تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په مرکز مظفراباد کې هم احتجاجونه شوي
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر مرکزي ښار مظفراباد کې د ممنوع بلل شوې جمو کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې تنظیم د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله یو کس وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې د دوی دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي.
د ځايي ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل وژل شوی کس یو لاروی و. خو د عوامي ایکشن کمېټې غړي سردار تنویر ادعا کړې چې وژل شوی سړی د دوی د تنظیم غړی و او د ډزو له امله وژل شوی دی. هغه زیاته کړې چې د پولیسو د اوښکې بهوونکو ګازونو له امله د تنظیم درې نور فعالان هم ټپیان شوي دي.
د جمعې په ورځ د مظفراباد د لوئر پلیټ، چهله بانډې او اپر اډې په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې احتجاجونه شوي. د دې لاریونونو پر مهال مظاهره کوونکو په نژدې راولاکوټ سیمه کې د پولیسو د عملیاتو او کړنو پر ضد شعارونه ورکړل.
بلخوا پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په مظفراباد کې د ګډوډۍ پر مهال دوه پولیس افسران ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا، پر دغو افسرانو د ''شرخوښو عناصرو'' له خوا برید شوی و.
د ځایي خبریال فرحان طارق په وینا، وژل شوی کس ۳۰ کلن معید راټهور و. د هغه د جنازې لمونځ د جمعې شپې په لوئر پلیټ سیمه کې ادا شو، چې سلګونه کسانو پکې ګډون کړی و او شعارونه یې هم ورکول.
د جمعې له لمانځه وروسته د جوائنټ عوامي ایکشن کمېټې پلویانو د مظفراباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د ډبرو ګوزارونو او ټایرونو سوځولو سره لارې وتړلې. مظاهره کوونکو د څو ساعتونو لپاره د ډلو په بڼه احتجاج وکړ، او پولیسو د هغوی د شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
پولیس ادعا کوي چې عوامي ایکشن کمېټې له میرپور وروسته په مظفراباد کې هم د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کړې، خو د پولیسو په وینا، وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شو.
د مظفراباد مرستیال کمېشنر منیر احمد وايي، دا مهال په ښار کې د امن او نظم وضعیت تر کنټرول لاندې دی او امنیتي شرایط عادي شوي دي.
د پاکستاني پوځ ویاند وايي، هند د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ''د اور بلولو هڅه'' کړې
په همدې حال کې د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر، ډګر جنرال احمد شریف چودري، د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه چې هند د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې ''د اور بلولو هڅه'' کړې او په دې برخه کې یې ''ډېرې پټې او دقیقې هلې ځلې'' ترسره کړې دي.
هغه وویل، د هند له لوري د سیمې د بې ثباته کولو او ګډوډۍ جوړولو هڅې شوې دي، خو د دغو ادعاوو په اړه نور مشخص جزئیات یې وړاندې نه کړل.
بل لور، هند تر اوسه د پاکستان د دې وروستۍ ادعا په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو څو ورځې وړاندې نوي ډیلي ادعا کړې وه چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې روان احتجاجونه ''په حقیقت کې د سیمې د خلکو د اقتصادي استحصال، له بنسټیزو حقونو د محرومیت او اداري فشارونو مستقیمه پایله ده.''
خو د پاکستاني پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري په خبري غونډه کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر د وضعیت په تړاو وویل: ''پاکستان او کشمیر له یو بل سره نه بېلېدونکې اړیکه لري. کشمیر د پاکستان د ژوند رګ و، دی او تل به وي.''
نوموړي د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د وروستیو ناامنۍ پېښو پړه پر هند واچوله او په وینا یې هند بېلابېل تاکتیکونه کاروي.
د هغه په وینا: ''هغوی ډېرې لارې چارې کاروي. هغوی دا پرېکړه وکړه چې هلته (د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې) یې و نه شو کولای شول خلک ووېروي او یا تر فشار لاندې راولي، نو هغوی فکر وکړ چې همدا کار به په پاکستان کې ترسره کړي.''