د چین ولسمشر امریکا ته تر رسېدو وروسته: بیجینګ او واشنګټن باید د سیالانو پر ځای د یو بل شریکان واوسي

د عکس سرچینه، Reuters
د چین ولسمشر شي جين پينګ واشنګټن ته د خپل رسمي او خورا مهم سفر له پیل څو ساعته وروسته په هغو څرګندونو کې چې د چین دولتي رسنیو خپرې کړې، وايي، چین او متحده ایالات باید د یو بل سیالان نه، بلکې شریکان واوسي.
ښاغلي شي ویلي، د دواړو هېوادونو ګټې له یو بل سره په ژوره توګه تړلې دي او دواړه لوري باید د همکارۍ ترڅنګ ''په ټاکلو چوکاټونو کې سیالي'' هم ولري.
د چین دولتي خبري اژانس شینهوا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې چین او متحده ایالات دواړه ''ستر هېوادونه دي او ولسونه یې ستر ولسونه دي''.
هغه وویل: ''دواړه هېوادونه باید د سیالانو پر ځای شریکان واوسي.''
د امریکا لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ وايي، د دې سفر د پروګرام جوړولو په چارو کې یې نږدې او فعاله ونډه لرلې ده. هغې له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې ډونلډ ټرمپ په خپله په هوايي ډګر کې د شي جین پینګ د هرکلي پرېکړه ځکه وکړه چې ''دواړه ډېرې ښې اړیکې لري.''
شي جین پینګ سره په دې سفر کې د چین د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمېټې غړي او د هغه نږدې همکار کای شي، د صدراعظم مرستیال هي لیفېنګ، د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي، استازي او سفیران ملتیا کوي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې شي جین پینګ له ځان سره د چین د خصوصي سکتور یا سوداګریزو شرکتونو مشران راوستي دي که نه.
شنونکي وايي، د چینایي شرکتونو حضور به د بیجینګ د سوداګریزو تګلارو، دولتي سبسایډیو او د تولیدي ظرفیت د زیاتوالي په اړه پوښتنې راولاړې کړي، هغه موضوعات چې چین نه غواړي ډېر نقد پرې وشي.
د یادونې وړ ده چې کله ډونلډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې بیجینګ ته سفر کړی و، ورسره د امریکا د سترو ټکنالوژۍ شرکتونو یو شمېر مشران هم مل وو، چې پکې د ایپل مشر ټیم کوک، د ټېسلا مشر ایلان موسک او د انوېډیا مشر جېنسن هوانګ شامل وو.
ټاکل شوې چې د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) د امریکايي شرکتونو مشران د پنجشنبې په ورځ په رسمي دولتي مېلمستیا کې ګډون وکړي. د شي جین پینګ سفر به د جمعې په ورځ پای ته ورسېږي.
په همدې حال کې، ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه د صنعت د ځینو مشرانو وروستي خبرداریو ته د 'مبالغې' نوم ورکړی، په داسې حال کې چې امریکا او چین دواړه هڅه کوي په دې مهم او چټک وده کوونکي سکتور کې مخکښ مقام خپل کړي.
تمه کېږي چې د دغه درې ورځني سفر پر مهال، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له تود هرکلي او ځانګړي استقبال سره مل و، د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا (اې ای)، تایوان او ایران په اړه مهمې او ښايي ستونزمنې خبرې وشي.
دغه راز ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ 'سوداګریز اوربند' چې د امریکا د پراخو تعرفو د پلي کېدو مخه یې نیولې وه، تر راتلونکي جنورۍ میاشتې پورې وغځول شو.
دغه راز د چهارشنبې په ورځ د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل، امریکا او چین به خپله سوداګریزاوربند تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې وغځوي.
د دغه تړون له مخې، ټرمپ پر ځینو چینايي توکو لګول شوې تعرفې راکمې کړې وې، او په بدل کې شي جين پينګ د نادرو ځمکنیو منرالونو پر صادراتو ځینې محدودیتونه نرم کړي وو. ټاکل شوې وه چې دغه هوکړه د نومبر پر ۱۰مه پای ته ورسېږي.
بېسېنټ، چې د چین له مرستیال صدراعظم هي ليفېنګ سره تر لیدنې وروسته خبرې کولې، وویل دواړو لورو د دې امکان هم ارزولی چې په راتلونکې کې د امریکا او چین ترمنځ یو پراخ او لا مهم سوداګریز تړون رامنځته شي.
له دې مخکې امریکا کې د چین ولسمشر لپاره د هرکلي په مناسبت پوځي الوتکو د سلامۍ الوتنې وکړې او د هرکلي لپاره یې نژدې ۳۰ متره سره غالي غوړول شوې وه او په دې توګه یې په واشنګټن کې دواړو مشرانو درې ورځنۍ سرمشریزه پیل کړه.
په یوه کم ساري اقدام کې، ولسمشر ټرمپ خپله د شي جين پينګ او د هغه د پلاوي هرکلي ته هوايي ډګر ته ورغی.
د امریکا د هوايي ځواک موسیقي ډلې د رسمي مراسمو پر مهال نغمې وغږولې او د امریکا او چین بیرغونه هم رپېدل.
ټرمپ او د هغه مېرمن مېلانیا ټرمپ د چهارشنبې په ماښام د مېرېلنډ ایالت په جواینټ بېس انډریوز هوايي اډه کې د شي جين پينګ او د هغه د مېرمنې پېنګ لیوان هرکلی وکړ.
دغه مهم او حساس سفر، چې واشنګټن ته د شي جين پينګ لومړنی سفر دی له ۲۰۱۵ کال راهیسې، تمه ده چې د تړلو دروازو تر شا او خصوصي غونډې، دولتي مېلمستیا او د ګڼو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې به پکې شاملې وي.
د چین کمونېست ګوند مشر شي جين پينګ له ځايي وخت سره سم ماښام په ۵:۳۹ بجو په ائرچاینا الوتکه کې واشنګټن ته ورسېد.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، EPA
د رسمي هرکلي په مراسمو کې د تشریفاتو او اعزاز ساتونکو کتار په داسې حال کې چې دوه رسمي لیموزین موټر ورنږدې شول، د الوتکې دواړو خواوو ته ودرېد او سرې غالۍ دواړو غاړو ته ځای پر ځای شول.
شي جين پينګ او د هغه مېرمن پېنګ لیوان له الوتکې راکوز شول او له ډونلډ ټرمپ او مېلانیا ټرمپ سره یې روغبړ وکړ. دواړو جوړو لنډې خبرې وکړې، وروسته یې پر سره غالۍ یو ځای لنډ مزل وکړ او یادګاري تصویرونه یې واخیستل.
د مراسمو پر مهال په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک موسیقي ډلې د امریکا ملي سرود وغږاوه، دوه بي-۱ بم غورځوونکې الوتکې په هوا کې تېرې شوې، دغه د غږ پرتله چټکې الوتکې د امریکا د پوځي ځواک مهمه برخه ګڼل کېږي.
له لنډو خبرو او رسمي احوال پوښتنې وروسته، دواړه مشران او د هغوی مېرمنې په جلا موټرو کې واشنګټن ته لاړل.
دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۶۲ کال راهیسې د امریکا یو ولسمشر په شخصي توګه په جواینټ بېس انډریوز کې د یوه بهرني مشر هرکلی کوي، چې د ټرمپ له نظره د دې سفر ځانګړی اهمیت څرګندوي.
په ۱۹۶۲ کال کې هغه مهال د امریکا ولسمشر جان ایف کینیډي د برېتانیا د لومړي وزیر هارولډ مکمېلن په همدې ډول هرکلی کړی و.






















