بلوچستان کې د یوه جګړن په ګډون پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي

ارشیف انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان بلوچستان ایالت په دوو بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې اوه وسله‌وال وژل شوي او د پاکستاني پوځ د یوه جګپوړي افسر 'جګړن' په ګډون پنځه امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۳مه سهار، د پاکستان پوځ او د بلوچستان سرحدي ځواکونو د بارکان/ بارکھان ولسوالۍ د نوشام په سیمه کې د وسله‌والو پر ضد د لټون او چاڼیز عملیات پیل کړل.

اعلامیه زیاتوي: "د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسله‌والو یوه ډله وموندله او په نښه یې کړه.

د ډزو په تبادله کې اوه وسله‌وال ووژل شول. همدارنګه د عملیاتو پر مهال له وسله‌والو وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شول."

د پاکستاني پوځ د بیان له مخې، په وژل شویو سرتېرو کې جګړن توصیف احمد بهټي، ټیټ پوړي سرتېري فدا حسین، ذاکر حسین، سهیل احمد او محمد ایاز شامل دي.

د سرچینې په وینا، په سیمه کې د نورو احتمالي وسله‌والو له منځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بارکهان په عملیاتو کې وژل شوي جګړن توصیف احمد او نورو سرتېرو ته درناوی وړاندې کړی او ویلي یې دي: "جګړن توصیف احمد او سرتېرو د وسله‌والو ناوړه موخې ناکامې کړې."

له بلې خوا، د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بوګټي هم د نوشام په عملیاتو کې د سرتېرو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: "هغه کسان چې د وسله‌والو پر ضد په مېړانه جګړه کې خپل ژوند قربانوي، د ټول ملت ویاړ دي."

هغه زیاته کړه: "وسله‌وال او د هغوی ملاتړي د هېڅ ډول نرمښت مستحق نه دي او د دولت ضد کړیو ناوړه موخې به په هر صورت شنډې کړو."

د یادونې وړ ده چې بارکهان د بلوچستان هغه سرحدي ولسوالۍ ده چې له پنجا سره پوله لري او د بلوچستان له ډیره بګټي او موسیٰ‌خېل ولسوالیو سره هم نښتې ده.

په رسنیو ته لېږل شوې اعلامیه کې ناقانونه "بلوڅ ازادۍ پوځ" د دې برید مسؤلیت منلی دی.

تر دې پېښې مخکې، د بارکهان ترڅنګ د بلوچستان په نوي جوړ شوي بره ډېره بګټي ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله دوه کسان ټپیان شوي وو.

په ډېره بګټي کې یوه پولیس افسر منظور حسین د ټیلیفون له لارې ویلي چې د پیرکوه په سیمه کې نامعلومو کسانو ماین ښخ کړی و.

د هغه په وینا، ماین هغه مهال وچاودېد چې یو موټرسایکل ورباندې وخوت.

په چاودنه کې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان ټپیان شول او د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول.

د پولیسو د چارواکي په خبره، ټپیان شوي کسان پر امنیتي ځواکونو پورې تړاو لري.

پاکستان کې د ناامنیو ډېرېدل

بنو کې برید

د عکس سرچینه، Bannu Police

د عکس تشریح، برید پړه د "اتحاد المجاهدین پاکستان" په نامه ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و.

په وروستیو کې پاکستان کې ناامنۍ او پر امنیتي کسانو بریدونه ډېر شوي دي.

د مې پر ۱۲مه (غويي ۲۲مه) د خیبر پښتونخوا شمال لوېدیځ کې یوه بازار کې چاودنې اوه کسان، چې دوه پولیس او پنځه ولسي وګړي دي، وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي وو.

پولیس وايي چاودنه لکي مروت کې شوې وه. دا په تېرو څو ورځو کې په دغه سیمه کې دویم خونړی برید دی.

ترې وړاندې د مې پر ۱۱مه، هم د خیبر پښتونخوا بنو کې د پولیسو پر پوستې د شوي برید پلټونکو ویلي چې دې برید کې له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي کارول شوي وو.

د فتح خېل پولیسو په دې پوستې د یکشنبې د ورځې برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي او درې ژوبل شوي وو.

د برید پړه د "اتحاد المجاهدین پاکستان" په نامه ډلې منلې ده، خو د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دا برید په افغانستان کې طرحه شوی و. له همدې امله دوشنبې اسلام اباد کې د طالبانو حکومت شاژدافیر د بهرنېو چارو وزارت ته غوښتل شوی او ورته یو احتجاج لیک وسپارل شو.