کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله ځنډېدلې

د افغانستان کرېکټ بورډ

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو د لړۍ د لومړۍ لوبې پچه یا ټاس اوسمهال د باران له کبله ځنډېدلې ده.

د بي بي سي خبريال نديم اشرف چې ایرلنډ ته ورغلی وايي له تېرو څو ساعتونو راهيسې باران ورېږي او نن ورځ د نور باران اټکل هم شوی دی.

دغه لوبه د ایرلنډ په کوربتوب په برېډي لوبغالي کې پلان شوې ده.

ایرلنډ يو له هغو لوبډلو ده چې له افغانستان سره یې وړاندې هم ګڼې لوبې کړې. تر دې مهاله د دواړو لوبډلو تر منځ ټولې ۳۲ يو ورځنۍ لوبې شوې چې ۱۸ افغانستان ګټلې، ۱۳ ایرلنډ او یوه بې پايلې پایته رسېدلې ده.

د ایرلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې ریکارډونو او د افغانستان ورو توپ اچوونکو ته په کتو چې د نړۍ په کچه مشهور دي، افغانستان پياوړې لوبډله ګڼل کېږي خو په ایرلنډ کې چې تر ډېره وېشتنځايونه د تېزو توپ اچوونکو لپاره مناسب بلل کېږي ښايي د افغان لوبډلې لپاره هغومره اسانه نه وي.

افغانستان له وړاندې د نوي لوبډلمشر رحمت شاه په مشرۍ د ایرلنډ لپاره لوبډله اعلان کړې ده چې رحمن الله ګوربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي" په کې شامل دي.

دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، "قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.

د افغانستان او ايرلنډ لوبغاړي لوبېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د دغو لوبو لپاره محمد نبي، او مجيب ځدراڼ نه دي غوره شوي. د افغانستان کرېکټ بورډ يوه سرچينه وايي، محمد نبي ځکه نه دی غوره شوی چې د هغه اوږدمهالی ځایناستی ومومي. بله دا چې په ایرلنډ کې تر ورو بالرانو تېزو ته ډېره اړتیا لیدل شوې، نبي به په ليګونو کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

دغه راز مجیب ځدراڼ لا هم ټپي دی او یو ورځنیو لوبو کې ګډون نه شي کولی.

له ايرلنډ سره د افغانستان د لوبلړۍ دويمه لوبه د اګست پر ۷مه، درېیمه پر ۱۰مه، څلورمه پر ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.