تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
استرالیا د هغو مرموزو فضايي توپونو په اړه پلټنه کوي چې په یوه سمندرغاړه کې یې موندل شوي
په استرالیا کې چارواکي د هغو مرموزو کروي شیانو د هویت او سرچینې مالومولو لپاره پلټنې کوي چې روانه اوونۍ ظاهرآ اوبو د کوینزلنډ ایالت په شمال کې سمندر غاړې ته را ایستلي دي.
ګومان کېږي، دغه شپږ کلک کروي شیان به چې د ټاونسوېل ښار د شمال "فارېسټ بیچ" سمندرغاړه کې موندل شوي، فضايي خځلې یا د کومې فضايي بېړۍ، راکټ یا سپوږمکۍ پاتې شوني وي.
د استرالیا فضايي اداره (ASA) هڅه کوي مالومه کړي چې دا شیان له کوم ځایه ورغلي دي. بيبيسي په دې تړاو د دې ادارې نظر پوښتی دی.
د رپوټونو له مخې د مرستندویانو یوه ډله چې ځانګړې محافظتي جامې یې اغوستې وې، په داسې حال کې کتل شوې چې دغه کروي شیان د پولیسو تر څار لاندې د خطرناکو موادو ځانګړو بېرلونو کې ځای پر ځای کوي.
دا ګام په دغو کروي شیانو کې د احتمالي خطرناکو موادو د موجودیت اندېښنو ته په کتو پورته شوی دی.
د کوینزلنډ د اور وژنې ادارې د یکشنبې پر ورځ وویل چې د دغو شیانو په شاوخوا ۵۰ مترۍ کې احتیاطي محدوده رامنځ ته شوې او له خلکو یې غوښتي چې که کوم مشکوک شی مومي، نو لاس دې نه وروړي.
دې ادارې زیاته کړه، که څوک له داسې شیانو سره مخامخېږي، نو باید سملاسي له سیمې لېرې شي او د بېړنیو خدماتو ادارې ته زنګ ووهي.
پر ټولنیزو رسنیو داسې اټکلونه خپاره شوي چې ګواکې دغه کروي شیان د فضايي بېړۍ د سونتوکو ټانکۍ دي او دا چې ښايي اوس هم پکې د شدیدو اور اخیستونکو یا له کیمیاوي پلوه د فعالو موادو پاتې شوني موجود وي.
فارېسټ بیچ کې د یوې هټۍ څښتنه لیزا سکوبي وايي، ځايي اوسېدونکي دې ته ډېر لېوال دي چې پوه شي دا شیان څه شی دی او له کومه راغلي دي.
هغې د استرالیا دولتي تلویزیون (اېبيسي) ته ویلي: "دا ځای معمولآ ارام وي او ډېر څه پکې نه پېښېږي. نو دغو اضافي فعالیتونو او خوځښتونو په خلکو کې یو څه هیجان او لېوالتیا پیدا کړې ده."
په هره توګه دا لومړی ځل نه دی چې د استرالیا په ساحلونو کې داسې مرموز شیان موندل کېږي.
۲۰۲۳ کال کې د لوېدیزې استرالیا پرت ښار ته نږدې یوې سمندر غاړه کې یو لوی اوسپنیز ګومبز ډوله شی موندل شوی و.
وروسته هند تایید کړه چې دا د دوی د یوه فضايي راکټ برخه ده.
هغه مهال د هند د فضايي ادارې ویاند بيبيسي ته ویلي و چې دغه شی د دوی د پولر سپوږمکۍ د توغوونکې وسیلې (پياېساېلوي) یوه برخه ده.
روانه اوونۍ په استرالیا کې دغو موندل شویو شیانو ته ورته یو بل کروي شی په ۲۰۱۱ کال کې د افریقا په سوېل کې د نامېبیا هېواد په یوه لېرې پرته زرغونه سیمه کې موندل شوی و.
هغه مهال کارپوهانو ویلي وو د دوی په باور د دې امکان ډېر دی چې دا کروي شی دې د کوم راکټ د سونتوکو یا د هایدرازین (Hydrazine) د تخلیې ټاکنۍ وي.