نتنیاهو وايي له ایران سره د جګړې پرمهال یې په 'پټه اماراتو ته سفر' کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لون وېلز
- رپوټ له:, بیتالمقدس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي له ایران سره د جګړې پر مهال یې په پټه عربيم متحده اماراتو ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له ولسمشر سره لیدلي دي.
د نتنیاهو دفتر ویلي چې د اسرائیلو د لومړي وزیر او د ولسمشر شیخ محمد بن زاید ترمنځ دا لیدنه د "تاریخي پرمختګ" لامل شوې ده.
خو لږ وروسته د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې په بشپړ ډول رد کړې او ویلي یې دي چې دا راپورونه "بېاساسه" دي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر غیر رسمي توافقاتو نه دي ولاړې.
د جګړې پر مهال ایران پر اماراتو څو هدفونه وویشتل او تهران تل دا هېواد د امریکا او اسرائیلو سره د نژدې اړیکو له امله نیوکه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، نتنیاهو "هغه څه په ښکاره بیان کړل چې د ایران امنیتي ادارو له مخکې ترې د هېواد مشران خبر کړي وو".
هغه زیاته کړه چې له اسرائیلو سره همکاري "نه بښل کېدونکې" ده او هغه کسان چې دا کار کوي "ځواب به ووايي".
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې د نتنیاهو د سفر یا د کوم اسرائیلي پوځي پلاوي د شتون راپورونه په بشپړ ډول رد کړل.
وزارت وویل: "متحده عربي امارات ټینګار کوي چې له اسرائیلو سره یې اړیکې علني دي او د ابراهیمي تړون د چوکاټ له مخې پرمخ وړل کېږي، نه د غیرشفافو یا غیر رسمي توافقاتو پر بنسټ."
د ابراهیمي هوکړو له مخې د اسرائیلو او څو عربي هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي شوې دي، چې دا د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال رامنځته شوې وې.
رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د نتنیاهو او د اماراتو د ولسمشر لیدنه د عمان پولې ته نژدې په "العین" په ښار کې شوې وه او څو ساعته یې دوام کړی و.
د سهشنبې په ورځ اسرائیلو کې د امریکا سفیر مایک هکبي ویلي چې اسرائیلو د خپل "اوسپنیز ګنبد" دفاعي سیستم د توغندیو ضد بیټرۍ اماراتو ته استولې چې د ایران د بریدونو مخه ونیسي.
"اوسپنیز ګنبد" د اسرائیلو یو پرمختللی هوايي دفاعي سیستم دی چې د توغندیو او ډرونونو د شنډولو لپاره کارول کېږي.
هکبي ویلي چې د دې سیستم لېږد د ابراهیمي هوکړو پر بنسټ د اماراتو او اسرائیلو ترمنځ د "غیر معمولي اړیکو" نتیجه ده.
له ایران سره د اسرائیلو او امریکا له جګړې داسې ښکاري چې نه یوازې سیاسي اړیکې یې ژورې کړې، بلکې دغه اتحاد یې له نظامي پلوه هم پیاوړی کړی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د جګړې پر مهال ایران د اماراتو پر لور د توغندیو او ډرونونو لړۍ بریدونه ترسره کړل. د اماراتو د دفاع وزارت د مې په ۱۰مه وویل چې د هوايي دفاع سیسټمونو له ایرانه دوه ډرونونه شنډ کړي دي او په ټوله کې یې د جګړې له پیل (د فبرورۍ وروستیو کې، کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران برید وکړ) راهیسې ۵۵۱ بالستیک توغندي، ۲۹ کروز توغندي او ۲,۲۶۵ نور بریدونه شنډ کړي دي.
د دوشنبې په ورځ، "وال سټریټ ژورنال" راپور ورکړ چې اماراتو هم پر ایران پټ بریدونه کړي، چې تر اوسه یې په رسمي ډول اعتراف نه دی کړی چې تازه بېلګه یې د اپرېل په لومړیو کې د ایران د لاوان ټاپو د یوه چاڼځای ویشتل وو.
د چهارشنبې په ورځ د اماراتو د ولسمشر سلاکار أنور محمد قرقاش وویل چې امارات لا هم ډیپلوماسۍ ته ژمن دی، خو د ځان د دفاع حق لري.
قرقاش په خپله لیکنه کې وویل چې امارات دا جګړه نه ده غوښتې او هڅه یې کړې چې ترې ځان وساتي او زیاته یې کړه چې "په خلیج کې د عرب-ایران اړیکې باید د شخړو او تقابل پر بنسټ ولاړې نه وي".
له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند نافذ دی.
خو ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د هرمز تنګي بندولو ته دوام ورکړی، چې له امله یې د نړۍ د تېلو بیې لوړې شوې دي. عموماً د نړۍ شاوخوا ۲۰٪ تېل او مایع طبیعي ګاز له همدې تنګي تېرېږي. امریکا له خپلې خوا د ایران پر بندرونو بندیز عملي کړی چې تهران د خپلو شرطونو منلو ته مجبور کړي.
په یکشنبه ایران د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز د تنګي د بیا پرانستلو لپاره خپل شرطونه امریکا ته په یو متقابل وړاندیز کې وړاندې کړل. ولسمشر ټرمپ دا وړاندیز رد کړ، ویې ویل چې دا "په بشپړ ډول د منلو نه دی" او "بېارزښته کاغذ" دی او وروسته یې وویل چې اوربند "ډېر خراب حالت کې" دی.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پر اېکس وویل چې د ایران وسلهوال ځواکونه "د هر ډول تېري ځواب ته چمتو دي".

















