د غزې هلک د ودانۍ له نړېدو وروسته ژوندی وژغورل شو
د غزې هلک د ودانۍ له نړېدو وروسته ژوندی وژغورل شو
د خپرېدو وخت
په غزه ښار کې د شپږ پوړیزې ودانۍ له نړېدو وروسته یو څلور کلن هلک د ودانۍ له کنډوالې ژوندی را وایستل شو.
د بي بي سي نړیوال سروېس ته خپلواک خبریال ایمن الحسي وویل، دغه سخت ټپي ماشوم د خپلې مړې شوې مور تر څنګ پروت و چې ژغورل شو.
په شپه کې د ودانۍ د نړېدو پېښه کې - چې د جګړې له امله زیانمنه شوې وه، د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ نور کسان، وژل شوي وو.
عیني شاهدانو وویل، څه باندې یو کال مخکې د اسرائیلي هوايي برید له امله ودانۍ زیانمنه شوې وه او په خطرناکه توګه یوې خوا ته کږه شوې وه. خو شاوخوا لس بېځایه شوې کورنۍ اړې شوې وې چې په همدې ودانۍ کې ژوند وکړي، ځکه د اوسېدو لپاره یې بله لاره نه لرله.



