تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د بدن ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی"
- Author, عالیه رجايي
- دنده, د بيبيسي افغانستان برخې د حقیقت موندنې څانګه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
"کله کله انسان غواړي د خپل روحي وضعیت د ښه کېدو او پر ځان د باور د پیاوړتیا لپاره داسې څه وکړي چې په لیدو یې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولري."
۳۷ کلنه مژګان (مستعار نوم) د کابل اوسېدونکې ده. هغې په دې وروستیو کې د ښکلا څو عملیاته ترسره کړي دي. وايي د ټولو هغو محدودیتونو سربېره چې ورسره مخامخ وه، د دغو عملیاتو په ترسره کولو ښه احساس لري.
هغې ویلي، "زه ډېره خوشحاله یم او داسې احساسوم لکه بېرته چې ځوانه شوې یم."
په وروستیو کلونو کې د مژګان په څېر نورو ګڼو ښځو هم افغانستان کې د ښکلا جراحۍ عملیاتو ته مخه کړې.
د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ د پنځوسو مرکزونو هر اړخیزه بيا کتنه کې، موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي.
په دغو مرکزونو کې له بوټوکس، د شونډو فېلر، لېزر، د پوزې جراحۍ او د مخ د کشولو (لیفټ) تر عملیاتو بېلابېل خدمات وړاندې کېږي.
دا یو مخ پر ودې بازار دی چې له کوچنیو کلینیکونو نیولې او بیا تر تخصصي روغتونونو پراخ شوی دی.
د ښځو د ښکلا سالونونو له تړل کېدو وروسته، د ښکلا ځینې خدمات په غیر رسمي ډول د خلکو په کورونو کې ترسره کېږي.
ځینو سرچینو بيبيسي ته ویلي چې یو شمېر هغه افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي او هلته یې د ښکلا په سالونونو کې کار کړی، اوس د فېلر او بوټوکس په څېر نور خدمتونه په خپلو کورونو کې وړاندې کوي.
له همدې امله، د ښکلا کلینیکونو او مرکزونو کره شمېر معلوم نه دی.
ځینو هغو ښځو چې دغه فعالیتونه په خپلو کورونو کې ترسره کوي، د خپلو مسلکي زده کړو او تخصص په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې ډېرې ښځې د طالبانو د حکومت د مشر د پرلهپسې فرمانونو له امله له ټولنیز ژونده څنډې ته شوې دي.
خو له دې ټولو سختو شرایطو او کورناستۍ سره سره، د ښځو لېوالتیا دې ته چې ښکلې ښکاره شي، ورځ تر بلې زیاته شوې ده.
که څه هم د ښځو د ښکلا سالونونه تړل شوي، خو د ښکلا جراحۍ مرکزونه او کلینیکونه لا هم فعالیت کوي.
د طالبانو د امر بالمعروف ادارې مامورینو د فعالیت پیلیدو په لومړي کال کابل کې د هغو پلاستیکي ګوډۍ ګانو(لانځکو) سرونه پرې کول یا یې پټول چې دوکاندارانو جامې ور اغوستې وې.. په راتلونکي کال کې یې د ښځود ښکلا پر سالونونو بندیز ولګاوه.
په دې راپور کې مو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې۳۰ ډېرو ډاکټرانو، د پوستکي متخصصینو، ښکلا جراحانو او د کلینیکونو له مسؤلینو سره خبرې کړې دي.
زموږ د څېړنې پایلې ښيي چې د دغو خدماتو ډېرې غوښتونکې ځوانې ښځې دي. دا کارو بار بیا په لویو ښارونو لکه کابل، هرات، مزارشریف او جلالآباد کې لا ډېر غوړېدلی دی.
په دغو مرکزونو کې د مخ بوټوکس، فېلر، د اضافي وېښتانو لېزر او د پوستکي د "ځوانولو" بېلابېل خدمات وړاندې کېږي.
"د خپلې پوزې له نوې بڼې راضي یم"
مژګان بيبيسي ته وویل چې تر اوسه یې د مخ د ښکلا درې عملیاتونه کړي دي: د پوزې جراحي، د مخ لېفټ او د شونډو فېلر.
هغه وايي، "یوه ورځ د شونډو د فېلر لپاره روغتون ته تللې وم. هلته مې یوه ښځه ولیده چې تازه یې د پوزې عملیات کړي وو. د هغې د عملیاتو نتیجه ډېره خوښه شوه، پر هغه ځای مې پرېکړه وکړه چې همغه ډاکټر ته ورشم."
هغې دوه کاله وړاندې د پوزې عملیات وکړل او وايي چې اوس خپلې پوزې ته ډېره خوشحاله ده.
"کله چې مې د پوزې د عملیاتو نتیجه ښه شوه، نو پرېکړه مې وکړه چې د مخ لېفټ هم ترسره کړم."
"اوس هر څوک غواړي د شونډو فېلر وازمايي"
د طالبانو حکومت په ډېرو برخو کې ښځې له کار کولو منع کړې دي، په دوی کې ډېرې هغه ښځې هم شته چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې وې چې اوس سختۍ بېوزلۍ سره مخ دي.
خو دې وضعیت ته په کتو دا پوښتنه راپورته کېږي چې، په داسې یو هېواد کې چې له اقتصادي کړکېچ، پراخې بېکارۍ، د ښځو پر کار محدودیتونو او فقر سره مخامخ دی، ولې د ښکلا خدمتونو غوښتنه ورځ تر بلې زیاتېږي؟
په کابل ښار کې یوې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې یاد شي، بيبيسي ته ویلي، چې تل یې هیله لرله د شونډو فېلر وکړي. هغه وايي، "کله ناکله انسان د خپلې ښکلا او پر ځان د باور د زیاتېدو لپاره غواړي یو کوچنی بدلون په ځان کې راولي."
د هغې په وینا، کورنۍ یې تل له دې پرېکړې سره مخالفت کاوه او همدې کار د هغې لپاره د دې انتخاب ستونزمن کړی و چې دا کار وکړي که نه.
خو بالاخره، د خپلې خوښې او لېوالتیا له امله یې پرېکړه وکړه چې خپل ارمان عملي کړي او د شونډو فېلر وکړي.
هغه وایي، کله چې یې د کورنۍ له رضایت پرته دا کار وکړ او بېرته کور ته ولاړه، نو په پایله کې یې کورنۍ هم له دې بدلون سره عادت شوه او ویې مانه.
د دې ښځې په څېر، لسګونو نورو ښځو هم ورته دلایل وړاندې کړي دي.
ما له دغو نجونو یو شمېر سره په کابل کې د ټولنیزو رسنیو له لارې اړیکه نیولې ده. هغوی د خپل امنیت او د خلکو د قضاوت له وېرې نه غوښتل چې هویت یې څرګند شي.
د هغوی په وینا، "اوس د شونډو فېلر کومه ځانګړې خبره نه ده؛ نږدې هر څوک یې ازمويي او دا کار ترسره کوي."
د ځینو کارپوهانو په اند، ځکه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ټولنیزو فعالیتونو، تفریح او ساتېرۍ فرصتونه ډېر محدود شوي دي، نو ځکه یې د ښکلا خدمتونو ته پام ور اوښتی.
په هرات کې د پوستکي او ښکلا متخصصه ډاکټره، بصیره منصف، وایي چې په وروستیو کلونو کې د ښکلا خدمتونو غوښتنه په څرګند ډول زیاته شوې ده.
د هغې په وینا، د ټولنیزو رسنیو پراختیا او معلوماتو ته د خلکو زیات لاسرسي په دې بهیر کې مهم رول لوبولی دی.
د هغې په خبره، "نن سبا خلک د پخوا پرتله د ښکلا له خدمتونو ډېر خبر شوي دي. ټولنیزو رسنیو په دې برخه کې ډېر اغېز کړی او ورسره د خلکو لېوالتیا هم زیاته شوې چې ځوان او ښکلي ښکاره شي."
ډېرې ښځې، ښکلا کلینیکونو ته یوازې د ظاهري بڼې د بدلولو لپاره نه ځي، ځینې مراجعین د ټولنیزو فشارونو او دودیزو باورونو تر اغېز لاندې راځی او هڅه کوي چې خپله څېره بدله کړي.
د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کې د ښځو د ښکلا سالونونو د تړلو امر وکړ.
د دې پرېکړې له مخې، د سینګار، د وروځو جوړولو او نورو ظاهري بدلونونو په څېر خدمتونه "غیر ضروري او د اسلامي احکامو خلاف" چاره وبلله.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یوې سرچینې په وینا، د دې پرېکړې له امله شاوخوا ۶۰ زره ښځې په ټول هېواد کې بېکاره شوې.
سره له دې چې، یو شمېر ښځې لا هم په خپلو کورونو کې د سینګار برخه کې خپل کار ته دوام ورکوي، خو د پوستکي تخصصي کلینیکونه او جواز لرونکي درملیز مرکزونه لا هم فعال دي.
په جلالآباد کې د پوستکي یوه متخصص بيبيسي ته وویل، "موږ د پوستکي د درملنې ترڅنګ د ښکلا خدمات هم وړاندې کوو."
له هېواده بهر مېشت افغانان هم په افغانستان کې د ښکلا له خدمتونو ګټه اخلي
افغانستان کې د ښکلا خدمتونو ټیټې بیې د دې لامل شوي چې یو شمېر بهر مېشتي افغانان هېواد ته له راتلو سره له دغو خدمتونو هم ګټه واخلي.
ډاکټر احسان احمدزی، چې د ښکلا جراحۍ او پوستکي متخصص دی او خپلې زده کړې یې په متحده عربي اماراتو او مصر کې کړې دي، وایي چې شاوخوا ۸۰ سلنه مراجعین یې ښځې دي.
جلالآباد کې یو بل ډاکټر هم وایي چې ډېرې هغه افغانې ښځې چې په اروپا کې ژوند کوي، افغانستان ته د سفر پر مهال د بوټوکس، فېلر او د ښکلا ځینو نورو عملیاتو د ترسره کولو لپاره مراجعه کوي، ځکه د دغو خدمتونو لګښت په افغانستان کې د اروپايي هېوادونو پرتله ډېر ټیټ دی.
د هغو متخصصانو ډېری برخه چې په دې ډګر کې کار کوي، خپلې زده کړې یې له افغانستانه بهر ترسره کړې دي.
د بيبيسي څېړنه ښيي چې یو شمېر یې د زده کړو او مسلکي روزنې لپاره هند، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو او مصر ته سفرونه کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د بهرنیو ډاکټرانو او ښکلا جراحانو اعلانونه هم ډېر تر سترګو کېږي. ډېر کلینیکونه د ترکیي، هندي او ایراني متخصصانو په معرفي کولو سره هڅه کوي چې د مراجعینو باور ترلاسه کړي.
ایا ټولنیزې رسنۍ د ښکلا نويو معیارونه په رامنځته کولو کې رول لري؟
د انلاین محتوا شننه ښيي چې د ښکلا کلینیکونو د اعلانونو د یوې پام وړ برخې په جوړولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وسیله جوړو شویو انځورونو یا د بهرنیو ماډلونو له عکسونو کار اخیستل کېږي، چې د ښکلا عملیاتو پایلې تر حقیقي حالت ډېرې ښکلې او غیرواقعي ښيي.
د یوه کلینیک مسؤل بيبيسي ته ویلي چې د حکومت محدودیتونو له امله ډېر مرکزونه نه شي کولای د خپلو مراجعینو اصلي انځورونه خپاره کړي.
ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول انسټګرام او ټېکټاک، د ښکلا د نویو معیارونو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.
د افغانستان په لوېدیځ، په ځانګړې توګه په هرات کې، د ښکلا خدمتونو بازار لا ډېر غوړېدلی دی.
له ایرانه د کډوالو راستنېدل او له بهره د روزل شویو کسانو راتګ د دې صنعت په پراختیا کې مرسته کړې ده.
په هرات کې یو ډاکټر وایي چې کله ناکله مراجعین د دغو خدمتونو په اړه بشپړ معلومات هم نه لري.
د هرات د یوه بل ډاکټر په وینا، په ځینو مواردو کې کورنۍ خپلې لوڼې د ښکلا خدمتونو لپاره راولي، "چې ډېر خواستګاران ولري" یا هغه نجونې چې د واده مراسم یې نږدې وي.
د ښکلا جراحیو ترڅنګ، د پوستکي ساتنې ته هم د نجونو پام زیات شوی دی. د مخ پاکول (فېشل)، د اضافي وېښتانو لرې کول او لېزري درملنه اوس ډېر مینهوال لري.
دغه خدمتونه تر ډېره د ښځو له خوا ښځو ته وړاندې کېږي.
په کابل کې د دغو مرکزونو له ډلې یو مرکز وایي چې د فېشل ترڅنګ د مایکروبلېډینګ او د شونډو شېډېنګ خدمتونه هم ترسره کوي.
په دغه مرکز کې د پوستکي د ساتنې متخصصه فریحه نجیب، بيبيسي ته ویلي، هغه محصولات چې په کلینیک کې کاروي، ډېر یې په سویلي کوریا کې جوړ دي.
د هغې په وینا، "کوریايي محصولات د پوستکي د ساتنې او ښکلا په صنعت کې ځانګړی ځای لري، له همدې امله موږ هم تر ډېره له همدې محصولاتو استفاده کوو."
سویلي کوریا اوس د نړۍ د ښکلا او د پوستکي د ساتنې د محصولاتو له سترو صادرونکو هېوادونو شمېرل کېږي او د دغو محصولاتو غوښتنه لا هم په زیاتېدو ده. د یوه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د دې صنعت د صادراتو ارزښت له ۱۰ میلیارده ډالرو واوښت.
د متخصصینو خبرداری
خو ځینې متخصصان خبرداری ورکوي چې که د ښکلا خدمتونه د غیر مسلکي کسانو له خوا ترسره شي، کافي څارنه موجوده نه وي او بېکیفیته مواد وکارول شي، نو دا کار د مراجعینو روغتیا له جدي خطر سره مخ کولای شي.
په هرات کې د پوستکي او ښکلا متخصصه ډاکټره بصیره منصف وایي، "ډېر داسې کسان شته چې له مسلکي زده کړو پرته او په غیر مسلکي ډول دغه خدمتونه وړاندې کوي. د فېلر یا بوټوکس ناسم ترسره کول جدي عوارض رامنځته کولی شي؛ لکه دوهګونی لید، د سترګو د پڼو راځوړندېدل او په ځینو مواردو کې دایمي زیانونه."
د ځینو سرچینو په وینا، د ښځو د ښکلا سالونونو له تړل کېدو وروسته، د ښکلا ځینې خدمتونه په غیر رسمي ډول په کورونو کې وړاندې کېږي. دغه سرچینې وایي چې یو شمېرهغه افغانان چې له ایرانه راستانه شوي او پخوا یې په سینګار سالونونو کې کار کړی، اوس د درملیزو مرکزونو له چوکاټه بهر د فېلر او بوټوکس خدمتونه ترسره کوي.
له بلې خوا، د دغو کسانو لپاره له ایرانه د تزریقي موادو واردول هم نسبتاً اسانه دي.
له یوې خوا د طالبانو د حکومت محدودیتونه، د ځینو کورنیو مخالفتونه او ستونزمن اقتصادي وضعیت، او له بلې خوا د ښکلا خدمتونو مخ پر زیاتېدو غوښتنه، د ننني افغانستان د واقعیتونو یو پېچلی انځور وړاندې کوي.
خو د دې ترڅنګ یوه بله مهمه پوښتنه هم راپورته کېږي او هغه دا چې:
ایا د ښځو له خوا د ښکلا خدمتونو پر لور مخ پر زیاتېدونکې مراجعه د دې مانا لري، چې هغوی غواړي خپل ښځینه هویت په ښکلې بڼه څرګند کړي او پر ځان هغه باور بېرته ترلاسه کړي چې د کلونو محدودیتونو له امله یې له لاسه ورکړی دی.؟