تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فیفا مشر د پانګونې لانجمن پلان لغو کړ
د فیفا مشر جیاني انفانتینو وايي، هغه لانجمن پلان یې لغو کړی چې له مخې یې د فوټبال د نړیوالې ادارې په مهمو سیالیو کې د ونډو یوه برخه خصوصي پانګه والو ته پلورل کېدله.
انفانتینو وویل چې دا روښانه شوې وه چې دغې پروژې ''اختلافونه'' رامنځته کړي دي او نور د هغې اصلي موخې په ګټه نه ده.
دغه سویسي چارواکي زیاته کړه: ''له همدې امله به دا وړاندیز نور پرمخ لاړ نه شي.''
انفانتینو مخکې وړاندیز کړی و چې که د فیفا ټولې ۲۱۱ غړې ټولنې د نړیوال جامونو او نورو مهمو سیالیو لپاره د خصوصي پانګونې له دې طرحې ملاتړ وکړي، نو هرې ټولنې ته به ۴۰ میلیونه ډالر ورکړل شي.
د دې پلان له مخې به د نارینه وو او ښځینه وو نړیوال جامونو په څېر د فیفا په مهمو سیالیو کې کې خصوصي پانګونه جذبېدله، خو د پراخ مخالفت له امله دا طرحه په پای کې بنده شوه.
د اروپا فوټبال ۵۵ غړو ټولنو، چې د یوفا تر چتر لاندې فعالیت کوي، د پنجشنبې په ورځ رایه ورکړه چې که دا پلان عملي شي، له نړیوالو جامونو سره به پریکون وکړي.
د فیفا عملیاتي مشر کېوین لامور وویل چې د دې پروژې په اړه د ادارې خپل مسوولین هم ''تېر ایستل شوي'' وو.
کارلوس کوردېرو، چې د نړیوالې ستراتیژۍ او حکومتولۍ په برخه کې د انفانتینو لوړپوړی سلاکار و، د دې موضوع له امله استعفا وکړه. هغه وویل چې دا وړاندیز ''د فوټبال لپاره یو بد تړون'' و او ''د فوټبال راتلونکی به یې په ګرو اېښی وای''.
دا وروسته له هغې وشول چې دوو نورو لویو کنفدراسیونونو هم د دې پلان مخالفت وکړ.
کانکاکاف، چې په شمالي امریکا، مرکزي امریکا او کارابین کې د فوټبال اداره پر غاړه لري او د روان دوبي نړیوال جام یې کوربه توب کړی و، وویل چې د دوی غړو ټولنو دا وړاندیز «رد» کړی دی. سرچینو ویلي چې د سیمې ډېرو ټولنو پر انفانتینو خپل باور له لاسه ورکړی یا یې د له لاسه ورکولو په حال کې دي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون (AFC) هم اعلان وکړ چې له یوفا او کانکاکاف سره په ''پیوستون'' کې ولاړ دی، په داسې حال کې چې د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام وویل انفانتینو ''د فیفا د مشرتابه لپاره مناسب شخص نه دی''.
اوس ۵۶ کلن انفانتینو له سخت فشار سره مخ دی، ځکه چې هغه غواړي د راتلونکي مارچ میاشتې په فیفا کانګرېس کې د څلورم ځل لپاره د فیفا د رئیس په توګه بیا وټاکل شي.
انفانتینو وویل چې اوس غواړي ''ټول ښکېل لوري بېرته سره راټول کړي'' او د فوټبال د ''ګډو ګټو'' په روحیه کې یووالی رامنځته کړي.