ایران وایي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ لپاره یې له عمان سره د یوې لارې په هکله هوکړه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, صوفیا فریرا سانتوس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
ایراني چارواکي وايي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو چلونې په تړاو له عمان سره د یوې لارې په اړه هوکړې ته رسېدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نور جزئیات نه دي ورکړي، خو په وینا یې دغه هوکړه "وروستیو پړاوونو" ته رسېدلې ده.
خو بقايي خبرداری ورکړ چې له عمان سره هوکړه یوازې د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ تضمین نه شي کولای. د هغه په وینا، د ایران پر د بندرونو د امریکا سمندري بندیز لا هم د سیمې پر امنیت اغېز کوي. امریکا او عمان تر اوسه د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.
وروسته له هغه چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران بریدونه وکړل، تهران تر ډېره د هرمز تنګی تړلی ساتلی دی. د نړۍ شاوخوا پینځمه برخه تېل او مایع طبیعي ګاز (ایل این جي) معمولاً له همدې لارې لېږدول کېږي. له هغه راهیسې د نړۍ د نفتو بیو سختې لوړې ژورې تجربه کړې دي.
د سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې که هرمز تنګی "ډېر ژر" بېرته پرانیستل نه شي، ایران به "له سختو پایلو سره مخ شي."
د هغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راځي، چې د امریکا لوړپوړو چارواکو وویل، خبرې داسې پړاو ته رسېدلې دي چې ښايي د همدې اوونۍ په وروستیو کې د بار وړونکو بېړیو تګ راتګ بېرته پیل شي. خو ایران ټینګار کړی چې له امریکا سره خبرې نه کوي او د خبرو کومه طرحه هم نه لري.
د هرمز تنګي بیا پرانیستل د دواړو هېوادونو او منځګړو ترمنځ د بحثونو یو مهم ټکی بلل کېږي.
بقايي په خپله اعلامیه کې وویل چې له عمان سره د دې لارې "جغرافیایي مختصات" ټاکل شوي دي.
د ایران د رسمي خبري آژانس (ایرنا) د رپوټ له مخې هغه وویل:
"هغه عوامل چې هرمز تنګی ناامنه کوي لا هم د امریکا له لوري شته، په ځانګړي ډول سمندري محاصره او د ایران او د هغه د ګټو پر وړاندې نور ګواښوونکي او یرغلیز اقدامات."
وروسته د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریبابادي ایرنا ته وویل چې نوې لاره به لنډمهاله وي او ښايي له دوو تر څلورو میاشتو پورې پرانیستې پاتې شي، خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.
د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ په څرګند ډول کم شوی دی. ایران ویلي چې ټولې بېړۍ باید مخکې له مخکې د تېرېدو اجازه ترلاسه کړي، او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې دا امر یې له پامه غورځولی وي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف یو مهم ټکی دا و چې ایران ګواښ کړی و پر هغو بېړیو فیس لګوي چې غواړي له هرمز تنګي تېرې شي.
د چهارشنبې په ورځ ایراني چارواکو په دې تړاو څه ونه ویل چې ایا دا موضوع هم له عمان سره د خبرو برخه وه که نه.
په تېره جون میاشت کې ایران او امریکا د تفاهم یو یادداشت (ایم او یو) لاسلیک کړی و چې موخه یې د جګړې درول، د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د ۶۰ ورځو په موده کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدل وو.
خو هغه تړون ژر ناکام شو او دیپلوماټیکې خبرې هم له خنډ سره مخ شوې. د یاد تفاهم له لاسلیک څو ورځې وروسته دواړو لوریو یو ځل بیا متقابل بریدونه پیل کړل.
امریکا لا هم په سیمه کې د ایران پر بندرونو سمندري بندیز لګولی دی، او بل بندیز د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عربستان پر بندرونو لګېدلی چې د جولای له ۲۰مې راهیسې د یمن د ایران پلوه حوثي ډلې له خوا عملي کېږي.



















