تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: ښايي امریکا نن شپه یو ځل بیا پر ایران سخت برید وکړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې وویل، متحده ایالات به ښايي نن شپه یو ځل بیا ایران په نښه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا برید به ''سخت'' وي. هغه دغه راز وویل چې امریکا ښايي د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې مخکې کړې.
هغه وویل:
''تېره شپه، وروسته له هغه چې دوی برید وکړ، موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ او ښايي نن شپه هم یو ځل بیا په سختۍ سره هغوی په نښه کړو. زه هغوی ته یو څه خبرداری ورکوم، نن شپه به سخت برید وکړو، خو باید وګورو چې وضعیت څنګه پر مخ ځي.''
ښاغلی ټرمپ وايي، چې ایران څو ډرونونه او یو توغندی توغولی او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې د هرمز په تنګي په اوبو کې وې. د هغه په وینا، دغو بېړیو ''بشپړ حق درلود'' چې په دغه سیمه کې وي.
د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د ایراني چارواکو له چلنده ناخوښ دی او د روانې جګړې اصلي هدف یې ''د ایران د اټومي وسلو پروګرام بېوسلې کول'' وباله.
ټرمپ زیاته کړه چې موخه یې په ایران کې د حکومت بدلون نه دی، خو په وینا یې د واکمن جوړښت د څو پوړونو له منځه تګ ښايي په پای کې ''د حکومت د بدلون یوه بڼه'' رامنځته کړي.
د امریکا ولسمشر وویل:
''موضوع ډېره څرګنده ده، هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري. زما هدف همدا دی.''
هغه د ایران چارواکي هم تورن کړل چې د مذاکراتو په غونډو کې داسې چلند کوي لکه د ځینو موضوعاتو په اړه چې هوکړه شوې وي، خو وروسته په خبري غونډو کې وایي چې داسې خبرې هېڅ نه دي شوې.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ:
''هغوی د ۴۷ کلونو لپاره د منځني ختیځ ځورونکي وو، خو نور د سیمې ځورونکي نه دي.''
ټرمپ وايي، اوربند "پای ته رسېدلی دی"
له دې مخکې، ډونلډ ټرمپ له ایران سره اوربند "پای ته رسېدلی" وباله، خو لا یې هم د خپل مذاکره کوونکي ټیم لپاره د تهران سره د خبرو د دوام امکان پرېښود.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا ولسمشر د دې هوکړې په اړه پرېکنده څرګندونې کوي. لاندې یې پخوانۍ څرګندونې دي:
- د اپرېل ۸مه: امریکا او ایران د دوه اوونیز لنډمهاله اوربند پر هوکړه سلا شول.
- د اپرېل ۲۱مه: ټرمپ وویل چې نه غواړي دا دوه اوونیز اوربند وغځوي او ویې ویل چې "تمه لري ژر به بیا بمبارۍ پیل کړي". وروسته هماغه ورځ یې وویل چې د پاکستان د غوښتنې له امله د امریکا بریدونه درول شوي دي.
- د مې ۸مه: ټرمپ وویل چې نړۍ به هغه وخت پوه شي چې اوربند پای ته رسېدلی، کله چې "له ایرانه یوه لویه رڼا راووځي".
- د مې ۱۱مه: څو ورځې وروسته ټرمپ وویل چې اوربند "د ژوند د ډېرې مرستې" په حالت کې دی.
- د جون ۱۱مه: ټرمپ داسې اشاره وکړه چې اوربند پای ته رسېدلی او ګواښ یې وکړ چې پر ایران به "ډېر سخت" برید وکړي، خو هماغه ماښام یې بریدونه لغوه کړل.
- د جون ۱۷مه: کله چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړنۍ هوکړه لاسلیک کړه، ویې ویل:
- "که دوی سم چلن ونه کړي، موږ به بېرته د دوی پر سرون بمونه وغورځوو."
- د جولای ۸مه: ټرمپ وویل چې اوربند "پای ته رسېدلی"، خو زیاته یې کړه چې د دواړو خواوو مذاکره کوونکي خبرو ته دوام ورکولی شي.
سپاه پاسداران: کویت او بحرین کې مو د امریکا پر ۸۵ پوځي اهدافو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران ځواکونه وايي، سیمه کې یې د امریکا په پوځي تاسیساتو کې پر ۸۵ اهدافو بریدونه کړي دي.
سپاه پاسداران دا د امریکا لخوا ایران کې تازه بریدونو ته خپل 'لومړنی ځواب' بللی دی.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) نن سهار اعلان کړی و چې په دغو تازه بریدونو کې د ایران په سویل کې ۸۰ اهداف په نښه شوي.
سېنټکام ویلي وو دغه بریدونه د ایران لخوا هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې شوي.
خو د سپاه پاسداران لخوا خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې امریکا د ایران د وژل شوي مشر علي خامنهای د جنازې په پرتمینو مراسمو کې د میلیونونو خلکو ګډون ځان لپاره لا ستره ماته ګڼي او دا چې ګوندې له همدې کبله یې 'یو ځل بیا خپله ژمنه ماته کړه' او نن سهار یې د هرمزګان او ماهشهر ولایت سواحلو کې پر یو شمېر ساحلي پوستو او غیر نظامي تمځایونو بریدونه وکړل.
په دې اعلامیه کې راغلي چې دغه تېري ته په 'لومړني ځواب' کې د دوی سمندري او هوايي ځواکونو د بحرین په سلمان بندر او د کویت علی السالم هوايي اډه کې پر ۸۵ اهدافو د توغندیو او ډرونونو ګډ عملیات ترسره کړي دي.
سپاه پاسداران همدا راز د امریکا د یوې اېمکیو-۹ بېپیلوټه الوتکې د نسکورولو ادعا هم کړې ده.
تر دې اعلامې ورمخکې د کویت پوځ اعلان کړی و چې دفاعي سیستمونه یې د توغندیو او ډرونونو د بریدونو مقابلې لپاره فعال شوي دي.
هممهاله له بحرین څخه هم د خطر زنګ د وهل کېدو رپوټونه ترلاسه شوي وو.
سېنټکام: پر ایران مو 'پراخ او ځواکمن' بریدونه کړي
امریکا یو ځل بیا پر ایران "پراخ او پیاوړي" بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دغه ګام په هرمز تنګي کې پر درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په ځواب کې اخیستل شوی دی.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) نن چارشنبه سهار وختې په یوه بیان کې ویلي، چې "د دغو زورورو بریدونو لړۍ" د دې لپاره پیل شوې چې ایران ته په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو هدف ګرځول او پر هغو بریدونه په "ګران بیه" پرېوځي.
سېنټکام د هدف ګرځېدلو کښتیو د عملې غړي "بېګناه ملکيان" بللي دي.
د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ ویلي، د ایران دغه "تېری بېضرورته، خطرناک او له اوربند سره ښکاره په ټکر کې و."
تر اوسه مالومه نه ده چې د امریکا په دغو تازه بریدونو کې دقیقآ کوم ځایونه په نښه شوي، خو ورمخکې له بندر عباس، سیریک او قشم څخه د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو رپوټونه ترلاسه شوي وو.
د یادونې ده چې امریکا پر دغو تازه پوځي اقداماتو سربېره ایران ته د تېلو د پلور له بندیزه د ورکړل شوي لنډمهاله معافیت د لغوه کېدو اعلان هم کړی دی.
د امریکا مالیې وزارت ویلي، چې په هرمز تنګي کې د ایران وروستي ګامونه هېڅ د منلو نه دي او دا چې له دې کبله دغه هېواد ته د تېلو پلورلو لپاره ورکړ شوی لنډمهاله معافیت لغوه کېږي.
د یادونې ده چې دغه معافیت امریکا او ایران ترمنځ تېره میاشت د جګړې پای ته رسېدو لپاره د لاسلیک شوې هوکړې یوه برخه ګڼل کېده.
تهران څه وايي؟
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریبابادي اعلان کړی چې د امریکا دغه تازه پوځي اقدامات او ترڅنګ یې دوی لپاره د تېلو د پلور د معافیت لغوه کېدل د تهران او واشنګټن ترمنځ له لاسلیک شوې هوکړې څرګنده سرغړونه ده.
هغه چارشنبه سهار وختي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې امریکا تر دې ورمخکې هم د تېرو درېیو اوونیو په اوږدو کې د ایران خلاف له ګواښه ډکو څرګندونو او د اسرائيل په وسیله لبنان کې د اقداماتو له لارې په اور وار د هوکړې له لومړي او دویم بنده سر غړولی دی.
ښاغلي غریبابادي زیاته کړې: "ایران به د امریکا لخوا د تړون ماتېدو د ناوړه پایلو په تړاو د خبرداري ورکولو ترڅنګ، د خپلو ګټو او امنیت ساتنې لپاره پرېکنده ګامونه واخلي."
هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان "یوکې اېمټياو" وايي، د تېرې او وړمې ورځې (دوشنبې او سېشنبې) ترمنځ ۲۴ ساعتونو کې دننه هرمز تنګي کې پر درېیو بېړو بریدونه شوي.
دغو بریدونو که څه هم بېړیو ته زیان اړولی، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
تهران د دغو بریدونو مسوولیت نه دی اخیستی.
قطر او سعودي اعلان کړی چې په هرمز تنګي او شاوخوا کې د تېرېدو پر مهال په نښه شوي ټانکرونه د دوی اړوند دي.
دغو هېوادونو هم دغه بریدونه غندلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ایران د دوی پر "الرقیات" ټانکر د برید مسوول بللی او له تهرانه یې غوښتي، چې داسې کړنې دې نه کوي چې د سیمې امنیت کمزوری کوي او د نړۍ د انرژۍ امنیت له خطر سره مخامخوي.
د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت هم له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د دوی د تېلو پر لېږدونکې بېړۍ "ودایان" برید د کښتیو ازاد تګ راتګ او د انرژۍ نړیوال امنیت ته ګواښ بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم پر خپل وار د قطر لخوا مطرح شویو تورونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې "د ښه ګاونډیتوب له اصل سره په ټکر" کې بللي دي.
هغه ویلي، هغه سوداګریزې بېړۍ چې له تهران سره له همغږۍ پرته له هرمز تنګي تېرېږي یا د خپلې څارنې په وسیلو کې ګوتې وهي، د تقابل له خطر سره مخامخ دي او دا چې داسې اقدامات له هرمز تنګي د خوندي تېرېدو اسانتیا لپاره د ایران هڅې له خنډ سره مخامخوي.