تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران د جګړې له پیل راهیسې هره ورځ د نژدې ۲۰۰ زره پونډو په ارزښت تېل د بریتانیا له پټرول پمپونو غلا کېږي
- Author, جیما کرو
- دنده, سوداګریزه خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د صنعت د شننې له مخې، د ایران د جګړې له پیلېدا او د سونتوکو د بیو له لوړېدو راهیسې په بریتانیا کې موټرچلوونکي په اوسط ډول هره ورځ له پټرول پمپونو نژدې ۲۰۰ زره پونډه ارزښت لرونکي تېل غلا کوي.
د Forecourt Eye د شمېرو له مخې، د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې په پنځو میاشتو کې د هغو پېښو شمېر چې خلک له پټرول پمپونو د پیسو له ورکړې پرته تېل اخلي، شاوخوا ۲۰ سلنه ډېر شوی دی.
په منځني ختیځ کې شخړې د سیمې د تېلو رسول سخت ګډوډ کړي، چې له امله یې د تېلو عمده بیې لوړې شوې او ورسره په بریتانیا کې د سونتوکو بیې هم زیاتې شوې.
Forecourt Eye وایي چې د غلا شویو تېلو مالي ارزښت د جګړې تر پیل مخکې د پنځو میاشتو پرتله ۴۸ سلنه لوړ شوی او اټکل کېږي چې اوس هره ورځ نژدې ۱۹۴ زره پونډو ته رسېږي.
دې شرکت زیاته کړې چې پټرول پمپونه د "قهرېدلو پیرودونکو له لوري د سپکاوي، ګواښونو او تاوتریخوالي" د پېښو د زیاتېدو راپورونه هم ورکوي.
دا شمېرې له ۵۵۰ پټرول پمپونو د بېلګې پر بنسټ راټولې شوې دي. په دې څېړنه کې د جګړې له پیل مخکې او وروسته پنځه-پنځه میاشتې پرتله شوې او پایلې د بریتانیا پر ټولو ۸٬۳۵۹ پټرول پمپونو تطبیق شوې دي.
د دغې بېلګې له مخې، د جګړې له پیل وروسته په ټوله بریتانیا کې هره ورځ په اوسط ډول ۲٬۸۷۲ د تېلو غلا پېښې ثبتې شوې دي، حال دا چې مخکې دا شمېر شاوخوا ۲٬۴۰۰ و.
په دغو پېښو کې هغه کسان شامل دي چې له ټانکیو ډکولو وروسته پرته له پیسو ورکولو وتښتي او هم هغه کسان چې د موټر له ډکولو وروسته ادعا کوي چې د پیسو ورکولو کومه لاره نه لري.
د غلا شویو تېلو حجم هم ۲۴ سلنه زیات شوی دی، چې د اټکل له مخې له ۸۷ زره لېټرو نه ۱۰۸٬۹۰۰ لېټرو ته په ورځ کې رسېدلی دی.
د دې وضعیت په ځواب کې، Forecourt Eye اعلان کړی چې د مخ پېژندنې له شرکت Facewatch سره به همکاري وکړي، چې د روان کال له منی (خزان) څخه له ۲٬۰۰۰ ډېر پرچون پلورونکو ته د جرمونو د راپور ورکولو ټکنالوژۍ ته وړیا لاسرسی ورکړي.
د سونتوکو بیې په اپریل میاشت کې خپلې لوړې کچې ته ورسېدې، خو وروسته له هغې یو څه راټیټې شوې چې امریکا او ایران د جون په میاشت کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوه تړون په اړه موافقې ته ورسېدل. خو د سولې د خبرو اترو له ناکامېدو وروسته بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.
تېره اونۍ د پټرولو بیه د منځني ختیځ د شخړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده او همدارنګه له ۲۰۲۲ کال راهیسې یې تر ټولو لوړ قیمت ثبت کړ.
Forecourt Eye هم راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال په پیل کې د روسیې او اوکرایین د جګړې له پیل وروسته د تېلو د غلا پېښې هم زیاتې شوې وې.
د مالیې نوي وزیر "سنډې ټیلیګراف" ورځپاڼې ته ویلي چې تر اوسه د دې کار د ترسره کېدو کوم څرګند شواهد نه شته، خو زیاته یې کړه چې دی به "په ډېر دقت څارنه کوي" چې ډاډ ترلاسه شي خلک پټرول پمپونو یا دوکانونو کې "نه دوکه کېږي او نه تر فشار لاندې راځي".
د روان کال په پیل کې پخواني لومړي وزیر سر کیېر سټارمر او د هغه ځینو وزیرانو ویلي وو چې که د سونتوکو پلورونکي له مشتریانو په ناعادلانه ډول ډېرې پیسې اخلي، حکومت به مداخله وکړي.