په افغانستان کې د سوري زړه د درملنې لومړنی روغتون، د ګڼو ناروغو ماشومانو لپاره د هیلو څرک

د روغتون وداني
د عکس تشریح، دې روغتون ته د نړۍ د معتبرو روغتونونو په کچه طبي وسایل راوړل شوي دي.
    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي-کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په لومړي ځل په پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د سوري زړه د درملنې او عملیاتو لپاره د یوه ځانګړي روغتون پرانیستل کېدو سره د ډېرو کورنیو تمه دا ده چې افغانستان کې دننه به یې د ماشومانو درملنه شونې شي.

دغه روغتون د طالبانو حکومت کې د سرې میاشتې ټولنې له بودیجې د شپږ اعشاریه پنځه میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی چې په کلني ډول د ۲۰۰۰ عملیاتونو د کېدو ژمنه یې کړې ده.

د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور وايي، له ۳۷ زرو ډېر ماشومان ثبت شوي چې د سوري زړه ناروغي لري او دا چې اړمنو ته به لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي دلاور وویل، له پانګوالو او شتمنو خلکو یې غوښتي چې د دغو ناروغانو لاسنیوي کې مرسته وکړي.

هغه دا روغتون د سیمې په کچه کمساری وباله.

له دې وړاندې به د سوري زړه ناروغ ماشومان جرمني او نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره وړل کېده.

دغه بهیر کې نه هم ټولو د دې وس درلوده چې ځان تر سرې میاشتې ورسوي او نه هم له وخت سره سم هر یوه ته وار رسېده چې ناروغ یې ولېږدول شي.

د دغه روغتون مشر ډاکټر عبدالولي اتمانزي بي بي سي ته ویلي، له افغان ډاکټرانو سره په خوا کې به د ځینو بهرنیو هېوادونو روغتیايي ډلګۍ هم وخت ناوخت دغه روغتون ته د روغتیايي چوپړونو لپاره ورځي" د ناروې، ډنمارک، بریتانیا، قطر او عرب اماراتو له لوري د دې ژمنه شوې چې خپل ډاکټران به د عملیاتونو لپاره وخت ناوخته رالېږي."

دغه بهرني ډاکټران به د افغان روغتیاپالانو په روزنه کې هم لاس اړوي.

یوه روغتیاپاله له بستر ماشومه سره خبرې کوي.
د عکس تشریح، یوه روغتیاپاله له بستر ماشومه سره خبرې کوي.

د یکشنبې پر ورځ د اګسټ پر دویمه، روغتون د پرانیستي پر مهال لیدل کېده چې د کار له پیل سره لسګونه پر زړه سوري ماشومان دغلته بستر شوي دي.

یوه مېرمن چې له پروان ولایته دغلته راغلې وايي " څلور کاله یې د خپلې لور د درملنې لپاره انتظار کړی."

پر بي بي سي پښتو فېسبوک د دې روغتون د پرانیستې خبر خپرېدو ته په غبرګون ګڼ کسانو د خپلو ماشومانو لپاره دا د هیلو یو څرک بللی.

د محمد حذیفه په نوم یوه کارن لیکلي " زما زوی محمد حنظله به هم الله تعالی په همدې روغتون کې د روغ صحت څخه برخمن کړي. د محمد حنظله بچي لپاره مې د روغتیا هیله پیدا شوه."

په جرمني کې مېشت د سولې کلي په نوم د یوه نړیوال بنسټ له لوري په تېر کې د غوراوي له یوه پړاو وروسته به یو شمېر ماشومان جرمني ته وړل کېده چې د سوري زړه درملنه یې وشي. له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې د زرګونو ماشومانو درملنه شوې ده خو دا لومړی ځل دی چې دغه عملیاتونه به په کور دننه کېږي.