اروپايي ټولنې ټولنیزو رسنیو ته له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو پر لاسرسي د محدودیتونو پلان اعلان کړ

    • Author, امې والکر
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې غواړي په خپلو غړو هېوادونو کې له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی محدود کړي، چې د ماشومانو هوساینه زیاته او د انلاین خوندیتوب ستونزې راکمې شي.

د وړاندیز شوي پلان له مخې به د ماشومانو لپاره ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی په تدریجي ډول محدود شي. تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان به په بشپړه توګه له ټولنیزو رسنیو څخه منع وي.

له ۱۳ تر ۱۵ کلونو عمر لرونکي ماشومان به یوازې د ورځې تر یوه ساعت پورې د 'ضمني اکاونټونو' له لارې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی ولري. دغه حسابونه به د مور او پلار یا قانوني سرپرست د ټولنیز حساب له لارې جوړېږي.

د اروپايي کمېسیون په وینا، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه لپاره به لازمه وي، چې ثابته کړي چې د دوی پلیټفارمونه د ماشومانو لپاره په خوندي ډول طرحه شوي دي. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فوندرلین وايي، دا ګام به ''مور او پلار ته بېرته اصلي واک ورکړي''.

نوموړې زیاته کړه چې د ''EU Kids Act'' په نوم دغه قانون به والدینو ته لازم وسایل ورکړي، چې خپل ماشومان په یوه خوندي ډیجیټلي نړۍ کې وپالي.

د دې قانون له مخې، یوازې هغه کسان چې عمر یې ۱۵ کاله یا تر دې زیات وي، کولای شي خپل شخصي ټولنیز حسابونه جوړ کړي.

دغه راز به د ټولنیزو رسنیو شرکتونه اړ وي چې د ماشومانو د خوندیتوب تفصیلي پلانونه وړاندې کړي او له ۱۸ کلونو د کم عمره کاروونکو لپاره به د ''خوندیتوب له مخې ډیزاین'' اصل عملي کوي. دا به د زیان رسوونکو او روږدي کوونکو ځانګړتیاوو مخه ونیسي.

د عمر د تائید لپاره به د اروپايي ټولنې له وړاندې شته اپلېکېشن کارول کېږي، چې د عمر تائید لپاره چمتو شوی.

د یادونې ده، چې د فرانسې او هسپانیا په ګډون یو شمېر اروپایي هېوادونو مخکې هم د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د محدودولو جلا پلانونه اعلان کړي دي. که د اروپايي ټولنې په کچه قانون تصویب شي، د غړو هېوادونو ملي قوانین به تر هغه لاندې راشي، خو هېوادونه به بیا هم وکولای شي نور سخت محدودیتونه هم وضع کړي.

دا لا روښانه نه ده چې دا محدودیتونه به پر کومو ټولنیزو رسنیو پلیټفارمونو پلي کېږي، خو فوندرلین وايي، د دې وړاندیز د جوړولو پر مهال د اسټرالیا تجربه هم په پام کې نیول شوې ده.

اسټرالیا تېر کال د انسټاګرام، سنېپ‌چټ او ټېک‌ټاک په څېر پلیټفارمونه د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره ممنوع کړي وو، خو د دې بندیز عملي کول له ستونزو سره مخ شوي دي.

دغه راز ټاکل شوې چې په برېتانیا کې هم له ۱۶ کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره ورته بندیز د راتلونکي کال په پسرلي کې نافذ شي.