تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شاپور ځدراڼ مړینې ته غبرګونونه: 'د میدان دننه او بهر اتل چې میراث به یې تلپاتې وي'
د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) مشر، جي شاه د افغانستان د کرېکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به د افغانستان د نړیوال کرېکټ په پرمختګ کې د خپل مهم رول له امله تل ژوندی وي.
هغه د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د نه هېرېدونکې لوبې یادونه هم کړې ده.
د کرېکټ نړیوالې شورا مشر د شاپور ځدراڼ له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د کرېکټ له ټولې کورنۍ سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ټاکل شوې د افغانستان د کرېکټ د ځلانده ستوري شاپور ځدراڼ جنازه نن (چارشنبه د جولای ۸مه) له هنده کابل ته راولېږدول شي.
شاپور ځدراڼ له څو میاشتې سختې ناروغۍ وروسته، تېره ورځ د نژدې ۳۹ کلونو په عمر د هند په یوه روغتون کې ومړ.
د بېلابیلو هېوادونو د کرېکټ له اوسنیو او پخوانیو لوبغاړو رانیولې تر پېژندل شویو مبصرینو، بېلابېلو لیګونو لوبېدونکو لوبډلو، د سپورت او هنر د برخو نوموتو څېرو، سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو کسانو پورې د هر پاړکي خلکو د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشیني ښودلې ده.
په دې لړ کې د پاکستان پخواني چټک توب اچوونکي شعیب اختر شاپور ځدراڼ 'نه ډارېدونکی تېز بالر' بللی، چې د ده په وینا د نړۍ په نقشه کې یې د افغانستان د کرېکټ ځایولو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د شاپور د مړینې د خبر په اورېدو خواشینی شوی.
د هند ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي اجی جدېجا د ۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د شاپور ځدراڼ د هغې څلوریزې ویډیو شریکه کړې چې افغانستان ته یې په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ بریا ور پر برخه کړه.
هغه لیکلي، شاپور نن موږ په غمجنه توګه پرېښودو، خو د "هغه میراث تل پاتې دی."
د هند بل پخواني لوبغاړي یوراج سنګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي:
د داسې چا له لاسه ورکول تل زړه ماتوونکي وي، چې "دې لوبې ته یې ډېر څه ورکړي دي."
یوراج سنګ وايي: "شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ یو رښتینی مخکښ و او د هغه لېوالتیا او ژمنتیا به تل یاد وساتل شي."
مشهور هندي مبصر راوي شاستري شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ د پرمختګ "یوه اصلي معمار" بللی، چې د نوموړي په وینا د کرېکټ لوبې او د خپلې لوبډلې په سفر کې به د هغه ونډه تل په یاد وساتل شي.
هغه شاپور ځدراڼ داسې لوبغاړی بللی، چې ژوند یې سپورت ته وقف کړی و.
د کرېکټ بل مشهور هندي مبصر هرشا بهوګلې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "زما د هغه لوبه، د هغه منډې وهل او د هغه هوډ خوښېده."
هرشا بهوګلې وايي شاپور او حمید حسن د افغانستان د کرېکټ د لومړیو کلونو لویه برخه جوړه کړه. نوموړي د شاپور مړینه ډېر ژر او د ډېرې خواشینۍ وړ بللې.
افغانستان لپاره "د نړیوال جام اتل"
د کرېکټ نړیوالې شورا "ایسيسي" پر خپله ویبپاڼه د شاپو ځدراڼ د مړینې په تړاو مطلب خپور کړی و او پر اېکسپاڼه یې هغه افغانستان لپاره "د نړیوال جام اتل" بللی دی.
د سري لنکا د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر انجېلو ماتیوس د شاپور ځدراڼ له عکس سره لیکلي: 'په میدان او له میدانه بهر څه یو اتل'.
د بنګلهدېش پر پېژندلو شویو لوبغاړو سربېره د دغه هېواد کرېکټ بورډ هم د شاپور ځدراڼ پر مړینه خواشینې ښودلې او لیکلي یې دي چې د افغانستان د کرېکټ ودې لپاره به د هغه ونډه تل یاده ساتل کېږي.
د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني شاپور ځدران ته په سینه د مډال لګولو د شېبو عکس خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چې د دغه "دنګ چنار" په پرېوتو خپه دی.
نوموړي لیکلي "د شاپور مړینې زموږ کرېکټ بې دغه ستوري او ډېری ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل."
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم لیکلي چې شاپور ځدران د مړینې خبر ډیر خواشینی کړی.
د هغه پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي: "مرحوم شاپور ځدران د هېواد د کرېکټ له لومړنیو ستورو څخه و، د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره یې نه هیریدونکي هڅې وکړې او د افغانستان د کرېکټ ټیم په ځلولو کې یې یادېدونکي کارنامې ترسره کړي دي."
زلمي خلیلزاد هم د هغه د مړینې تسلیت ویلی.