هرات کې د اسعارو د تبادلې یو لوی مرکز پیل شو
په هرات کې د اسعارو د تبادلې یو مرکز، چې "خراسان زمین سوداګریز مجتمع" نومېږي، د څه باندې ۲۸۰ صرافانو په ګډه پانګونه په ۱۹ پوړونو کې جوړ شوی او دوکانونه یې هم د داوطلبۍ له لارې ورکړل شوي دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د صرافۍ یوازینی لوی تخصصي مرکز په کابل کې "سرای شهزاده" بلل کېده.
ډېر صرافان وايي چې دغه نوی مرکز به ښايي په ایران کې د ډالر پر نرخ ټاکلو هم اغېز ولري؛ ځکه د افغانستان لوېدیځ ولایتونه د ایران له ختیځو ولایتونو سره پراخې اقتصادي راکړې ورکړې لري.
په ایران کې د ډالر غیررسمي نرخ په وروستیو کلونو کې تر ډېره د افغانستان د هرات او د عراق د کردستان سیمې د اربیل له مالي بازارونو اغېزمن شوی دی. د ډالر د نرخ ټاکل له سهار وختي له هراته پیلېږي او د ورځې په پای کې په اربیل کې مشخصېږي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت د ارزونې له مخې، د نړیوالو بندیزونو او د بانکي زېربناوو د محدودیتونو له امله، له افغانستان څخه بهر او د هېواد دننه ۸۰ تر ۹۰ سلنه پولي راکړې ورکړې د حوالې د دودیز سیستم له لارې ترسره کېږي.
د افغانستان د صرافانو د اتحادیې یوه غړی وايي چې اوس د حوالو اندازه له رسمي نړیوالو مرستو زیاته شوې او د کورنیو د ژوند په دوام کې حیاتي رول لري؛ له همدې امله د صرافۍ بازار هم وده کړې ده.
نړیوال بانک د تادیاتو د بیلانس په خپلو راپورونو کې اټکل کړی چې افغانستان ته حوالې د هېواد د ناخالص کورني تولید له ۱۵ سلنې زیاتې دي او ارزښت یې نږدې ۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.



