ولې د چین د مصنوعي ځیرکتیا یوه ماډل هالیووډ اندېښمن کړی دی؟

انځوریزه طرحه: په سور شالید کې یو ژېړ ستوری ښکاري. د یوه لاس سیوری یا سیلوېټ یو موبایل نیولی دی. د موبایل پر پرده د یوې ښځې څېره لیدل کېږي او پر پرده د «سېډنس ۲.۰» لیکل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اوزموند چیا او سورنجانا تواری
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ټیک ټاک د مالک چینايي شرکت بایټ‌ډنس له خوا جوړ شوی د مصنوعي ځیرکتیا نوی ویډیویي ماډل Seedance 2.5 هالیووډ او د ساتېرۍ صنعت اندېښمن کړی دی. دا اندېښنه یوازې د دې ماډل د پرمختللو وړتیاوو له امله نه ده، بلکې د هغو اغېزو له کبله هم ده چې ښايي پر فلم، هنر او تفریحي صنعت ولري.

Seedance 2.5 یوازې د څو لنډو متني لارښوونو په مرسته داسې ویډیوګانې جوړولی شي چې د سینمایي اثارو په کچه کیفیت ولري. دغه ویډیوګانې نه یوازې انځورونه، بلکې غږیزې اغېزې او د کرکټرونو خبرې هم پکې شاملېدای شي.

په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر هغه کلیپونه چې ویل کېږي د Seedance په وسیله جوړ شوي، په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شول. په دغو ویډیوګانو کې د سپایډرمېن او ډېډپول په څېر مشهور کرکټرونه هم ښکاري.

دغې ټکنالوژۍ د فلمي سټوډیوګانو لکه ډیزني او پاراماونټ پام هم ځان ته اړولی دی. دغو شرکتونو بایټ‌ډنس د کاپي‌رایټ یا د خپرونو د حقونو په سرغړونې تورن کړی، خو د اندېښنو موضوع یوازې حقوقي اړخ نه لري. ډېری کسان وېره لري چې دا ډول ټکنالوژي به د فلم جوړونې، انیمېشن او محتوا تولید په برخو کې د انساني کارکوونکو اړتیا راکمه کړي.

Seedance څه شی دی؟

Seedance لومړی ځل د ۲۰۲۵ کال په جون کې په نسبتاً چوپه فضا کې معرفي شو، خو د دې دویمه نسخه چې شاوخوا اته میاشتې وروسته خپره شوه، پراخ بحثونه یې راوپارول.

د ویډیو سټېټ (VideoState) هنري سټوډیو مشر یان ویلم بلوم وایي:

"د لومړي ځل لپاره داسې احساس کوم چې دا یوازې د مصنوعي ځیرکتیا لپاره ښه کار نه دی؛ بلکې داسې ښکاري لکه د یو واقعي فلم جوړونې بهیر محصول وي."

د هغه په وینا، لوېدیځو AI ماډلونو د کاروونکو د لارښوونو پر بنسټ د اغېزناکو ویډیوګانو جوړولو کې ډېره پرمختیا کړې، خو Seedance توانېدلی چې دغه بېلابېلې وړتیاوې په یوه منظم او همغږي چوکاټ کې سره یوځای کړي.

ولې دا ماډل ځانګړی بلل کېږي؟

Seedance د Midjourney او OpenAI د Sora په څېر نورو AI وسیلو ته ورته دی، ځکه د متني لارښوونو پر بنسټ ویډیو جوړوي. خو د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې یوازې یوه لنډه جمله هم کافي وي چې لوړ کیفیت لرونکې ویډیو تولید کړي.

همدا چاره هالیووډ اندېښمن کړی، ځکه هغه کارونه چې پخوا به د فلم جوړونکو، انیمېټرانو، غږ ثبتوونکو او ځانګړو اغېزو د متخصصینو د لویو ټیمونو له خوا ترسره کېدل، اوس ښايي په څو دقیقو کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې ترسره شي.

ډیزني د ګڼو هنري او خیالي کرکټرونو، په ګډون د مارول د ابرقهرمانانو، د کاپي‌رایټ او سوداګریز امتیاز مالکیت لري.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، ډیزني د ګڼو هنري او خیالي کرکټرونو، په ګډون د مارول د ابرقهرمانانو، د کاپي‌رایټ او سوداګریز امتیاز مالکیت لري.

د مصنوعي ځیرکتیا د اخلاقي چارو څېړونکې مارګریټ مېچل وايي چې د سیډنس (Seedance) تر ټولو د پام وړ ځانګړنه دا ده چې متن، انځور او غږ په یوه واحد سیسټم کې سره یوځای کوي.

د دې ماډل وړتیاوې کله ناکله په یوه عجیب مثال ارزول کېږي: د داسې ویډیو کیفیت چې پکې ویل سمیټ سپاګېټي خوري. سیډنس نه یوازې د ویل سمیټ یوه خورا واقعي بڼه د سپاګېټي خوړلو پر مهال جوړولی شي، بلکې داسې ویډیوګانې هم جوړوي چې نوموړی پکې له یوه "سپاګېټي هیولا" سره جګړه کوي. پایله یې له ظاهري او هنري پلوه د هالیووډ د لوړ بودجې فلمونو په څېر ښکاري.

د صنعت ګڼ شمېر کارپوهان او فلم جوړونکي باور لري چې سیډنس د ویډیو تولید په ټکنالوژۍ کې یو نوی پړاو پرانیستی دی.

د سنګاپور د "ټایني آیلنډ پروډکشنز" د انیمېشن سټوډیو مشر ډیویډ کوک وايي هغه پېچلې اکشني صحنې چې سیډنس یې تولیدوي، د سیالانو په پرتله ډېرې واقعي ښکاري. د هغه په وینا:

" تقریباً داسې احساس کېږي لکه یو مسلکي فلم‌اخیستونکی یا د اکشن فلمونو متخصص ستاسو ترڅنګ ولاړ وي".

د کاپي‌رایټ او قانوني ننګونو زیاتوالی

سیډنس د کاپي‌رایټ یا د خپرونو د حقونو له ستونزو سره هم مخ شوی دی. کارپوهان خبرداری ورکوي چې د AI شرکتونه د لا پیاوړو وسیلو د جوړولو لپاره کله ناکله د انسانانو د حقونو او د محتوا د خاوندانو د امتیازاتو پر ځای ټکنالوژۍ ته لومړیتوب ورکوي.

د هالیووډ لویو شرکتونو د سیډنس له لوري د سپایډرمېن، ډارت وېډر او نورو خوندي کرکټرونو کارول په کلکه غندلي دي. ډیزني او پاراماونټ غوښتنه کړې چې د دوی د محتوا کارول ودروي. جاپان هم د مشهورو انیمې کرکټرونو د AI ویډیوګانو له خپرېدو وروسته د بایټ‌ډنس په اړه د احتمالي کاپي‌رایټ سرغړونې پلټنې پیل کړې دي.

بایټ‌ډنس ویلي چې د موجوده خوندیتوب میکانیزمونو د پیاوړتیا لپاره اقدامات کوي.

دا ستونزه یوازې د چین نه ده

د کاپي‌رایټ یا رښتې شخړې یوازې د بایټ‌ډنس ستونزه نه ده. په ۲۰۲۳ کال کې نیویارک ټایمز پر اوپن‌اې‌آی او مایکروسافټ دعوه وکړه او ویې ویل چې د دې ورځپاڼې مقالې یې د اجازې پرته د AI ماډلونو د روزنې لپاره کارولې دي.

همدارنګه ریډیټ تېر کال پر پرپلېکسیټي دعوه وکړه او ادعا یې وکړه چې شرکت د کاروونکو معلومات په غیرقانوني ډول کارولي دي. ډیزني هم د ورته اندېښنو موضوع له ګوګل سره راپورته کړې ده.

مارګریټ مېچل ټینګار کوي چې د AI له خوا جوړ شویو محتواوو روښانه نښه کول د دې لپاره مهم دي چې خلک دوکه نه شي او پر ټکنالوژۍ باور وساتي. د هغې په اند باید داسې سیسټمونه جوړ شي چې د جوازونو، امتیازونو او د شکایتونو د ثبت چارې تنظیم کړي.

د کوچنیو شرکتونو لپاره فرصت

سره له دې جنجالونو، سیډنس د کوچنیو تولیدي شرکتونو لپاره لوی فرصت ګڼل کېږي.

ډیویډ کوک وايي چې دا ټکنالوژي کوچنیو سټوډیوګانو ته اجازه ورکوي داسې فلمونه جوړ کړي چې عادي شرایطو کې به یې لګښت د دوی له مالي وسه ډېر لوړ و.

هغه د آسیا د لنډو ویډیوګانو او لنډو سریالونو بازار ته اشاره کوي چې ډېری وخت په نسبتاً ټیټه بودیجه تولیدېږي. په تېرو کلونو کې دغه تولیدات اکثره په رومانتیکو یا کورنیو ډرامو محدود وو، ځکه ځانګړو اغېزو ته لږه اړتیا لرله.

خو اوس د هغه په وینا مصنوعي ځیرکتیا کولی شي: "د کمې بودجې تولیدات علمي تخیلي، تاریخي ډرامو او حتا اکشن ژانرونو ته ورسوي".

د شانګهای په یوه فابریکه کې انساني بڼه لرونکي روبوټونه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شانګهای په یوه فابریکه کې انساني بڼه لرونکي روبوټونه.

ایا چین د AI په سیالۍ کې مخکښ شوی؟

سیډنس یو ځل بیا د چین د ټکنالوژیک پرمختګ بحثونه تود کړي دي.

د مېلبورن پوهنتون څېړونکی شانان کوهني وايي:

" دا ښيي چې چینايي ماډلونه لږ تر لږه د نړۍ له پرمختللو سیسټمونو سره سیالي کولی شي. که بایټ‌ډنس داسې ماډل وړاندې کړی وي، نو پوښتنه دا ده چې نور چینايي شرکتونه به کومې وړتیاوې ولري؟"

تېر کال د چین بل AI ماډل ډیپ‌سیک (DeepSeek) هم نړۍ حیرانه کړه. دغه ټیټ لګښتي ماډل په چټکۍ مشهور شو او د امریکا د اپل سټور تر ټولو ډېر ډاونلوډ کېدونکی وړیا اپلیکیشن وګرځېد.

په تېرو کلونو کې چین مصنوعي ځیرکتیا او روبوټیک د خپلې اقتصادي ستراتیژۍ په مرکز کې ځای پر ځای کړي دي. بیجینګ د پرمختللو چپونو، اتوماتیکو سیستمونو او تولیدي مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پراخې پانګونې کړې دي، څو له امریکا سره د ټکنالوژۍ سیالي پیاوړې کړي.

د چین د چارو شنونکی بیل بشپ اټکل کوي چې روان کال به په چین کې د AI د پراخې عامې استفادې لپاره یو مهم بدلون وي، نه یوازې د چټ‌باټونو په بڼه، بلکې د هغو هوښیارو سیستمونو له لارې چې معاملې ترسره کوي، پروګرام‌لیکنه اسانه کوي او د ویډیو محتوا تولید په ورځني کار بدلوي.