د پاکستان شمال کې پر پولیسو برید؛ لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، د پاکستان شمال کې پر پولیسو برید؛ لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي
د پاکستان شمال کې پر پولیسو برید؛ لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي
د خپرېدو وخت

په شمالي پاکستان کې د پولیسو پر یوه مرکزي دفتر د چاودېدونکو توکو او وسلو برید، چې یوې وسله‌والې اسلامپالې ډلې یې مسؤلیت منلی، لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي چې ۱۶ یې پولیس دي. د شنبې په ورځ لا هم نښتې روانې وې.

د چارواکو په وینا، برید د جمعې په ماسپښین د کوهاټ ښار په یوه تاریخي پولیس مرکز کې د یوه ځانمرګي برید په وسیله پیل شو. کوهاټ شاوخوا ۲۲۰ زره نفوس لري او د خیبر پښتونخوا په هغه ولایت کې موقعیت لري چې له مخ پر زیاتېدونکي بغاوت سره مخ دی.

دغه مرکز د ولسوالۍ په کچه د پولیسو د مرکزي دفتر په توګه کار کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې (CTD) ، ځانګړې څانګې او د پولیسو د څو نورو واحدونو مهم دفترونه هم پکې دي.

د پولیسو یوه چارواکي د شنبې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: "تر اوسه په دې برید او ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان، چې ۱۶ یې پولیس دي، وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي."