تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه د کابل عیدګاه جومات کې ادا شوه
د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو.
ټاکل شوی د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل پر مرنجان تپه (نادر خان تپه) خاورو ته وسپارل شي.
په کابل کې د بيبيسي خبریال سید عبدالله نظامي وايي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو جګپوړی دولتي پلاوی، د بېلابېلو قشرونو استازي او همدا راز د ښاغلي مومند دوستان او پخواني همکاران د درناوي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.
عبدالاحد مومند د جون ۲۱مه د سرطان ناروغۍ له کبله د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شو.
د کابل له نړیوال هوايي ډګره په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د تشریفاتو قطعه هم د ښاغلي مومند جنازې ته ولاړه وه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هوايي ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته خبرو کې ویلي، چې عبدالاحد مومند "یوازې یو کادر او علمي شخصیت نه و، بلکې د اسلامي فکر خاوند او پر خاورې، اسلام او هېواد مئین سړی کس و."
هغه د نوموړي مړینه "هېواد لپاره لویه ضایعه" وبلله.
د عبدالاحد مومند ورور پیر محمد مومند وویل، چې د نوموړي د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته ورسره د طالبانو له حکومت نیولې د هغه تر پخوانیو همکارانو، دوستانو او عامو افغانانو پورې خلکو اړیکه نیولې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړی و.
د یادونې ده چې عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.
هغه دوه لوڼې او يو زوى لري.