، کله چې هوا سړه شي، دوی د کمپلو پر ځای خپل ځانونه د کثافاتو په پلاستیکي کڅوړو پټوي.

دیستا وویل: "د اعدام له ګواښ سره مخ کېدل او د زندان د ګڼې ګوڼې سخت شرایط موږ له ناروغیو او رواني فشار سره مخ کوي."

هغه وویل: "ساتونکی یوازې د خوړو راوړلو لپاره دروازه پرانیزي. هغه خپله خوله او پوزه په ماسک پوښلې وي. همدا یوازېنی وخت وي چې دروازه پرانستل کېږي. کله چې خواړه راکړي، ژر دروازه بنده کړي او ولاړ شي."

دیستا زیاته کړه: "موږ نه شو کولی له هغوی پوښتنې وکړو او نه ورسره خبرې کولای شو. آن یوازې یوه پوښتنه کول هم ښايي د سخت وهلو سبب شي."

دیستا تر درېیو کلونو ډېر وړاندې، په داسې حال کې ونیول شو چې له یمنه سعودي عربستان ته د پولې د اوښتو هڅه یې کوله. پر هغه د نشه‌يي توکو د قاچاق تور پورې شوی دی.

هغه وویل: "موږ څلور اېتیوپیایان وو او یو یمني سړی هم له موږ سره و. هغه راته وویل چې د پولې له اوښتو سره مرسته کولی شي، ځکه خوندي لارې پېژني. په بدل کې یې غوښتل چې موږ د قاتو ډکې کڅوړې یوسو او ان د پیسو ژمنه یې هم راسره وکړه."

دیستا زیاته کړه: "له بده مرغه، له پولې تر اوښتو لږ وروسته پولیسو ونیولو. پر موږ یې ډزې وکړې. یمني سړی وتښتېد، خو موږ ونه توانېدو. موږ وارخطا وو او نه پوهېدو چې کومې خوا ته ولاړ شو."

بي بي سي ته دیستا دا هم وویل چې هېڅکله یې فکر نه کاوه د اعدام سزا به پرې وخېژي. ده باور درلود چې له یوې مودې بند وروسته به بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

خو د هغه په وینا، پر ده هم فشار راوړل شوی و چې په عربي ژبه یو سند لاسلیک کړي؛ داسې سند چې پکې هغه تورونه شامل وو چې د اعدام سزا پرې کېدای شي. دیستا ادعا کوي چې وروسته، کله چې محکمې ته حاضر شو، د تورونو پر وړاندې د اعتراض او دفاع فرصت ورنه کړل شو او کوم مدافع وکیل هم ورسره نه و.

دیستا وویل: "کله چې په لومړي ځل د قاضي مخې ته حاضر شې، هغه درنه پوښتي چې ایا لګول شوي تورونه منې که نه؟ او په دویم ځل چې ورشې، د اعدام حکم درباندې کوي."

دیستا د خښتو جوړولو په صنعت کې کار کاوه او د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو لپاره یې مبارزه کوله. هغه د تیګرای د جګړې پر مهال، کله چې جګړه د ده کور ته نژدې شوه، خپله سیمه پرېښوده.

اوس هغه یو ځل د خپل ژوند او مرګ په اړه اندېښمن دی. دیستا، هابتوم او لسګونه نور بندیان چې په اعدام د محکومو کسانو په څانګه کې ساتل کېږي، له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي.

هابتوم وویل: "موږ په سخته وېره کې ژوند کوو او ان هغه خواړه هم نه شو خوړلی چې موږ ته راکول کېږي."

د راپور په چمتو کولو کې: ډامیان زین هم ونډه اخیستې ده.