له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و

    • Author, علي حسیني
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه.

ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و.

د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.

څو ورځې وروسته مې په خپل ژوند کې د لومړي ځل لپاره په جاپاني ژبه یو برېښنالیک ترلاسه کړ، چې ښاغلي تاناکا په کې له مرکې سره موافقه کړې وه.

تر ټولو مهمه مسله دا وه چې څنګه یو جاپانی لېواله شو له خپل هېواده په زرګونو کیلومتره لرې، افغانستان ته لاړ او هلته د شوروي ځواکونو پر وړاندې جګړه وکړي.

زما او د ښاغلي کوشیرو د مرستیال ترمنځ په جاپانۍ ژبه ۲۰ برېښنالیکونه تبادله شول؛ اوس چې هغو برېښنالیکونو ته ګورم، په یوه ټکي یې هم نه پوهېږم، ځکه ټول په جاپانۍ ژبه دي.

بالاخره ښاغلی کوشیرو په داسې حال کې چې دودیز افغاني کالي او واسکټ یې اغوستي وو، کمرې ته مخامخ کېناست او له هغې سټوډیو سره وصل شو چې زه په کې ناست وم.

خو دا ځل مصنوعي ځیرکتیا زموږ ژباړونکې نه وه، بلکې یو حقیقي ژباړونکی مو لاره چې زموږ خبرې یې هممهاله یوه او بل ته ژباړلې.

زما د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې، چې څه شول چې افغانستان ته لاړې، د هغه ځواب دا و: "زه د مړینې لپاره افغانستان ته تللی وم."

هغه وویل: "د جاپان په سامورای کلتور کې، د ژوند پای په مړینه کې ده. له همدې امله زه له ماشومتوبه د بودو (رزمی هنرونو) په نړۍ کې اوسېدلی یم. د دې لپاره چې وګورم ایا واقعیا په هغه ځای کې چې باید مړه شوو، مړه کېدای شوو که نه... ایا زه په خپله دغه چمتووالی او زړورتیا لرم که نه؟ ځکه نو داسې ځای ته لاړم چې هلته د مړینې احتمال و."

خو افغانستان ته د سفر تر شا یو بل لامل هم و: شوروي.

شوروي اتحاد په ۱۹۴۵ کال کې په ارام سمندر کې د پرتو کوریل ټاپوګانو له ډلې څلور هغه لاندې کړي وو.

تر دې پېښې ۳۴ کاله وروسته افغانستان ته د هغه سفر او هلته له شوروي ځواکونو سره جګړه؛ د یوه داسې پور ادا کول و چې کوشیرو تاناکا هغه د خپل ځان مسوولیت باله.

په داسې حال کې چې ټول یې مخالف وو، خو ده په پاکستان کې له خپلو ملګرو سره اړیکه ونیوله او له هغه ځایه د افغانستان په لور روان شو او د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ځواکونو یې هرکلي ته ورغلل.

په هغه وخت کې مجاهدین، چې د اسلامپالو ګوندونو یوه مجموعه وه، د شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې په جګړه بوخت وو.

دغه ځواکونه د یوه داسې حکومت د ملاتړ لپاره چې تر ډېره پر شوروي متکي و، افغانستان ته راغلي وو.

مجاهدین ډېر خوښ وو چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې یې یو جاپانی تر څنګ جنګېږي او ټولو په یوه غږ ویل: "تاناکا، تاناکا، تاناکا. زه د دوی لپاره خورا ارزښتمن وم. ماته یې خورا درناوی کاوه او زه یې یو مهم کس ګڼلم."

"له مجاهدینو سره مې په اشارو خبرې کولې"

له کوشیرو تاناکا مې وپوښتل، ایا دا سمه ده چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې له ځان سره لس زره امریکايي ډالر وړي وو چې له مجاهدینو سره مرسته وکړي؟

ده ځواب راکړ چې له افغانانو سره یې له دې څخه خورا زیاته مرسته کړې ده:

" په حقیقت کې ما په تېرو څلوېښتو کلونو کې نږدې یو میلیون ډالر لګولي دي. ما غوښتل له افغان کډوالو سره په مرسته کې خپله ټوله هڅه وکاروم. له همدې امله مې خپل کور هم له لاسه ورکړ."

مجاهدین په جاپاني نه پوهېدل او کوشیرو تاناکا هم په فارسي او پښتو نه پوهېده.

نو دوی څنګه له بل یو سره خبرې کولې؟

کله چې مې دا پوښتنه وکړه، نو ده وویل چې د اشارو په ژبه؛ او بیا یې خپل لاس د بالښت په څېر تر سر لاندې کړ او ویې ویل: "خوب کول، ډوډۍ خوړل او نور مو د اشارو په ژبه یو بل ته رسول."

ده له مجاهدینو درې غوښتنې لرلې: " لومړی دا چې ماته وسله راکړئ او پرېږدئ چې د شوروي له ځواکونو سره وجنګېږم. دویم دا چې اجازه راکړئ، زه مجاهدینو ته د جاپان رزمی هنرونه، یعنې بودو وښیم او زما درېیمه غوښتنه دا وه که ماته داسې فرصت برابر شو چې ژوندی بېرته ستون شم، نو خوښوم چې یو افغان ماشوم، یا یو کډوال ماشوم په زوی‌ولۍ ومنم او له ځان سره جاپان ته بوځم. دا زما درې غوښتنې وې."

کوشیرو تاناکا لږ تر لږه شپږ کاله په افغانستان کې و. وسله، په ځانګړي ډول پر اوږه اېښودونکی راکټ یې په لاس کې و او د محمد انور جګدلک تر قوماندې لاندې (چې د جمهوریت پر مهال د یوې مودې لپاره د کابل ښاروال و) د شوروي ځواکونو پر وړاندې وجنګېد.

هغه وویل: "په یوه پېښه کې موږ په خپله له ۵۰ څخه ډېر کسان ښخ کړل. د احمدشاه مسعود ۲۷ قومندانان ووژل شول. زه هم باید په هغه ډله کې وای، خو مسعود زه ور وغوښتم او شاته یې ولېږلم. هغه مجاهدین چې زما پر ځای مخکې لاړل، ټول ووژل شول. په ټوله کې شاوخوا ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ."

هغه کابو شپږ میاشتې د احمدشاه مسعود تر څنګ و.

په ۱۹۹۴ کال کې د هیروشیما په اسیايي لوبو کې، د کوشیرو تاناکا په هڅو او د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په همکارۍ، ۳۰ افغان لوبغاړي او چارواکي (چې په هغه وخت کې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل و) وتوانېدل چې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.

"څو ځلې له مرګ سره مخامخ شوم"

د شوروي پر وړاندې د افغانستان په جګړه کې د یوه جاپاني ګډون، داسې څه نه وو چې د لوېدیځو رسنیو له سترګو پټ پاتې شي.

خو په جاپان کې، لکه څنګه چې کوشیرو تاناکا ماته وویل، د رسنیو پوښښ خورا لږ و.

برعکس، هغه خبریالان چې له ټولې نړۍ څخه افغانستان ته راتلل، په پرله پسې ډول به یې پوښتل: "تاناکا، تاناکا، ایا تاناکا مو لیدلی دی؟"

له ښاغلي تاناکا څخه مې وپوښتل چې ما په یو ځای کې لوستي وو چې تاسو یې د "افغان سامورای" په توګه یاد کړي یاست، تر کومې کچې له دې لقب سره موافق یاست؟

ده ځواب راکړ چې "منندوی دی" او ویې ویل: " په ټوله کې د سامورایانو د ژوند بڼه هغه څه ده چې په جاپان کې د 'بوشیدو' (د جنګیالیو لار او رسم) په نوم یادېږي، چې یو خورا لوی کلتور ګڼل کېږي. دا مسله د جاپان د خلکو د روح او ذهنیت بنسټ جوړوي. زه له دې امله چې په داسې یو کلتور کې ژوند کوم، د زړه له کومې د خوښۍ احساس کوم."

کوشیرو تاناکا په هغو څه باندې شپږو کلونو کې چې په افغانستان کې و، بېلابېلو ښارونو ته سفرونه وکړل، له هغې ډلې کابل، کندهار، مزارشریف، جلال‌اباد او سروبي ته.

کله مې چې وپوښت کوم افغاني خواړه یې خوښ دي، نو ځواب یې ورکړ: " همغه خواړه چې له وریجو او غوښې پخېږي (پلو)، خورا خوندور خواړه دي."

د هغه په وینا، ډېر ځلونه له مرګ سره مخامخ شوی دی:

" یو ځل مې غوږ ټپي شو، په یوه بله پېښه کې د ماینونو سیمې ته ننوتم چې خپل ملګری وژغورم... له دغو پېښو سره خورا زیات مخامخ شوی یم."

خو په هغه وخت کې په افغانستان کې ژوند چې له خورا کړاوونو سره مل و، د هغه لپاره څنګه و؟

کوشیرو تاناکا وویل چې ډېر ژر وتوانېد د نورو ټولو خلکو په څېر په هماغه شرایطو او چاپیریال کې ژوند وکړي: "ما اصلاً داسې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به بېرته جاپان ته ستون شم. له همدې امله مې هره ورځ له ځان سره فکر کاوه چې ښايي نن هغه ورځ وي چې زه خپل ژوند له لاسه ورکړم؛ هره ورځ، مې په دې تصور ژوند کاوه چې نن به مړ شم، نن به مړ شم."

خو هغه هېواد چې ښاغلي تاناکا په کې لږ تر لږه شپږ کاله جګړه وکړه او د هغه د وګړو لپاره یې ښې هیلې لرلې، اوس هم له کمو ستونزو سره لاس او ګرېوان نه دی.

له هغه مې وپوښتل چې اوس مهال د افغانستان له مسلې سره څومره ښکېل دی؟

ده ځواب ورکړ: " دا چې یو قوم او ملت په خپلو کې سره په جګړه او نښتو بوخت وي، خورا د خپګان وړ خبره ده. له همدې امله هیله لرم یوه ورځ ټول سره متحد شي او یو سوله ییز هېواد رامنځته کړي. په همدې توګه، د جاپان وضعیت هم همداسې دی. بشپړ امریکايي شوی او په اصطلاح، جاپانیان نور جاپانیان نه دي پاتې شوي. زما ژوند د 'سِتّودو/اعتدال او نظم' ژوند دی. ځکه نو لا هم غواړم د نظم پر بنسټ ژوند وکړم او په همدې نظمي بڼه خپل ژوند او مړینه پر مخ یوسم."