نړیوال جام کې د رونالډو وروستۍ لوبه؛ پرتګال او امریکا د نړیوال جام له سیالیو بهر شول

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بلجیم فوټبال ملي لوبډلې سې‌شنبه (د جولای ۷مه) د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبډلو پړاو له ګولونو په یوه ډکه لوبه کې د امریکا متحدو ایالتونو ته په خپل کور کې څلور – یو ماته وکړه.

په دې توګه د اروپا دې ځواکمنې لوبډلې د نړیوال جام منځلوبو ته لار ومونده او متحد ایالتونه چې د نړیوال جام شریک کوربه و، له سیالیو بهر شول.

د روان نړیوال جام دوه نور کوربانه - کاناډا او مکسیکو - لا مخکې د ۱۶ لوبډلو پړاو کې د سیالیو بایللو سره له نړیوال جام وتلي وو.

بلجیم لپاره لومړۍ ګول د سیالۍ ۹مه دقیقه منځ‌ډګري بریدګر شارل ډې کېتلاېرې وواهه.

که څه هم امریکایۍ لوبډلې ۳۱ دقیقه کې د مالک تیلمن ګول سره سیالي ۱-۱ برابره کړه، خو دې وضعیت ډېر دوام ونه کړ او شارل دوه دقیقې وروسته (۳۳مه دقیقه) د خپلې لوبډلې په ګټه بل ګول وکړ.

لومړۍ نیمايي له همدې توپیر سره پای ته ورسېده، خو بلجیم په دویمه نیمایۍ کې دوه نور ګولونو هم پرې وراضافه کړل.

دا دوه نور ګولونه هنس واناکېن او روملو لوکاکو ووهل.‌

د یادونې ده چې امریکا لپاره نن فولارین بلوګون هم له پیله لوبډله کې اخیستل شوی و.

پر هغه ورمخکې سیالۍ کې د سور کارت اخیستلو له کبله د یوې لوبې بندیز لګېدلی و، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ومنله چې د دغه بندیز لغوه کېدو لپاره د فیفا له مشر سره غږېدلی دی.

د هغه دغو څرګندونو په فوټبال کې د سیاسي مشرانو د لاسوهنې په تړاو سختې نیوکې او غبرګونونه راپارولي‌ دي.

ټاکل شوې بلجیم تر دې بریا وروسته راتلونکې جمعه لاس انجلس کې په منخلوبو یا کوارټر فاینلز کې له اسپانیا سره مخامخ شي.

اسپانیا تېره شپه په دالاس لوبغالي‌ کې پرتګال د صفر پر وړاندې په یوه ګول ماته ورکړه او له دغې ماتې سره کرسټیانو رونالډو او پرتګال هم له سږني‌ نړیوال جام سره خدای پاماني وکړه.

د فوټبال دغه ۴۱ کلن ستوري، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینوال لري، تایید کړې چې دا یې وروستی نړیوال جام دی.

اسپانیا لپاره دالاس لوبغالي کې په دې سیالۍ کې د بریا او منځلوبو ته د تګ یوازنی ګول ۹۱یمه دقیقه (اضافي وخت) کې مایکل مېرینو وواهه.

مېرینو له پیله لوبه کې نه و او وروستیو کې د بدیل لوبغاړي په توګه راوستل شو.

د یادونې ده چې اسپانیا د ۲۰۱۰ کال په فوټبال نړیوال جام کې هم پرتګال ته د ۱۶ لوبډلو پړاو کې همداسې یو – صفر ماته ورکړې او له سیالیو یې ایستلی و.

اسپانیا به په منځلوبو یا کوارټرفاینل کې د متحدو ایالتونو او بلجیم ترمنځ د کېدونکې سیالۍ له ګټونکي سره مخامخېږي.

د بلجیم او متحدو ایالتونو سیالۍ څو ساعته وروسته سیاتل کې پیلېږي.