تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د تېلو د بیو له لوړېدو شکایتونه
افغانستان کې په وروستیو ورځو کې د تېلو د بیو لوړوالي یو ځل بیا د موټر چلوونکو او عامو خلکو اندېښنې او شکایتونه زیات کړي دي.
شمېرې ښيي چې په تېره یوه اوونۍ کې په کابل او نورو ولایتونو کې د پېټرول او ډېزل بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
خلک شکایت کوي چې د تېلو د بیو لوړوالی د نورو توکو پر بیو او د ژوند پر لګښتونو هم اغېزه کوي.
دوی د طالبانو له حکومت او اړوندو مسوولانو غواړي، چې د تېلو د بیو د ناڅاپي لوړوالي مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د هرات د تېلو او ګازو د ټانکونو د خاوندانو اتحادیې له خوا خپرې شوې نرخ نامې هم د تېلو د بیو لوړوالی تاییدوي.
د دغو نرخ نامو له مخې، د روسي پټرولو بیه چې په افغانستان کې له نسبتاً باکیفیته تېلو ګڼل کېږي، په تېره یوه اوونۍ کې له ۹۰ څخه ۹۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د ډېزل بیه هم په همدې موده کې له ۷۷ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې ده.
په کابل کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د راپورونو له مخې په تېره اوونۍ کې د یوه لېټر پټرولو بیه له ۸۶ څخه ۸۹ افغانیو ته لوړه شوې او د یوه لېټر ډېزل بیه بیا له ۷۸ څخه ۷۹ افغانیو ته رسېدلې ده.
د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه تېرو ورځو کې په ناڅاپيتوګه د تېلو د بیو د دغه لوړوالي په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په منځني ختیځ کې روان کړکېچ، د هرمز تنګي تړل کېدل او د روسیې پر تېلي تاسیساتو د اوکرایین بریدونه د افغانستان او نړۍ بازارونو کې د تېلو د بیو د لوړوالي لامل بللی و.
د وروستیو راپورونو له مخې، په منځني ختیځ کې د کړکېچ له دوام سره، د یوه بېرل برنټ یا اوومه تېلو بیه لا هم له سلو ډالرو لوړه ده.
د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ شخړې او د بابالمندب سمندري لارې په تړاو د امنیتي ګواښونو زیاتېدو هم د تېلو د لېږد په اړه اندېښنې زیاتې او بیې لوړې کړي دي.
بابالمندب د تېلو د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه ده.
د بازارونو د څارونکو په وینا که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي د نړۍ د تېلو پر بازار فشار لا زیات شي او د تېلو بیې نورې هم لوړې شي.