د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟

    • Author, منزہ انوار
    • دنده, بي بي سي - اردو
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۶ دقیقې

القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر امریکا د شویو بریدونو ۲۵ کلنۍ په مناسبت یوه ۵۲ دقیقې او ۳۶ ثانیې اوږده مستند ډوله ویډیو خپره کړې، چې په کې د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن داسې ویډیويي صحنې شاملې دي چې په ظاهره تر دې مخکې ډېرو خلکو نه وې لیدلې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشریزې دورې پر مهال (په ۲۰۱۹ کال کې) اعلان کړی و چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه امریکايي برید کې وژل شوی دی. خو واشنګټن هېڅکله دا نه دي ویلي، چې حمزه کله، چېرې او په کومو شرایطو کې وژل شوی و.

اوس د القاعدې په نوې تبلیغاتي ویډیو کې حمزه بن لادن ښکاري چې نېغ په نېغه کامرې ته خبرې کوي او پیغامونه وړاندې کوي. له دې وروسته په انلاین جهادي کړیو کې یو ځل بیا دا اټکلونه راپورته شوي چې کېدای شي حمزه لا هم ژوندی وي.

دغه ۵۲ دقیقې اوږده ویډیو چې ''د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو یوه ربعې پېړۍ وروسته'' تر سرلیک لاندې خپره شوې، د القاعدې د رسنیزې څانګې 'السحاب' له خوا په 'راکټ چیټ' او 'ټېلېګرام' کې خپره شوې ده. دا اوږده ویډیو 'لومړۍ برخه' بلل شوې او په پای کې یې ''ان شاءالله، دوام لري'' لیکل شوي، چې دا ښيي ښايي وروسته نورې برخې هم خپرې شي.

په ویډیو کې پر امریکا او نړیوال جهادي غورځنګ د القاعدې د پخواني روایت له مخې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اغېزې په څرګند ډول وړاندې شوې دي. دغه راز په کې ارشیفي ویډیوګانې او د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري په ګډون د القاعده د پخوانیو لوړپوړو مشرانو، پیغامونه هم شامل دي.

د القاعدې د پخوانیو مستند ډوله ویډیوګانو په څېر د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۱۰مه خپره شوې دې ویډیو کې هم د لوېدیځو شخصیتونو او حکومتي چارواکو څرګندونې په ټاکلي ډول کارول شوې دي، چې داسې انګېرنه رامنځته شي چې ګواکې د دې ډلې دریځ له بهرنیو لوریو هم ملاتړ ترلاسه کوي.

په ځانګړي ډول د سي ای اې پخوانی افسر مایکل شویر ته چې د اسامه بن لادن د څار لپاره د ادارې د ځانګړي واحد مشري یې کړې وه، په ویډیو کې په څرګند ډول ځای ورکړل شوی دی.

په دې تبلیغاتي ویډیو کې ادعا شوې چې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په امریکا کې لوی بدلونونه راغلل او جهادي ډلې د نړۍ بېلابېلو سیمو ته خپرې شوې.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ حمزه بن لادن د القاعدې په رسنیزو فعالیتونو کې فعال رول درلود او د دې ډلې له لوري یې لوېدیځو او نورو هدفونو ته د ګواښونو ډک پیغامونه خپرول. خو په همدې موده کې هغه په نویو ویډیويي څرګندونو کې په مخامخ ډول نه لیدل کېده.

د هغه پیغامونه تر ډېره د لیکلو بیانیو یا غږیزه بڼه خپرېدل، په داسې حال کې چې په ځینو ویډیوګانو کې د هغه د ماشومتوب پخوانۍ ارشیفي صحنې هم کارول کېدې.

د جهادي ډلو د فعالیتونو څارونکي کارپوهان وايي چې د القاعدې له خوا په خپره شوې دې ویډیو کې تر ټولو مهم او د پام وړ ټکی ښايي د حمزه بن لادن شتوالی وي.

متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن یې د افغانستان او پاکستان تر منځ سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال وژلی دی، خو هغه مهال او ورپسې کلونو کې یې د هغه د وژل کېدو د وخت او ځای په اړه هېڅ تفصیلي معلومات نه وو خپاره کړي.

پخوا القاعدې د حمزه بن لادن غږیز پیغامونه خپاره کړي وو او هغه یې په خپلو ارشیفي ویډیوګانو کې هم د جهادي غونډو او د هغه د واده د مراسمو په لنډو صحنو کې ښودلی و. خو په دې نوې مستندې ویډیو کې د لومړي ځل لپاره حمزه بن لادن، یا لږ تر لږه هغه کس چې په ویډیو کې د حمزه بن لادن په نوم معرفي کېږي، په روښانه ډول د کامرې مخې ته ښکاري او نېغ په نېغه خپل پیغام وړاندې کوي.

هغه په دې ویډیو کې په درېیو بېلابېلو کلیپونو کې ښکاري، چې په ظاهره له یوې واحدې ثبت شوې وینا څخه اخیستل شوي دي.

د هغه په څرګندونو کې تر ډېره عمومي جهادي تبلیغات، ادعاوې او غوښتنې شاملې دي او داسې کومه ځانګړې پېښه نه یادېږي چې د ویډیو د ثبت وخت پرې معلوم شي. له همدې امله دا روښانه نه ده چې دا پیغامونه کله ثبت شوي او یا القاعده حمزه بن لادن ژوندی ګڼي که مړ شوی.

په یوه کلیپ کې د حمزه بن لادن د خبرو تر څنګ د وروستیو پېښو انځورونه او صحنې هم ښودل شوي دي، چې په کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس برید او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې په افغانستان کې د طالبانو بېرته واک ته رسېدل شامل دي. که څه هم حمزه بن لادن په خپلو خبرو کې دغو پېښو ته اشاره نه کوي، خو د ویډیو د وړاندې کولو بڼه دا تاثر ورکوي چې ښايي د هغه پیغام په نسبتا وروستۍ موده کې، او ښايي د ۲۰۱۹ کال له هغې ادعا وروسته چې د هغه د وژل کېدو په اړه شوې وه، ثبت شوی وي.

د یادونې ده چې په ویډیو کې هغه یوازې د ''مجاهد شیخ حمزه بن لادن'' په نوم معرفي شوی دی. د هغه له نوم سره هغه دودیز القاب نه دي کارول شوي چې معمولاً په جهادي کړیو کې دود دي، یعنی د ژوندي شخص لپاره ''حفظه الله'' او د وژل شوي کس لپاره ''رحمه الله''. د څارونکو په وینا، دا ابهام ښايي په لوی لاس ساتل شوی وي.

دغه راز د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري په اړه هم ورته ابهام موجود دی. امریکا ویلي وو چې هغه د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې د یوه ډرون په برید کې وژل شوی و. خو په نوې ویډیو کې د هغه د یادولو پر مهال هم دا نه ده روښانه شوې چې ژوندی دی او که مړ شوی.

که څه هم القاعدې د امریکا له دې ادعا وروسته د الظواهري د برخلیک په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی، خو د دې ډلې په ملاتړو کړیو کې له اوږدې مودې راهیسې دا باور شته چې هغه په رښتیا وژل شوی دی.

په ویډیو کې د القاعدې د احتمالي اوسني مشر سیف العدل د دریځ په اړه هم کوم څرګند معلومات نه دي ورکړل شوي. د هغه یادونه یوازې د ''شیخ'' په نوم شوې او د هغه له پخوانیو لیکنو اقتباسونه وړاندې شوي دي. خو نه هغه د سازمان د مشر په توګه معرفي شوی او نه یې د اوسني ځای په اړه څه ویل شوي دي.

د حمزه بن لادن شتون په دې ویډیو کې د امنیتي چارو د څارونکو او شنونکو ځانګړې پام ځان ته کړی دی.

ځینو کارپوهانو دا نوې ویډیو داسې احتمالي نښه بللې چې ښايي حمزه بن لادن لا هم ژوندی وي.

ځینو شنونکو دې ته اشاره کړې چې په ویډیو کې حمزه بن لادن سپینه پګړۍ پر سر کړې او تر شا یې خټین دېوال لیدل کېږي، چې د پخوا هغو ویډیوګانو ته ورته ښکاري چې له افغانستان سره تړلو جهادي ډلو خپرولې. د دوی په اند، دا احتمال شته چې د دغه پیغام د ثبت پر مهال حمزه بن لادن په افغانستان کې و.

بل لور تر اوسه د جهادي ډلو د ملاتړو انلاین کړیو لخوا د دې ویډیو یا د حمزه بن لادن د ظاهري راڅرګندېدو په اړه پراخ غبرګون نه دی لیدل شوی. شنونکي وایي چې د دې یو لامل ښایي دا هم وي چې په تېرو لږ تر لږه دوو کلونو کې د القاعدې د ملاتړو فعالو انلاین پلویانو شمېر پاموړ کم شوی دی.

مشهور شنونکي حمید القاوسي، چې ځان د یوه څېړونکي په توګه معرفي کوي خو معمولا د القاعدې له خواخوږو ګڼل کېږي، هم په ویډیو کې د حمزه بن لادن او ایمن الظواهري شتون ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، له ویډیو څخه په څرګنده توګه نه شي معلومېدای چې له دغو دواړو کسانو څخه څوک ژوندی دی او که مړ شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په ویډیو کې د دواړو شخصیتونو له نومونو سره هغه دعائیه عبارتونه نه دي کارول شوي چې معمولاً د یوه کس د ژوندي یا وفات شوي حالت د څرګندولو لپاره کارېږي. د ده په باور، همدا ټکی ښيي چې د ویډیو جوړوونکو په قصدي ډول هڅه کړې چې د دغو شخصیتونو د وضعیت په اړه ابهام او ناڅرګندتیا وساتي.

ایا د حمزه بن لادن څرګندېدل د هغه د مړینې د تائید نښه ده؟

په سویډن کې مېشت څېړونکی عبدالسید، چې د القاعدې او جهادي ډلو د رسنیو او تبلیغاتو په اړه څېړنې کوي، باور لري چې دغه ویډیو د القاعدې د رسنیزې څانګې 'السحاب' د یوې پراخې رسنیزې ستراتیژۍ برخه ده. خو د هغه په اند، د حمزه بن لادن او ایمن الظواهري تر دې وړاندې نه لیدل شوې تصویرونه خپرېدل کومه بې سارې یا استثنايي پېښه نه ده.

عبدالسید وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، السحاب ګڼ شمېر تاریخي ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې تر دې مخکې عامو خلکو ته نه وو وړاندې شوي.

هغه د القاعدې د هند نیمه‌ لوې وچې څانګې د بنسټ اېښودونکي مشر مولانا عاصم عمر بېلګه وړاندې کوي. عاصم عمر په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د یوه امریکايي برید پر مهال ووژل شو، خو السحاب په ۲۰۲۲ کال کې د هغه یوه ویډیو خپره کړه چې په کې، د پخوا برعکس، د هغه مخ پټ نه و.

د عبدالسید په باور، هماغه ویډیو په نارسمي ډول د عاصم عمر د مړینې لومړنی تائید و، ځکه القاعدې تر هغې مخکې د هغه د مړینې رسمي اعلان نه و کړی.

القاعده په تېرو کلونو کې ډېر مهال د خپلو مشرانو او قوماندانانو هغه انځورونه او ویډیوګانې چې په کې یې مخونه ښکاره وي، تر وژل کېدو وروسته خپرې کړې دي.

د عبدالسید په وینا، السحاب په ۲۰۲۴ کال کې هم یوه اوږده مستنده ویډیو خپره کړه چې په کې د ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان او پاکستان کې د امریکايي، افغان او پاکستاني ځواکونو له خوا د وژل شویو مخکښو قوماندانانو تصویرونه د لومړي ځل لپاره ښکاره شوه.

په دغو قوماندانانو کې خالد حبیب او ابوعبیده المصري هم شامل وو. ویل کېږي چې دغو کسانو د سپټمبر له ۱۱مې وروسته د افغان او پاکستاني طالبانو د جګړو په تنظیم او دغه راز د القاعدې د نړیوالو عملیاتو په پلان جوړونه کې مهم رول درلود، خو د وژل کېدو له کلونو وروسته یې لومړی ځل ویډیويي انځورونه خپاره شول.

عبدالسید باور لري چې د حمزه بن لادن نوی تصویر هم باید په همدې چوکاټ کې وکتل شي.

د هغه په اند، په نوې ویډیو کې د حمزه بن لادن د روښانه او څرګندو صحنو شاملول ښايي د القاعدې له لوري د هغه د مړینې نامستقیم تائید وي. د ده استدلال دا دی چې که حمزه ژوندی وای، نو القاعده به د امنیتي اندېښنو له امله هېڅکله د هغه داسې روښانه ویډیو نه خپروله.

کارپوهان یادونه کوي چې القاعده په دودیز ډول د خپلو ژوندیو مشرانو او قوماندانانو د هویت، څېرې او موقعیت د پټ ساتلو لپاره ډېر احتیاط کړی دی. له همدې امله، ځینې شنونکي د حمزه بن لادن د نوې فوټېج خپرېدل د دې احتمال د پیاوړتیا په توګه ګڼي چې نوموړی ښايي ژوندی نه وي. خو تر اوسه د القاعدې لخوا د هغه د وضعیت په اړه کوم رسمي او څرګند اعلان نه دی شوی، نو وروستۍ پایله لا هم پرېکنده نه بلل کېږي.

د القاعدې او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو څارونکی پاکستانی خبریال او د امنیتي چارو شنونکی احسان الله ټیپو وایي، دا ویډیو د القاعده د هغې دودیزې تګلارې دوام دی چې له مخې یې دغه ډله هر کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په مناسبت ځانګړي تبلیغاتي مواد خپروي.

ټیپو مسید وايي چې په ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون کېدای شي د هڅونې او جذبې د رامنځته کولو لپاره وي، خو د ده په اند: ''زه فکر نه کوم چې هغه ژوندی وي.''

هغه زیاتوي: ''د هغه د برخلیک په اړه یو څه ابهام شته، خو زما په نظر د القاعدې د چارو د نارسمي متخصصینو او د دې ډلې له ځینو اړوندو کړیو څخه په خپرو شویو لیکنو کې هم د هغه د مړینې نښې لیدل کېږي.''

د ټیپو مسید په وینا، د حمزه بن لادن په قضیه کې یوه غیر عادي خبره دا ده چې القاعده تر اوسه نه د هغه د مړینې ښکاره تائید کړی او نه یې په څرګنده توګه رد کړی دی. د هغه په باور، ډله غواړي په قصدي ډول دغه ابهام ژوندی وساتي.

هغه وایي: ''همدا لامل دی چې کله خلک د حمزه بن لادن کومه ویډیو ویني، نو فکر کوي چې ګواکې هغه لا هم ژوندی دی.''

د ټیپو مسید په وینا، د اعتماد وړ معلومات ښيي چې حمزه بن لادن په ۲۰۱۸ کال کې وژل شوی و، او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په ۲۰۱۹ کال کې د هغه مړینه تائید کړې وه. د ده په اند، له همدې امله د هغه د مړینې په ملاتړ شواهد د هغه د ژوندي پاتې کېدو د ادعاوو پرتله ډېر پیاوړي ښکاري.

د حمزه بن لادن د شاملولو موخه څه کېدای شي؟

څېړونکی عبدالسید وایي، په دې ویډیو کې د حمزه بن لادن د تصویرونو د کارولو یوه موخه ښايي د القاعدې د نوي ځوان نسل او ملاتړو هڅول او فعالول وي.

د هغه په اند، له دې لارې دا پیغام هم ورکول کېږي چې القاعده لا هم د اسامه بن لادن له نظریاتو او فکري میراث سره تړلې ده او د همدې هدف لپاره د هغه زوی د یوه سمبولیک شخصیت په توګه وړاندې کېږي.

ټیپو مسید هم له دې نظر سره موافق دی. هغه وایي چې د دې کار هدف د ځوانانو هڅول او دا پیغام ورکول دي چې د دوی مشران له مرګ، قربانۍ، وژل کېدو او یا د خپلو اولادونو له لاسه ورکولو نه وېرېږي.

هغه وایي: ''دوی غواړي خپلو پلویانو ته حوصله او انګېزه ورکړي. دا ټول د همدې موخې لپاره ترسره کېږي.''

د ټیپو مسید په وینا، په جهادي ډلو کې دا یو پخوانی دود دی. دوی هڅه کوي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې یوازې نور نه جنګوي او نه یې وژني، بلکې خپله مشران یې هم قرباني ورکوي او د مشرانو اولادونه یې هم وژل کېږي.

د هغه په باور، جهادي ډلې له دې لارې خپل تعهد او وفاداري د خپلو غړو او د دودیزو پوځونو پرتله ډېر برالا ښودل غواړي.

هغه زیاتوي: ''د دوی په اړه دا تصور موجود وي چې مشران جلا دي او عادي جنګیالي جلا، نو د دې تصور د ردولو لپاره جهادي ډلې دا ډول تبلیغاتي مواد خپروي.''

د دفاعي او د ترهګرۍ ضد چارو کارپوهه او د اېچ ۹ په نوم ادارې اجرائیه مشره ساره هرموش وایي، که حمزه بن لادن ژوندی وي او که نه، په دې ویډیو کې هغه د یوه ارتباطي او سمبولیک شخصیت په توګه کارول شوی دی.

هغې پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دې ویډیو کې له یوې خوا د سیف العدل نظریاتي او ستراتیژیک لید وړاندې شوی، او له بلې خوا د بن لادن د کورنۍ نوم او سمبولیک میراث مطرح شوی دی. دغه راز، په ویډیو کې د نویو کسانو د جذبولو هڅه هم تر سترګو کېږي.

ساره هرموش وایي، دا پیغام د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت هغو ځوانانو ته متوجه ښکاري چې له دغو بریدونو وروسته زېږېدلي دي.

د هغې په وینا، ویډیو ته د ''لومړۍ برخه'' عنوان ورکړل شوی، چې دا ښيي ښايي د همدې لړۍ نورې برخې هم په راتلونکي کې خپرې شي.

د القاعدې د احتمالي مشر سیف العدل د مقام په اړه لا هم ابهام شته

د سیف العدل د موقف او دندې په اړه تر اوسه هم روښانه معلومات نشته او لا هم ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

سیف العدل د القاعدې له لوړپوړو غړو څخه ګڼل کېږي، او ویل کېږي چې د ایمن الظواهري له احتمالي وژل کېدو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې یې د دې ډلې مشري په لاس کې اخیستې ده.

د القاعدې په وروستۍ تبلیغاتي ویډیو کې هغه یوازې د ''شیخ'' په نوم یاد شوی او د هغه له یوه کتابه څو اقتباسونه وړاندې شوي دي. دغه کتاب القاعدې په ۲۰۲۳ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو د ۲۲مې کلیزې په مناسبت خپور کړی و.

خو په نوې ویډیو کې داسې هېڅ نښه نشته چې وښيي نوموړی لا هم د القاعدې رسمي مشر دی، او نه هم د هغه د اوسني استوګنځي یا موقعیت په اړه څه ویل شوي دي.

د سیف العدل احتمالي حضور په ایران کې له ډېرې مودې راهیسې د بحث او لانجې موضوع ګرځېدلی دی.

سیف العدل، چې پخوا د مصر د ځانګړو ځواکونو ډګروال و، افغانستان ته له تګ او له القاعدې سره له یوځای کېدو مخکې د مصر اسلامي جهاد غړی و.

وروسته هغه د القاعدې د پوځي کمېټې غړی شو او د اسامه بن لادن د امنیتي ډلې برخه هم وګرځېد.

سیف العدل د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د ''تر ټولو مطلوبو کسانو'' په نوملړ کې شامل دی. متحده ایالات هغه د ۱۹۹۸ کال په تنزانیا کې د دارالسلام او په کینیا کې د نایروبي پر امریکايي سفارتونو د هممهاله بمي بریدونو په تړاو لټوي.

د هغه هویت هم د کلونو لپاره د بحث موضوع و. د اوږدې مودې لپاره ګڼ شمېر کسان باور درلود چې سیف العدل هماغه مصری جهادي محمد ابراهیم مکاوي دی. خو وروسته خپرو شویو معلوماتو او د القاعدې د مشر ابو محمد المصري په یوه کتاب کې دا ادعا وشوه چې سیف العدل او محمد مکاوي دوه بېلابېل کسان دي.

تر ۲۰۲۰ کال پورې سیف العدل د ایمن الظواهري یوازینی پېژندل شوی مرستیال و چې ویل کېدل لا هم ژوندی دی.

د بي بي سي منیټورینګ د یوې څېړنې له مخې، جهادي کړۍ، امنیتي شنونکي او استخباراتي ادارې سیف العدل د القاعدې عملي یا ''ډي فاکټو'' مشر ګڼي. خو القاعدې نه د ایمن الظواهري مړینه په رسمي ډول تائید کړې او نه یې د نوي مشر اعلان کړی دی. همدغه ابهام د القاعدې د مرکزي رهبرۍ په اړه پوښتنې ژوندۍ ساتلې دي.

د څېړونکي عبدالسید په وینا، د ۲۰۲۲ کال له پېښو وروسته د القاعدې په رسمي رسنیزو خپرونو کې د سیف العدل لیکنو او پیغامونو ته ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی.

هغه وایي چې د مهمو موضوعاتو په اړه، لکه په غزه کې د اسرائیل او حماس جګړه او د جهادي ډلو پوځي ستراتیژۍ، د سیف العدل نظریات په پرلپسې توګه خپرېږي.

عبدالسید زیاتوي چې دا ځانګړې پاملرنه ځکه مهمه ده چې تر دې مخکې د القاعدې د مرکزي رسنیو اصلي تمرکز لومړی پر اسامه بن لادن او وروسته پر ایمن الظواهري و. له همدې امله د سیف العدل د لیکنو او پیغامونو د اهمیت زیاتېدل د ځینو څارونکو له نظره دا احتمال پیاوړی کوي چې نوموړی د القاعدې په رهبرۍ کې مهم او محوري رول لري، که څه هم ډله تر اوسه په رسمي ډول د هغه د مشرۍ اعلان نه دی کړی.

د عبدالسید په وینا، په دې ویډیو کې د سیف العدل جهادي ستراتیژۍ او فکري لیدلوري ته هم ځانګړی اهمیت ورکړل شوی دی. د هغه په باور، ''دا ټول د هغو نښو دوام دی چې ښيي ښایي سیف العدل د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د القاعدې د مشرۍ مقام ته رسېدلی وي.''

عبدالسید وايي چې که د سیف العدل مخینه وڅېړل شي، نو هغه تل د القاعدې په لیکو کې یوه مرموزه څېره پاتې شوې ده، داسې شخصیت چې هم سخت دریځه او اغېزناک بلل کېږي او هم له رسنیو څخه لېرې پاتې شوی دی.

بل پلو، شنونکی ټیپو مسید یادونه کوي چې القاعدې تر اوسه هم د ۲۰۲۲ کال په جولای کې په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو رسمي تائید نه دی کړی.

د هغه په وینا، د دې تر شا یو مهم لامل پر افغان طالبانو سیاسي او نړیوال فشار دی. که القاعده په رسمي ډول د الظواهري مړینه ومني، نو دا به په ضمني ډول دا هم ومني چې نوموړی په افغانستان کې و. دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو تل دا دریځ خپل کړی چې الظواهري په افغانستان کې نه و. له همدې امله القاعدې تر اوسه د هغه د مړینې رسمي اعلان نه دی کړی.

د مسېد په خبره، ''تر څو چې القاعده د ایمن الظواهري مړینه په رسمي ډول نه وي منلې، نه شي کولای سیف العدل هم په رسمي ډول د نوي امیر په توګه اعلان کړي.'' همدې وضعیت ته په کتو، نړیوال شنونکي او د القاعدې چارو څارونکي ځینې وختونه سیف العدل د دې ډلې ''ډي فاکټو'' یا عملي او نااعلان شوی مشر بولي.

د حمزه بن لادن او سیف العدل یوځای وړاندې کول

ټیپو محسود باور لري چې القاعده هڅه کوي وښيي چې هغه میراث او تاریخي لړۍ چې له اسامه بن لادن څخه پیل شوې وه، اوس سیف العدل ته رسېدلې ده.

د هغه په وینا، سیف العدل تر ډېره د یوه پوځي ستراتیژیسټ په توګه پېژندل کېږي. ځکه نو د هغه تمرکز تل پر پوځي پلان جوړونې، عملیاتي چارو او جګړه ییزو ستراتیژیو وي. د ایډیالوژیک او نظري شخصیت په توګه هغه دومره نه دی مطرح لکه څومره چې په پوځي او امنیتي برخو کې اغېزناک بلل کېږي.

د جهادي چارو څېړونکې ساره هرموش په اند، د دې ویډیو اصلي موخه دا ده چې سیف العدل او حمزه بن لادن د یوه بشپړوونکي چوکاټ په توګه نندارې ته وړاندې کړي.

د هغې په وینا، که څه هم سیف العدل په خپله ویډیو کې نه ښکاري او د خپلې دودیزې شاته پردې تګلارې ساتلو ته دوام ورکوي، خو د هغه د کتاب اقتباسونه د ټولې ویډیو د استدلال او پیغام اساسي بنسټ جوړوي.

هرموش وايي چې سیف العدل د القاعدې لپاره ستراتیژیکه او فکري لارښوونه برابروي، په داسې حال کې چې حمزه بن لادن د بن لادن کورنۍ د نوم، تاریخي شهرت او سمبولیک میراث استازیتوب کوي.

هغې پراېکس لیکلي: ''په بل عبارت، هغه نظریه او مفکوره چې د سازمان د رهبرۍ په کچه جوړه شوې، د القاعدې د بنسټګر د زوی په غږ وړاندې کېږي.''

د نړیوال جهادي خوځښت د راتلونکي په هکله بحث

ځینې شنونکي پر دې باور دي چې دا ویډیو په داسې وخت کې خپره شوې چې نړیوال جهادي خوځښت د خپل راتلونکي په اړه له فکري او داخلي بحثونو سره مخ دی.

د بي بي سي منیټورینګ د جهادي چارو متخصصه مینا اللامي وایي چې په وروستیو کلونو کې په ځینو تندلارو کړیو کې دا بحث تود شوی چې ایا د القاعدې د نړیوال جهاد دودیز ماډل لا هم اغېزمن دی، او که د طالبانو یا د سوریې د هیئت تحریر الشام په څېر محلي او عمل محوره ماډلونه د بریا لپاره غوره لاره ګڼل کېدای شي.

په داسې فضا کې، د حمزه بن لادن او سیف العدل ګډ وړاندې کول د القاعدې هغه هڅه تعبیرېدای شي چې غواړي خپل تاریخي هویت، د رهبرۍ تسلسل او ایډیالوژیک مزل غښتلی کړي.

ولې د سیف العدل نوې انځورونه نه دي خپاره شوي؟

د ټیپو مسید په وینا، د دې ویډیو یوه بله مهمه ځانګړنه دا ده چې د سیف العدل هېڅ نوې ویډیو یا تازه انځور په کې نه دی شامل شوی.

هغه وايي چې ټولې کارول شوې انځوریزې صحنې زاړه مواد دي. ځینې انځورونه یې له اسامه بن لادن سره دي او ځینې نور هغه دي چې ویل کېږي پخوا د لوېدیځو استخباراتي سرچینو له لارې له ایران څخه ترلاسه او خپاره شوي وو.

د مسید په اند، القاعدې په تاریخي ډول خپل مشران رسنیو ته معرفي کول، خو د سیف العدل په قضیه کې یې تر اوسه بېله تګلاره غوره کړې ده او نوموړی یې لا هم تر ډېره په شالید کې ساتلی دی.

د هغه په باور، یو مهم دلیل ښایي دا وي چې سیف العدل لا تر اوسه په رسمي ډول د القاعدې د امیر په توګه نه دی نومول شوی. هغه زیاتوي: ''کله چې د هغه رسمي ټاکنه اعلان شي، ډېر احتمال شته چې القاعده به هغه خپلو پلویانو ته په ښکاره او عام ډول هم معرفي کړي.''