د چهلستون د غره ښویېدو خطر

د ویډیو تشریح، د چهلستون د غره ښویېدو خطر
د چهلستون د غره ښویېدو خطر
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي د کابل ښار د اومې ناحیې اړوند د چهل‌ستون غره د یوې برخې د ښویېدنې له امله یو شمېر استوګنیز کورونه له خطر سره مخ شوي دي. ټاکل شوې چې په زیانګالو سیمو کې مېشتې کورنۍ خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد بي‌بي‌سي ته ویلي، د دغو کورونو د تخلیې بهیر چې له ګواښ سره مخ دی، خو ډېر ژر به پیل شي او کورنۍ به تر هغه وخته چې خطر له منځه ولاړ شي، خوندي سیمو ته انتقالېږي.