کرزی: امریکا دې افغانستان کې نورو هېوادونو سره سیالي نه کوي

کرزی

د عکس سرچینه، Karzai Facebook

د عکس تشریح، حامد کرزي ویلي چې امریکا باید افغانستان کې له خپل شتونه مثبته ګټه واخلي
د خپرېدو وخت

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې خپل شتون او نفوذ له نورو هېوادونو سره د سیالۍ لپاره نه، بلکې په افغانستان او سیمه کې د ثبات او همپالنې لپاره وکاروي.

نوموړي همدا راز ویلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو همکاري پخپله د همدې هېوادونو په ګټه ده. ښاغلي کرزي همدا راز د افغان سولې د بهیر (افغاني کولو) او د بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټينګار کړی. ‌

ښاغلی کرزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني‌ او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل.

کابل ته د ښاغلي پومپیو د سفر موخه په افغانستان کې رامنځته شوي‌ سیاسي‌ بحران ته د حل موندل بلل شوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې روسیې او ایران هم د دې سیاسي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې ده او هیله یې څرګنده کړې ده چې افغان سیاسي‌ مشران به یوه داسې اداره رامنځته کړي‌ چې ټولو ته د منلو وړ وي.‌

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو د دې څرګندونو هرکلی کړی دی.‌

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د افغان سیاسي کړکېچ حل لپاره دوشنبه کابل کې و

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په غبرګون کې ویلي،‌ له تهرانه یې د افغانستان د قضایو او مسایلو په اړه د دا ډول سطحي فکر تمه نه درلوده.‌

په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان راهیسې روان دی.‌

د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د دې ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو سیال یې عبدالله عبدالله دا پایلې ونه منلې.

ښاغلي عبدالله د مارچ پر ۹مه نېټه له ولسمشر غني سره پر یو وخت د خپلې لوړې مراسم ونیول او اوس ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.

د امریکا، ملګرو ملتونو،‌ اروپایي ټولنې هند او پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو ښاغلي غني ته د بیا ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي‌ ورکړې ده.

خو روسیې او ایران په دې اړه تر اوسه څه نه وو ویلي،‌ او نه یې ولسمشر غني ته مبارکي‌ ورکړې وه.

عبدالله

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook

د عکس تشریح، مایک پومپیو کابل کې له ښاغلي عبدالله سره هم لیدلي دي

خو اوس دواړو هېوادونو ویلي چې افغانستان کې د روان سیاسي‌ کړکېچ په اړه اندېښمن دي، ځکه ناوړه پایلې یې پر سوله او سیمه ییز امنیت او ثبات هم بد اغېز کولی شي.

د امریکا حکومت سره له دې چې محمد اشرف غني‌ د افغانستان د ولسمشر په توګه منلی دی،‌ خو ټینګار کو‌ي چې په نوي‌ حکومت کې باید ټولې مهمې سیاسي ډلې برخه ولري.

د امریکا اصل لومړیتوب له طالبانو سره د سولې خبرې دي‌ او غواړي‌ چې د افغان حکومت او دې ډلې ترمنځ مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل شي.‌