په کوهاټ کې د پوليسو مرکز ته څېرمه برید کې د ۱۵ پوليسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د خيبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پوليسو مرکز (پخوانی پوليس لانيز) ودانۍ ته نژدې د یوې چاودنې له امله د ۱۵ پوليسو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان دي.

د خيبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حميد ويلي، د لومړنيو راپورونو له مخې له چاودېدنکو توکيو ډک موټر د پولیسو دغه پخواني مرکز سره ټکر کړل شوی او له هغه ورووسته د وسله والو سره نښته روانه ده.

د پوليسو يوه مشر عبدالسلام خالد، د بي بي سي خبریال عثمان زاهد ته ويلي، د وسله والو هدف د پولیسو مرکز (پولیس لاینز) او هلته موجود جومات و. د نوموړي په وینا د چاودنې پر مهال د جمعې لمونځ روان و.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر (ای جي) په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې له چاودنې وروسته، یوه ځانمرګي بریدګر د "سپېشل برانچ" (ځانګړې څانګې) دفتر ته نژدې ځان والوزاوه.

د پولیسو یوه ویاند ويلي، له چاودنې وروسته، اووه وسله وال د پولیسو مرکز احاطې ته ننوتل، چې له امله یې د بریدګرو او د پولیسو او ترهګرۍ ضد څانګې د امنيتي ساتونکو ترمنځ سخته نښته وشوه.

د خیبر پښتونخوا د ژغورنې (رېسکيو) ویاند بلال احمد فيضي تائید کړې چې تراوسه په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

ښاغلي فيضي ويلي وژل شوي او ټپيان د امبولانسونو له لارې روغتون ته لېږدول کېږي چې د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.

نوموړي زياته کړې دا مهال ۱۴ امبولانسونه او له ۴۰ زيات کارکوونکي په سيمه کې د مرستې ژغورنې په عملياتو بوخت دي.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په کوهاټ کې شوې چاودنه غندلې او د ګڼو خلکو په ټپي کېدو یې ژوره خواشيني ښودلې ده.

د لومړي وزير دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي شريف له اړوندو چارواکو د چاودنې د بڼې او لاملونو په اړه راپور غوښتی دی. هغه همدارنګه لارښوونه کړې چې د مرستې عملیات ګړندي شي او له اغېزمنو شویو کسانو سره دې هر ډول ممکنه مرسته وشي.

تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسووليت نه دی منلی.

له دې پېښې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو چې تېره ورځ پر يوه امنيتي کاروان برید کې شپږ امنيتي کسان وژل شوي وو.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې همدا ډول په شمالي وزیرستان کې د لسو امنيتي کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.

دغه خبر بشپړېږي...