ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته د درېیو خبریالانو د نیول کېدو د "قانوني بنسټ" په اړه سپیناوی غوښتی

 یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي ‏(یوناما) د طالبانو د حکومت لخوا "د نامعلومه تورونو" له امله د درېیو خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.

دغه کسان چې څو ورځې وړاندې نیول شوي.

یوناما نن (پنجشنبه) یوې اعلامیې کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر هغوی د لګېدلو تورونو په اړه معلومات ورکړي.

یوناما ویلي دي چې "د دغو نیونو قانوني بنسټ باید روښانه شي او هر وخت د توقیف شوو کسانو حقونو ته درناوی وشي".

د طالبانو حکومتي سرچینو د "استخباراتو" لخوا د طلوع تلویزون د خبریالانو منصور نیازي او عمران دانش نیول تایید کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په وینا د طالبانو حکومت د "پیګرد" په نوم د خبري اژانس خبریال احمد جاوید نیازی هم نیولی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغو خبریالانو د نیولو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د یوناما په اعلامیې کې "د نیولو پر مهال پر خبریالانو د ګوزارونو او د هغوی د اړوند شیانو د ضبطولو په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده" او ویلي یې دي" چې روڼتیا او ځواب ورکولو لپاره افغانستان کې خپلواکه او خوندي رسنۍ اړینې دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې" د بشري حقونو نړیوال قانون سره سم خپل مسولیتونه پرځای او دا خبره ډاډه کړي چې خبریالان له هر ډول وېرې او ګواښونو پرته خپل کارونه ترسره کړی شي".

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت وايي د طلوع تلویزون دخبریالانو دوسیې د غور لاندې دي
 طلوع‌نیوز افغانستان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، عکس له ارشیفه

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ویلي چې " د طلوع تلویزون دنیول شوو خبریالانو دوسیې د غور لاندې دي".

دې وزارت یوې اعلامېې کې ویلي دي چې « محکمې تراوسه د هغوی په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، او دهغوی په هکله چې رسنیو کې څه ویل کېږي حقیقت نلري".

دې سره سره وزارت ددې خبریالانو د نیول کېدو علت په اړه څه نه دي ویلي. بی بي سي په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ویاند سره اړیکه نیولې خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی

د طلوع تلویزون د خبریالانو د نیول کېدو په اړه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه

د عکس سرچینه، MoICAfghanistan

د نیول شوو خبریالانو په اړه د بخښنې د نړیوال سازمان اندېښنې

د بخښنې نړیوال سازمان

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د خبریالانو دا نیونې"خپل سرې" بللې او په اړه یې اندېښنه ښودلې وه. دې سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې زر ترزره ددې خبریالانو سرنوشت او دا چې چېرې ساتل کېږي معلوم کړي. دغه راز دې سازمان غوښتي که دوی باندې کوم معلوم تور نه وی باید خوشې شي.

د طالبانو حکومت وايي " د شریعت چوکاټ او ملي ګټو" سره سم د رسنیو په ازادۍ او د خبریالانو په فعالیت باور لري، خو ملګرو ملتو د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې "له افغانستان دخپلواکه راپورنو ورکول ډېر محدود شوي دي".